نړۍ

څوک چی ددغه هیواد امن خبرابوي هغه له الله اودهغه له رسول سره مینه نه لری

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۸) ریاض: دسعودی عرب سترمفتي الشیخ عبدالعزیز بن عبدالله ال الشیخ تیره جمعه دخطبي پروخت وویل هرڅوک چی دحرمین الشریفین دخاوري اوهیواد امن اوسوله له خطر سره مخامخ کوي هغه په حقیقت کي دالله جل جلاله او دهغه دستررسول محمد صلی الله علیه وسلم او داسلام دښمنان دي.

شیخ چی دسعودی عرب په پلازمینه ریاض کی یی دامیرترکی په جامع مسجد کي دجمعي خطبه ورکوله وویل کومو مغرضینو مفسدینو اوبی لاري شوی کسانو چی په دي وروستیو کی یی ددغه هیواد دامن اوسولي دخرابولو ناکامه کوښښونه کړی وو، په اصل کی دغه کسان نه له خداي اونه هم دخدای له رسول صلي الله علیه وسلم سره کومه مینه لري، نوموړي زیاته کړه دتاریخ په اوږدوکی داسلام اودمسلمانانو په مملکتونوکی چي کومي ناخوالی اوفسادونه رامنځ ته شوی دي هغه ددارنګه مردارو اوفاسدو عقیدو لرونکي شراچونکو له لوري منځ ته راغلی دي.

شیخ زیاته کړه داهغه ډلي ټپلي دی چی دخپلو مردارو اوفاسدو ارادو دپوټولو لپاره یی همیشه دفلسطین مسله رامخ ته کړي وی چي په حقیقت کی دغه کسان داسلام اودمسلمانانو سخت ترین دښمنان دي، چی ټولي مجرمانه کړنی یی اصل کی دځینو بهرنیو قوتونو له لوري ترتیب اوتنظیمیږي، نوموړی زیاته وویل داهغه قوم دی چی همیشه یی له اسلام اومسلمانانوسره بغض اوکین ساتلی دي.

شیخ دخپلو خبرو په اخیرکی یوځل بیا دسعودي عرب پرټولو وګړوباندي غږ وکړ چي دداسي فاسدو اومغرضو کسانو په خلاف دهیواد له حکومت اوقیادت سره په څنګ کی ودریږی.

تیره ورځ دسعودی عرب دکورنیو چارو وزارت له لوري په جاری شوی خبرکی راغلی وو، چي دتیري دوشنبي په ماښام دنهو بجو په شااوخواکي دسعودی عرب په شمال ختیځ قطیف ولایت کی ځینو شرانګیزه او فساد خپرونکي کسانو په سیمه کی دفساد اوشر دخپرولو لپاره لارو اوکوڅو ته راوتلي وو، ترڅو وکولای شي په سیمه کی حالات ګډوډ اودخلګو په منځ کی نفرت اوبی باوري رامنځ ته کړي، دسعودي عرب دکورنیو چارو دوزارت ویاند له خبري رسنیو سره دخبروپروخت وویل ځیني مغرضو اومسفدو کسانو چي موټرسایکلونو باندی سواره وو، اودپلاستیکي مرمیو په واسطه سره یی ډزي کولي ترڅو دخلګوپه منځ کی ویره او افراتفري رامنځ ته کړي.

نوموړي زیاته کړه پولیسو سمدستی دشراوفساد خپرونکی مخه ونیوله ټول راټول شوی کسان یی تیت اوفرت کړل چی وروسته له نامالومه لوري په سیمه کي پرموجودو پولیسو باندی ډزي وشوی چه له امله یی د دوو میرمنو په شمول څو تنه پولیسو ټپیان شول، دنوموړي په وینا دهیواد دامن اواستقرار ساتونکی اوداسلام دلاري سپایانو په اخیرکی دشراچونکو مخه ونیوله چی اوس سیمه بیرته عادي حالت ته راګیرځیدلی ده، اوخلګو په خپلو ورځنیو کارونو باندی پیل کړی دي.

