افغانستان

اربکیانو د کندوز په خان آباد کې د یوې کورنۍ ۴ غړي وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د کندوز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې محلي پولیسو(اربکیانو) د یوې کورنۍ ۴ غړي وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي دي.

دا پېښه تیره شپه د خان آباد ولسوالۍ په «بخاري بند» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې اربکیانو د ځايي کس په کور برید وکړ او هلته یې د تلاشۍ په پلمه د مور او پلار په ګډون د یادې کورنۍ ۶ غړو ته مرګ ژوبله واړوله.

د محمدرحیم په نوم د زیانمنې شوې کورنۍ یو غړي نن د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۲مه) ازادي راډيو ته وویل چې دې پېښه کې یې د پلار او مور په ګډون د کورنۍ څلور غړي وژل شوي او د یو ماشوم په ګډون ۲ تنه نور ټپیان دي.

نوموړي ددې خونړۍ پېښې پړه په خان آباد کې د حکومت پلوه ملیشو(اربکیانو) په غاړه واچوله او د عدالت غوښتنه یې کوله.

د خان آباد ولسوال حیات الله امیري هم دغه پېښه تاییدوي او زیاتوي چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د خان آباد ولسوالۍ اوسېدونکي له تیرو لسو کلونو راهیسې په دې ولسوالۍ کې د اربکیانو او نورو حکومت پلوه ملیشو له شتون او فعالیت څخه سر ټکوي، د خلکو به خبره په دې ولسوالۍ کې زیاتره غلاوې، اختطافونه او نور جرمونه د همدغو ملیشو او اربکیانو لخوا ترسره کیږي؛ خو حکومت ددوی غږ نه اوري او نه یې ستونزو ته رسیده ګي کوي.

محلي پولیس(اربکیان) چې په ۲۰۱۰م کې د امریکايي جنرال ډیویډ پټرایس په مشوره جوړ او د افغانستان په مختلفو ولایاتو کې د طالبانو پرضد مسلح او منسج کړل شول، په افغانستان کې د ټوپکسالارۍ تر ټولو بدنامه پروژه بلل کیږي.

د بشري حقونو نړیوالو او کورنیو سازمانونو په بیا بیا خپلو راپورونو کې ددغو ملیشو له فعالیت او په جنګي جرمونو کې د لتاړتوب له امله شکایتونه کړي او له حکومت څخه یې ددغو ملیشو د منحل کېدو غوښتنه کړې ده، حکومتي چارواکي که څه هم په ځینو ولایاتو کې یې د یادو ملیشو د منحل کېدو اعلان کړی؛ خو لاهم د افغانستان لرې کلیوالې سیمې د اربکیانو، سنګوریانو، پاڅونوالو او ضربتیانو په نوم ملیشو له ظلمونو او تیریو څخه رنځ وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx