شعـــــرونه

تا به په مرګ نیسي!- نظام کندهاری

یو څڼېور ځوان به راځي ستا نه به ارګ نیسي 
ستا د ناز تخت او د سر تاج به در نه غبرګ نيسي 
 
هغه چي تا به په خپل کلي کي لا نه پرېښودی 
اوس به هغه ملنګ راځي تا به په مرګ نيسي 
 
ته پر اغزنو ديوالونو اعتماد و نکړې 
زمونږ د ايمان پوښ نه اغزى نه يې جِلَرګ نيسي 
 
په دې ځنګله کي زمري شته پام کړه خالي خو نه دی 
بې اجازې چي وي راغلی هغه ګُرګ نيسي 
 
چي د اجل په خرخول سکُل یې شي د جبر وړۍ 
تر آخرته هغه کله د ژوند وَرګ نيسي ؟  
 
دلته به راشي سپين لښکر د سپين بيرغه سره 
نړۍ به نیسي هسي نه چي يو تخرګ نیسي 
 
زمونږ غیرتي کور ته چي چا په چپ نظر کتلي 
مرګی په خپله غېږ کي هغه ځوانيمرګ نيسي 
 
د آزادۍ نسيم چي راشي د خوښيو سره 
نظامه بيا به د ژوند څانګه نوی برګ نيسي
شاعر: نظام کندهاری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x