تیره ورځ په مدینه منوره کی دنبوي مسجد خطیب شیخ علی الحذیفی السدیس هم دجمعی دخطبي دورکولو پروخت په هیواد کی پر وروستیو پیښو باند رڼا واچوله نوموړي زیاته کړه په دي وروستیو کی چی په قطیب کی یو شمیر بي لاري اوګمراه شویو کسانو دهیواد دامن اواستقرار په مقابل کی دشراوفساد راپورته کولو کوښښ کړی وو، داهغه کسان دی چي نه له اسلام اونه هم له مسلمانانو سره کومه مینه اومحبت لري نوموړی زیاته کړه دهیواد غښتلي عسکر چی همیشه دالله ددین دسرلوړی لپاره دتیارسي په حالت کي دی دخپلو عملیاتي ارزښتونو اومدبرانه تدبیرونه په کاراچولو سره ددغو مغرضو او بی لارو کسانو دفساد اوشرمخه ونیوله، نوموړي وویل  لوی الله ته لاس په دعایم چی ددین اوهیواد ددفاع په مقابل کی ژوبل شویو کسانوته عاجله شفا ورکړي.

په عین وخت دمسجد الحرام امام اوخطیب ښاغی دکتور عبدالرحمن السدیس هم په دی اخیرو کی دقطیب په ښارکی دحکومت په خلاف دلاریونکونکو کسانو کړني  سختي وغندلي نوموړي زیاته کړه هیڅ کس حق نه لري چي ددغه هیواد په وړاندی په شرانګیزه اوفساد خپرونکو کړنو باندی لاس پوري کړي، اونه هم څوک حق لري چي دغه خاوره کی دنظام په وړاندي وسلي ته لاس کړی، شیخ السدیس زیاته کړه هیڅ صورت نه لیدل کیږی چي دولی الامر په مقابل کی دی څوک اواز اوچت کړي اویا دي کوم مخالفت وکړي، نوموړي زیاته کړه دغه خاوره دامن یوه زانګو ده او دامن او استقرارپه لاره کی دغه هیواد باندی الله پاک خاص رحمت کړی دي.

شیخ وویل هیواد به یی دهغو غولیدلو اوبی لاره کسانو چی دپردیو په لمسون باندی دهیواد امن اوسوله له خطر سرمخ کوی له سخت عکس العمل څخه کارواخلي، دغه اوباشه اوبي لاره کسان که څه عقل اومنطق ولري باید ددارنګه کړنو له عواقبو څخه وویریږي.

دیادولو وړده چي دعربي نړي له اولسي پاڅونونو سره یوځای په سعودی عرب کی هم دقطیب به ولایت کي چی دهیواد یوه له ځمکنیو زیرمو څخه ډکه سیمه ده لږکیو شعیه ګانو ددولت په خلاف په مظاهرو اومخالفتونو لاس پوری کړی دی چي له نن څخه څو میاشتی مخکی هم یوځل دغه سیمه کی شعیه ګانو دسعودي عرب ګاونډی اوډیرنژدي دوست هیواد بحرین کی له شعیه ګانو سره دیو والی اوخواخوږي په څرګندولو سره دبحرین دحکومت په خلاف مظاهري کړی وي اودسعودی عرب له لوري وبحرین ته دعسکرو اوفوځي شوبلو لیږل یی په سختو ټکوسره غندلي وو، اوهمدارنګه لاریونکونکو شعارونه ورکول چی هیواد یی ورسره ناروا چلند کوي اوپه هیوادکی له هغو ګټو څخه نه دی برخمن کوم چی دوی یی حق لري.

خوسعودی چارواکي بیا وایی دهیواد لږکی شعیه ګان دکوم بهرنی هیواد په لمسون دغو کړنو باندی لاس پوری کړی، اوهمیشه یی ددغو خلګو له لوری بی ځایه اوبی اساسه ادعاوي ردکړی دي، که څه هم سعودی عرب په ښکاره سره دهغه هیواد نوم نه اخلی چی وایی دغه خلګ دي ته پاره وی چی سیمه کی شراوفساد ته لمن ووهی سیاسی شنونکي وایی سعودی عرب  چي کله هم دشعیه ګانو دبهرني لمسون اومرستو په اړه  دکوم بهرنی هیواد خبره کوی نو مطلب یی ایران وي، وایی ایران دی چی ددغه هیواد لږکی شعیه ګان دي ته رهنمایی کوی چي سیمه کی ګډوډی ته لمن ووهي.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x