افغانستان

هلمند کې د دولتي عسکرو توپچي ډزو ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د دولتي عسکرو په توپچي ډزو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنو ولسي خلکو مرګ ژوبله اووښتې ده.

د لښکرګاه اوسېدونکي شکایت کوي، چې دولتي عسکرو د کمکي اختر له څلورمې ورځې راهیسې د ښار په شاوخوا سیمو کې د تصفیوي عملیاتو په پلمه د خلکو کورونه او کروندې تر «ړندو» هوايي او توپچي بریدونو لاندې نیولي، چې له امله یې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اووښتي او یو شمېر کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوې دي.

د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې دولتي عسکرو د شنبې (۱ غبرګولي) ورځې په سهار د لښکرګاه ښار درېیمې امنیتي حوزې بولان په «وطن» سیمه کې د ملکي خلکو په کورونو د هاوانونو ډزې کړي، چې په ترڅ کې یې د یوې کورنۍ ۲ تنه «شهیدان» شوي او ۳ میرمنې ټپیانې شوې دي.

ددې ترڅنګ وړمه شپه د دولتي عسکرو د بولان اړوند حاجي عبدالرحمن پمپ په ساحه کې د خلکو په کورونو د هاوانونو مرمۍ توغولي، چې له امله یې د یوې میرمنې او ماشوم په ګډون ۲ ملکیان ټپیان شوي او خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اووښتي دي.

باید وویل شي چې دولتي عسکرو په دې وروستیو کې پر ملکي اهدافو او عامه تأسیساتو «ړندو» هوايي او توپچي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ملکي تلفاتو او عامه تأسیساتو د ویجاړۍ کچه د بل هر وخت په پرتله لوړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx