افغانستانورزش

راشدخان د نړۍ له مشرانو په افغانستان او فلسطین کې د سولې د تأمین غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، د غبرګولي ۲مه، ۱۴۰۰ل): د کرکټ افغان ستوري راشدخان د نړۍ له مشرانو غوښتنه کړې چې په سیمه او په ځانګړې توګه افغانستان او فلسطین کې د سولې د تأمین لپاره کار وکړي.

راشدخان دا  څرګندونې تیره ورځ په خپلې ټویټر پاڼې کړي او زیاته کړې یې ده چې سیاسي سړی نه دی؛ خو د سولې غوښتونکی دی.

هغه په خپل ټویټ کې لیکلي، په جنګي شرایطو کې رالوی شوی، ځکه هغه ډار او ویره محسوسوي چې ماشومان یې د جګړې په سیمو کې زغمي.

راشدخان داسې لیکلي: «هره ورځ په افغانستان او فلسطین کې د ماشومانو د وژلو شاهد دی، چې نور ددې وضعیت د لیدلو توان نه لري.»

هغه په دې هکله وړاندې لیکلي، مونږ باید له هغه څه ددفاع لپاره ودریږو چې کول یې پکار وي.

 د کرکټ مشهور ستوری راشدخان په داسې مهال افغانستان او فلسطین کې د سولې د تأمین او ماشومانو د وژلو په خلاف خپل آواز پورته کوي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د امریکايي او دولتي ځواکونو لخوا او په فلسطین کې د اسرائیلي عسکرو لخوا پر ولسي خلکو او عامه ځایونو د بریدونو په ترڅ کې ملکیانو او په ځانګړې توګه ماشومانو ته د مرګ ژوبلې کچه د بل هر وخت په پرتله لوړه شوې ده.

د غزې پر تړانګه د اسرائیلي عسکرو ۱۱ ورځني یرغل په پایله کې ۲۵۰ ملکیان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي، چې د وژل شوو په ډله کې یوازې ۶۵ یې ماشومان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

راشد خان که د سولی هڅی کوی یو وار دی پدی خریلې ږیری له طالب مشر سره ملاقات وکړی که نر وی چی د کافر ټابه پری لګوی کنه؟

ګوم نام

راشد خان لیونی ده یاره ## خدای او قرآن نه منی د راشد به څه ومنی یاره

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx