
خبرتیاوی او پیغامونه
د مولوي مطیع الله عائل مرحوم د جنازې اعلان
د علم او عرفان یو دنګ منار، جید عالم دین، ممتاز شخصیت د جامعه فاروقیه کراچي څخه فارغ او د جامعه اسلامیه مدینه منوره څخه په فقه او اصول فقه کې دکتورا لرونکی، د اسلام او سیاست، اسلام او سیکولرزم، اسلام او منشیات، اسلام او فرقې او داسي نورو کتابونو لیکوال الحاج مولوي مطیع الله عائل صاحب نن د ورپېښي ناروغۍ له امله د ابد له پاره له دې فاني نړۍ څخه وکوچید.
سبا سهار۱۳/ د شوال المکرم /۱۴۴۲ هق د سه شنبې په ورځ موافق ۲۰۲۱/۵/۲۵ دارالهجرت کویټه کي د مشرقي بايې پاس سرکاري هدیره کي پر نهه بجو خاورو ته سپارل کېږي.
انالله وانالیه راجعون
الله تعالی دی جنت الفردوس نصیب کړی او درنی کورنی ته ده بخښونکي رب څخه تسلیت غواړم