نظــر

پر غزه اسرائیلي بمبار او د جگړې دوه اړخیزه معادله

عبد الجبار بهیر، د افغان رسنیز او څېړنیز مرکز موسس مشر

د اسلامي امت په دې حساس او ناهیلي پړاو کې، چې د صهیونستانو ملاتړ تر بل هر وخت مخ په زیاتېدو دی، تر دې چې ډېری اسلامي عربي ملکونو اسرائیل په رسمیت وپېژندل او دوه اړخیزې ډیپلوماتیکي اړیکې پالل يې پیل کړي دي.

له بل پلوه د فلسطینیانو د مقاومت او بېلابېلې جهادي ډلې تر بل هر وخت د اقصی جومات او بیت المقدس د دفاع لپاره سیاسي او نظامي چمتو والی نیولی دی او د همت مټې يې رنغاړلې دي، چې د صهیونستانو او اسرائیلو هر تېری په مېړانه ځواب کړي.

د غزې ښار، چې له قدس وروسته د فلسطین دوهم ستر ښار بلل کېږي، ټولټال مساحت يې د یوې وړې سیمې په اندازه دی، چې (km2365) ته رسېږي او شاوخوا یو نیم مېلیون نفوس لري، چې د نړۍ له ډېر نفوس درلودونکو ښارونو شمېرل کېږي. له ختیځ او شمال څخه له اسرائیلو سره پوله لري، لویدیځ لوري ته سپین سمندرگي ته رسېږي او سویل لویدیځ ته له مصر سره گډه پوله لري.

له 2005 میلادي کال راپدېخوا، هغه مهال چې فلسطینیانو غزه له اسرائیلي ښکیلاکگرو بشپړه ازاده کړه، او په 2007 کال کې يې له فلسطیني دولت جلا پکښې د خپلواک نظام اعلان وکړ، څو ځلې اسرائیلي صهیونستانو غزه بمبار کړې ده او تر محاصرې او نظامي فشار لاندې یې راوستې ده، چې په 2012 او 2014 کلونو کې د همدې بمباریو په پایله کې په سلگونو فلسطینیان شهیدان او په زرگونو زخمیان شوي دي او زرگونه کورونه او ودانۍ يې ویجاړې شوې دي.

د اسرائیلو او فلسطینیانو نوې جگړه له هغه وروسته پیل شوه، کله چې د 2021 کال د روژې مبارکې په 25مه اسرائیلي ځواکونو د قدس له جوماته لمونځ کوونکي منع کړل او د روژې په 28مه یې اعتکاف کوونکي او لمونځ کوونکي له قدس جوماته په زور وایستل.

د همدې وحشي یرغل په ځواب کې د فلسطین جهادي ډلو حماس او حرکة الجهاد الإسلامي نظامي ځواک (کتائب القسام او سرایا القدس) د (سیف القدس) نظامي عملیاتو تر نامه لاندې په اسرائیلي ښارونو توغندي وتغول او اسرائیلي سیمې یې په نښه کړې، چې په مقابل کې اسرائیلي ځواک هم پرله پسې بمبارونه وکړل، فلسطینیان يې شهیدان کړل او په غزه ښار کې يې په سل گونو لويې ودانۍ او زرگونو کورونه ونړول.

جگړې زور پیدا کړ، له 4زرو زیات توغندي فلسطیني مجاهدینو وتغول او اسرائیلو هم په غزه د توغندیو او بمونو باران پیل کړ، چې یوازې د مي په 17مه په 20دقیقو کې یې غزه 110 توغندي وویشتله، بالاخره د مصر، قطر او ځینو نورو عربي هېوادنو په منځگړیتوب له 11 ورځو خونړۍ جگړې وروسته د مي په 21مه په دوه اړخیز اوربند رسما هوکړه وشوه.

د فلسطین د روغتیا وزارت د سرچینو د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې جگړه کې، 232 فلسطینیان، چې 65ماشومان او 39ښځې او17سپین ږيري شهیدان شوي دي او تر 1،900 تنو زیات زخمیان شوي دي، چې 560 ماشومان، 380 ښخې او 91تنه سپین ږیری زخمیان دي، چې له زخمیانو د 90تنو حالت یې خطرناک بلل شوی دی.

د اسرائیلي بمبار پایله، فلسطینیانو څه تر لاسه کړل!

§       د تېرو کلونو په خلاف دا ځل فلسطینیانو په یوه خوله د اسرائیلو نظامي یرغل ته نظامي ځواب ورکړ او هېڅ ډول سیاسي جوړجاړی مطرح نه شو، چې دا د فلسطینیانو د نظامي ځواک پیاوړتیا بلل کېږي.

§       فلسطیني جهادي ځواک په دې وتوانېدو، چې د اسرائیلو عسکر او نظامي اډې مخامخ په نښه کړي، په لومړي ځل یې د (رامون) نړیواله هوايي اډه او د (حتسریم)، (نیفاتیم)، (حتسور) او (تل نوف) په نوم نظامي اډې او فوځي چوڼۍ وویشتلې.

§       په لومړي ځل فلسطیني جهادي ځواک اسرائیلي پلازمېنه تل ابیب او نور ښارونه لکه عسقلان هم په نښه کړل.

§       د اسرائیلو له ټول ځواک او زور سربېره بیا هم د اوربند وړاندیز د هغوی له اړخه وشو، فلسطیني ځواک د اوربند لپاره خپل شرطونه قوي مطرح کړل.

§       فلسطینیي جهادي ډلو او مجاهدینو خپل وحدت په سیاسي میدان او نظامي مقاومت کې یو شان وړاندې کړ.

§       د نړیوالو معلوماتو له مخې، اسرائیل پرمختللی دفاعي سیستم او غښتلی نظامي ځواک لري، خو د اسرائیلو لومړي وزیر نتنیاهو تایید کړه، چې دوی له شاوخوا 3،100 توغوندیو څخه یوازې د 90 سلنه راکټونو مخنیوی کړی دی. دا په دې مانا چې د فلسطینیانو شاوخوا 310 راکټونو خپل هدف ویشتلی دی او دا د فلسطین د جهادي مقاومت په تاریخ کې تر ټولو لوړ هدف بلل کېږي.

§       فلسطینیي مقاومت جوته کړه، چې صهیونیزم د زور له ژبې پرته په بل هېڅ سیاسي جوړجاړي او حق منلو باور نه لري، نو ځکه يې له 11 ورځو نظامي مقابلې وروسته له فلسطیني جهادي ډلگیو سره د اوربند شرطونه ومنل.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx