افغانستانسولې اړوند خبرونه

«اسلام اباد امریکایي الوتکو ته د پاکستان د فضاء کارولو اجازه ورکړې»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): امریکایي نظامي چارواکي‌ وایي، پاکستان امریکایي الوتکو ته اجازه ورکړې، چې په افغانستان کې د حضور د ساتلو په موخه د‌ پاکستان فضا وکاروي.

د راپورونو په اساس، د امریکا د دفاع وزیر د بحر هند او پاسفیک په چارو کې مشاور «ډیویډ هیلوي» د کانګرس د نظامي خدمتونو کمېټې ته د معلوماتو وړاندې کولو په مهال ویلي، چې پاکستاني حکومت امریکایي الوتکو ته اجازه ورکړې چې په افغانستان کې د حضور د ساتنې په موخه د پاکستان هوايي حریم وکاروي.

نوموړي د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول مهم بللی او دده له قوله، لا هم له اسلام اباد سره خبرې روانې دي، تر څو د افغان سولې د ملاتړ بشپړ ډاډ تر لاسه شي.

ډیویډ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې وویل، چې دا کار په افغانستان کې د امریکا د «ترهګرۍ ضد» ماموریت د پای ته رسېدو په معنا نه دی او واشنګټن غواړي،‌ ځان ډاډه کړي، چې بیا ځلې له هغې سیمې پر امریکا بریدونه نه پلانېږي.

نوموړي په افغانستان کې د داعش ځپل کېدل او د القاعدې ډلې له منځه تلل د امریکايي‌ حضور ګټه یاده کړه، خو دده له قوله، لا هم یادې ډلې د امریکا امنیت ته ګواښ دي.

دده په خبره، که امریکایي‌ ځواکونه په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي، دا به ستونزمنه وي، چې د کابل حکومت د عسکرو بشپړ ملاتړ دې وکړای شي.

اسلام اباد داسې مهال امریکایي الوتکو ته د پاکستاني هوایي حریم د کارولو اجازه ورکوي، چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر پای ته رسېدو ښايي په افغانستان کې د ناټو نظامي حضور پای ته ورسېږي.

تر دې وړاندې بیا داسې راپورونه خپاره شوي‌ و، چې امریکا د پاکستان په ګډون د منځنۍ اسیا ځیني‌ هیوادونه د اډې د ورکولو خواست کړی، خو پاکستان وویل، په پردیو جګړو کې برخه نه اخلي‌ او کله به هم امریکا ته اډه ورنکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
23 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
صمد

اوس وګورو چې د پاکستان ګوډاکيان (طالبان) د پاکستا په ضد جهاد اعلانوي که څنګه

غوربندي

صمد صاحب

پوښتنه:
د امریکایانو له خوا د پاکستان د هوایي حریم کارول د څه لپاره؟؟

ځواب:
په کابل کې د خپلو ګوډاګیانو او فاسدې ادارې د بقا او حقافظت په خاطر

نو :

دا پوښتنه چې افغانان به د پاکستان د ننه په امریکایي تاسیساتو بالمثل بریدونه وکړي کنه،،، ستاسو ګوډاګیانو، طالب دښمنو او ګوډاګي پلوو له سویې ډېره لوړه پوښتنه ده.

ستاسو د پوهاوي، تنبیه، توبې او ویښتابه په هیله…

عبدالواحد اڅګزۍ

پاکستان نه داچه دافغانستان دښمن دۍ دانګریزانوفکری ،باطنی اوظاهری غلام دۍداسلام نه پخولاکیدونکۍ دښمن دۍ پارټیانی یی له اسلامه ناخبری ظاهری مسلمانان دی دقرآنکریمه ناخبری دی،دغه دافغانستان ۲۰کاله خونریز ی هم ددوی په واسطه وسوه چه په دوی کی اسلام نیی راغلۍ ترهغو په افغانستان کی آرامی غیرممکنه ده .عبدالواحد اڅګزۍ

عظيمی

پر پاکستان دي افغانان هیڅ کله هم نه حسابوی ۔ پاکستان حکومت لکه د ارګ واکدار و ډالرو ته روزانه پنځه واره سجده کوی وی۔ پاکستان هیڅ کله هم نه غواړی چه په افغاستان کی دي دوامداره صلح او يو پايداره او د افغانانو يو نماینده حکومت راشي۔ دلیل يي هم معلوم دی۔ پښتونستان يي لاندي کي او غواړی نوره افغان خاوره هم لاندي کي۔ د افغانستان په شان دی الله پاک خوار او درپدره را ووينه۔

غوربندی

که چېرته امریکایان د اشغال د بدیلې بڼې په توګه د پاکستان فضا په افغانستان کې له خپلو وتلو وروسته د بریدونو لپاره وکاروي نو پاکستان به د راتلونکي افغانستان څخه نورو ته د نه ضرر رسولو له تضمین څخه مستثنی وي، بیا نو طالبان ښه پوهېږي چې ځرنګه د پاکستان د ننه امریکا نظامي تاسیسات د فدایي بریدونو هدف وګرزوي.

طوطی

غوربندیه: څنګه یی اوس وایه جهاد چیری روا ده کابل کی که پنجاب کی؟

تور سپین

د دى خبر تر ويلو ورسته مى د کال 1992 يوه قصه را ياده شول. يوه ورځ خپل خداى بخښلى نيکه بابا( يو عالم او مصلح شخص وو. الله پاک دى خپل رحمت ورباندى وکړى) سره حجره کى ناست وم يو دوست يى د حجرى ځنځر و شنګاوه. بابا ته مى وويل چه ستا دوست راغلى دى، بابا د بدن د ضعيفى له وجهى چه دغه وخت د 107 کالو وو او سترګوو يى سم کار نه کاوه مګر نور ښه بيداره وو. پسله جوړ تازه او پياله شير چايو څخه دوست يى و ويل زه ستا نه يوه مشوره… نور لوستل »

طوطی

چی طالبان د پاکستان ډول ته اتڼ نکوی نو له کومه تمویل کیږی. تا ته د یوې ورځې د جنګ مصارف معلوم دی؟ دا مهمات، ترانسپورتیشن، اکمالات، مرمی وسایط دا څه من و سلوای دی چی له آسمانه څخه دوی ته راځی؟ پاکستان نن سبا طالب مشرانو ته د امن کور دی، د هغوی کورونه پاکستان کی دی کله چی د دوحی هیت کابل ته راځی نو د طالبانو هیت بیا پاکستان ته ځی. نو څنګه به طالبان د پاکستان ډول ته اتڼونه نکوی؟ طالب، امریکا، پاکستان او انګلیس دا ټول د یوې ادې ځامن دی. ته اوس قر په… نور لوستل »

محمد صالح

طوطي ځوانه که دا ستا خبره د منتق معیار وګرزوو نو بیا دا چي امریکا، برطانیه، جرمني او اروپایي اتحادیه د کابل ادارې نظامي، مالي او استخباراتي ملاتړ کوي نو د کابل اداره هم د امریکا، برطانیې او جرمني و نورو کافرو دولتونو ډول ته اتڼ کوي. اوس دا ستا منتق و فکري عدل پر کوم معیار ولاړ دی چي د افغانستان دهریانو، ټوپکسالارانو او مرتدانو ته روا ده چي د خپل هیواد د مسلمانانو د ځپلو لپاره دبهرني کفارو ملاتړ د جلب لپاره د هغوئ پر ډول اتڼ وکړي او د افغانستان مسلمانان بیا دا حق نلري چي د… نور لوستل »

طوطی

صالح صیب سلامونه: ماشاءالله څومره ښې خبری دی کړی. کابل اداره خو یوه غلامه اداره ده کله یی هم ما دفاع نده کړی او نه یی کوم. ستاسو دا ټولو خبرو سره موافق او هم نظره یم. زما ویره لدی ده: خدای مکړه دا یو څه نا څه کار چی همدا کافرو دی وطن کی تر سره کړی د طالب په راتګ سره به هر څه بیا صفر شی او جنګونه به تر کلونو کلونو پوری ادامه پیدا کړی هغه څه چی پاکستان یی غواړی. زه د طالب په امارت کی په کابل کی وم هغه څه چی ما په… نور لوستل »

محمد صالح

طوطي ځوانه اوس دي دوا سه د خبرو اترو مرکې ته کښینستلې. دا خبره به موږ هم درسره ومنو چي په ګران هیواد کي د نظم راوستل د ټولو افغانانو مسئولیت دی او د پای سړی چي ځان بشپړ بې وسه بولي هم مسئولیت لري او هم وس. پاکستان همدا اوس په دې هڅو کي دی چي د کابل اداره د بشپړ سقوط څخه وژغوري. ټوله نړۍ داغه غواړي چي دا فاسدین وژغوري. فقط افغان ولس دا ارزو لري چي هغه عناصر چي دې فاسد نظام ته یې په اوسنیو شرایطو کي هم لږ اوږه ورکړې ده، هغوئ د طالبانو… نور لوستل »

غوربندي

طوطی خانه که افغانان له پاکستان سره خدای مکړه په جګړه کې کېوزي نو د تا په شان ټیټ فطرتان به د پنجابیانو جاسوسي کوي،،، دا اوس چې د پاکستاني فضا د استعمال خبره کیژي،،، دا په افغانستان کې د امریکایي ګوډاګیانو د حفاظت او بقا لپاره دي (چې ته یې هم یو لابد عنصر یې) ، په دې سره خو به ستا خوله بندیژي،، چې نور به په کوم دلیل د طالب برحقه او مثالي مبارزه پاکستان ته منسوبوی! او حق ناحقه به خوله وراچوی…. نو خبره داده چې ستاسو پاکستاني ضد شعارونه محض مردارخوري او منافقت دی،، دا… نور لوستل »

طوطی

غوربندیه: زه دا دریش کاله کیږی چی مهاجر یم خو په پاکستان او ایران نه. لږ دی ادبیات هم ښه کړه ټول دی تبصری لولی. زمونږه او ستاسو یی په سیاست څه دلته خپل وخت تیروه او خپله لیکنه قوی کوه # دی پر غنی شی لا له عبدالله او کابینی سره یی. دعا کوه چی وطن کی امن راسره چی یو بل له نژدی څخه ووینو. اوس به می طالب او ملا ته هم څه ویلی وی. ورځه چی اعصاب می دی خراب کړل.

غمی،پښتین

غور بندی ته،
نور د ولس په سترګو کی خاوری مه شینده، طالیب د پاکستان زوی ،پاکستان د انګریز امریکا زوی. خلاصه طالیب پاکستان امریکا یوه کورنی ده .

غوربندي

غمی خانه

دا ډېر وخت نه وې،،، مال که خدای تعالی درته هدایت کړی دی،،، ته د طالب شجره پرېږده خپله دې ووایه،،،

طوطی

غوربندیه: طالبان د پاکستان دننه ههههههههههه بیا به طالبانو اسلحه ته ورکوی لکه دا اوس اکمالات به یی هم بیانزی صیب کوی. ته کوم چرت کی یی. افغانستان دی ټول د طالبانو کړ، بیا دی هغوی دومره قوی او خود کفا کړل سمبال په اتومی وسلی چی دننه په پاکستان کی عملیات وکړی. دی ته وایی د غوربندی صیب خیال پلو. الله د ژوندی لره څومره ساده پټان خلک یو مونږه او تاسی. خو کچیری ریښتیا می پوښتې الله دی ستا خیال پلو د ریښتیا کړی.

طوطی

چیری دی دا د ### جواز ورکونکی ملایان، ملا فضلوالرحمن او د سمع الحق زوی حامدالحدق چی اوس ووایی جهاد چیری روا ده افغانستان کی یا پاکستان کی؟

محمد صالح

ملګرو تاسي ولي د پاکستان په اړه داسي منفي څرګندوني کوئ. د پاکستان حکومت د افغانانو په وړاندي هیڅ مسئولیت نه لري. هو خپل خلګ یې ښه خوشحاله ساتلي دي. د ټولو ایالتونو ولسونو ته یې سیاسي حقوق ورکړي دي، خدمات وررسوي هغه دی د انګریز کفري قانون خلګو ورسره منلی دی ولي؟ واکمنان یې تعصب نه کوي. زموږ افغانان د دوئ په پارلمانونو کي ناست دي. افغانان هغه دی د اسلام آباد په پوهنتونونو کي درس وایي. زموږ واکمنان دا شل کاله د نړۍ د اعظمي توجه څخه برخه من وه. د دې ټولو امکاناتو څخه یې څه استفاده… نور لوستل »

ترين

ونیسه طالبه اوس د‌ پاکستان خلاف جګړه اعلان کړه

دوکتور غروال

دا همت ددوی د مغزونو څخه کاملآ ایستل شویدی دوی ته د پنجابی په ګټه د ا فغانستان ورانولو زده کړی ورکړ شوی دی او د کابل قاتلان همداسی د افغان ملت تباهی ته روزل شوی دی نو په داسی تباه کوونکیو شرائيطو کښی د افغان ولس کامل پاڅون حتمی او ضروری دی او دا اوس شروع دی اوددی ملی مقاومت دی ځل ددی قاتلانو شعار باندی نشی تمامولۍ لکه چی د قاتلو تنظیمونو په نام باندی اجنبیانو د افغان غیرتی ملت جهاد ئي د شورویانو پر ضد تمام کړ!!!!

غوربندی

غروال صاحب

په مجاهدینو باندې د پاکستان د وابستګۍ تورونه د روسانو او امریکایانو د اشغال په جریان او دوران کې هېڅ اعتبار نلري،،

یاد تور پورې کوونکي هم د روسي او امریکایي د اشغالګرانو کوپونیان یا د لومړي، دوهم او دریم لاس ګوډاګیان او ځیره خواره دي.

ستاسو د پوهاوي، تنبیه، توبې او ویښتابه په هیله.

دوکتور غروال

غوربندیه ، که د هغه جلاد غوربندی سره تړاو لری ( داچی ځان د پدی برخه کښی خاموشه نیولۍ دی دا هم د ستا په مجرمی دلالت کوی ) نو دستا یارانو په اروپا کښی حاجیان او ځینی الحاج شول ، ایا تاسی هم د حج عزم لرۍ که د ډیر اطمنان له خاطره ضرورت نه ورته لری ؟ بلی طالبان جاهل اما که د ستا تیاره تاریخ څخه معلومات تر لاسه کړی بیا د خدائي جزبی لاندی به ایری کړۍ شی ، پس په هوش کښي اوسه !!!!!

Changez

Hahaha ورکه ډنګ

Back to top button
23
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x