افغانستان

طالبان د لغمان ولایت تر مرکز پورې رسېدلي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): په لغمان ولایت کې له څو ورځو پرلپسې جګړو وروسته طالب جنګیالي تر بل هر  وخت ددې ولایت مرکز «مهترلام» ښار ته نږدې شوي دي.

د لغمان ولایت اوسېدونکي وایي، دولتي ځواکونو مهم امنیتي  مرکزونه او ستراتيژيکي سیمې طالبانو ته پرېښې دي، چې په تعقیب یې جګړه د مهترلام ښار دوه کیلومترۍ ته را رسېدلې او دم ګړۍ ددې ولایت پر مرکزي محبس درنه جګړه روانه ده.

د لغمان د والي ویاند «اسدالله دولتزی» که څه هم ادعاء لري، چې د پوځ لوی درستیز  «یاسین ضیاء»، د ملي امنیت مرستیالان او نور لوړپوړي چارواکي لغمان ته رسېدلي او وضعیت کنټرولولای شي؛ خو له سیمې څخه یو شمېر سرچینې وایي، دولتي ځواکونه نن له  غرمې وروسته د مرکز اړوند اب زايي، خان قلعه، ساپیو کلا او میدان سیمو څخه په شاه شوي او طالبانو وړاندې تګ کړی.

یاده دې وي، چې په تېرو دوو اوونیو کې په لغمان ولایت کې جګړې تر بل هر وخت زور اخیستی او طالبان توانېدلي، چې ددې ولایت د دولت شاه ولسوالۍ تر نیولو وروسته د مرکز په لور پرمختګ وکړي.

دفاع وزارت بیا ادعاء لري چې د طالبانو د بریدونو په شا تمبولو لپاره منظم پلان لري، چې ددوی له قوله، په دقیق ډول به عملي شي.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ځانګړي امنیتي ځواکونه لغمان کې ځای پر ځای شوي او د طالبانو په وړاندې یې جګړه دوام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د ولایت محبس دی اول طالبان زر ویجاړ کړی تر څو زانی، غله او قاتلین راخوشی سی او د ولایت دچور زمینه برابره شی هغه څه چی پاکستان یی غواړی. ډیر امکان دا هم لری چی حکومت قصدآ یو ولایت طالبانو ته وسپاری تر څو خلکو او نړی ته روښانه شی چی طالبان څه کوی، وژل، ویجاړول او چور او یا که طالبان به دا ثابته کړی چی هغوی اوس پوه شوی او کوالی شی چی درست حکومت وکړی.

Farid

باالکل همداسی دی

ترين

پخوا خو به یې ویل چې کفارو سره جګړه ده اوس د چا سره په جنګ یاست ##

محمد صالح

اوس جهاد د منافقینو سره. د سیرت په روایاتو کي راغلي دي چي کله د روم امپراتوري د یرغل د مخنیوي لپاره تللی لس زره کسیزه نبوي لښکر بیرته مدینې منورې ته راستنیدئ نو د مدینې منورې څخه دباندي د الله تعالی ج لخوا د مسجد ضرار د ورانولو امر ورته وسو. هغه مسجد ضرار چي د مدینې منورې منافقینو د اسلام د تضعیف د دسیسو لپاره جوړ کړی وو. نو رسول الله ص و اصحابو ته امر وکړ چي د جهاد اصغر څخه و جهاد اکبر ته داخل سئ. پیغمبر اکرم ص ټولو اصحابو ته لارښونه وکړل چي د… نور لوستل »

Farid

لژ خو حیا هم خه شی دی چه متأسفانه دغه ## په طالبانو کی بالکل نشته! حیا خو لا سه کوی دا خو یو عادی خبره ده چه تاسو کی هغه غیرت او ایمان نخه هم نشته ! دغه زموژ گران هیوادوال تول پدی خبر دی چه په لغمان کی 50% د تاسو باداران یعنی پنجابی عسکرو اوسیگی چه د تاسو دغه د جنگ رهبری تول د همغوی په غاره دی او دغه افتخارات چه تاسو ورته نوم ورکوی دا تول پنجابیانو ته منسوب کیژی نه تاسو بیدینان او وطنفروشانو ته! تاسو د قدرت او د پیسو تژی هستئ او… نور لوستل »

غوربندی

اقای فرید
کاشکی فارسی می نوشتی، بیجا خوده با نوشتن پشتو به تکلیپ ساختی،

اګر به همین عقیده هستی که ګویا پنجابیان در دهات و شهرهای افغانستان جابجا شده اند پس خودت باید خود را با مرګ موش بکشی،،، چون در موجودیت پنجابیان انهم در ۷۰ فیصد خاک افغانستان،، زنده ماندن برای تو عیب است،، عار است،،، باید چادر به سر کنی و چوری در دست بیاندازی،،،

بامید اینکه تنبیه بشی و توبه کنی.

غوربندی

صالح صاحب
ستاسو نظر تاییدوم،،، د اشغال بقایا ستر چلنج دی چې باید په پلان او حکمت سره یې جدي معالجه شي.

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x