افغانستان

بايډن: اوس هم د اسرائيلو ملاتړ کوو او دعا کوو، چې فلسطين کې اوربند دوام وکړي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بايډن ويلي، د ډيموکراټانو واکمن ګوند اوس هم د اسرائيلو ملاتړ کوي او هيله لري، چې  د اسرائيلو او فلسطينيانو تر منځ روان اوربند دوام وکړي.

بايډن د سپينې ماڼۍ د خبري غونډو په تالار کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، د نورو هېوادونو سره په ګډه د غزې د بيا رغونې هوډ لري او د فلسطيني قضيې يوازينی حل «د دوو دولتونو جوړول دي.»

بايډن ټينګار کړی، تر څو، چې د سيمې هېوادونه اسرائيل د يوه خپلواک دولت په توګه ونه مني، تر هغه وخته په سيمه کې امنيت او سوله نه شي راتلی.

د يادونې وړ ده، چې پر غزه د اسرائيلي يرغلګرو د بریدونو او بمباريو پر مهال د امريکا ولسمشر د اسرائيلو ملاتړ کړی و، روانه بمباري يې د اسرائيلو «مشروع حق» بللی و.

په نړيواله کچه د اوربند غوښتلو سربېره بايډن ځان غلی کړی و او د اسرائيلو ملاتړ يې کاو، خو کله، چې اسرائيل د حماس له لوري د سختو توغنديزو بریدونو ښکار شول امريکا او اسرائيلو په ګډه د اوربند غوښتنې ته هرکلی ووايه او بالاخره د مصر په منځګړيتوب د اسرائيلو او حماس ترمنځ اوربند وشو.

بايډن ويلي، د فلسطين واکمن نظام سره به د غزې د بيا رغولو لپاره مرسته وکړي، نه له حماس سره او د دې مرستو شرط يې هم دا ټاکلی، چې حماس به نورې وسلې او توغندي نه زېرمه کوي.

پر غزه د اسرائيلي يرغلګرو د يوولس ورځنيو بمباريو له امله د ښځو او ماشومانو په شمول ۲۴۸ تنه شهيدان او ۱۹۰۰ ټپيان شوي وو.

بايډن په ښکاره د حماس دښمني کوي او وايي، د غزې د بيا رغونې لپاره يوازې د فلسطين له حکومت سره خبرې او همکاري کوي او ټينګار يې کړی، تر څو، چې د سيمې هېوادونه اسرائيل د يوه خپلواک دولت په توګه ونه پېژني، تر هغه وخته په سيمه کې امنيت او کراري نه شي راتلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد صالح

د بایډن مثال د هغه شخص دی چي یو چا د ده د خوب پر مهال د ده د پایڅې د لاري په خوب کي د خټکي زوڼي د ده خښتګ ته وراچولي وي. بیا چي رابیداره سي داسي فکر کوي چي لوی اودس مات یې کړی دی نو د ځایه نه ښوری. هر څه ملنډي چي په وهې په ډبرو یې ولې دی ادرم هم نه خوري. بایډن دا فکر کوي چي د اسرائبل پر جنایتونو باندي پټه خوله نیولو سره به دی امریکایان د یهودو د ضرره محفوظه وساتي. خو نه دی خبر چي یهود خپله مور، خپل… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx