ټولنیزه برخه

علماء او سياست

مولوي نورالحق مظهري

پدې خاطر چې مثبت سياست د اسلامي شريعت جزء دی او په اسلامي تحکيم کې سياست ډېر فعال او لوړ رول لري علماء بايد هيڅ وخت د سياسي ډګر څخه لرې نه وي البته هغه سياست چې شرعاً موږ ورته سياست ويلای سو او د اسلامي اساساتو سره هيڅ په ټکر کې نه وي.

زما په آند کوم څوک چې د عالم په صفت سياسي حلقې ته داخليږي بايد لاندې موارد په نظر کې ونيسي کنه نو د خپل علم سره به د کاذب سياست قرباني سي او ددنيا او آخرت رسوايي به يې په برخه سي:

عالم هيڅ وخت مثبت سياست د اسلام څخه جدا نه بولي.

عالم هيڅ وخت په منفي سياست کي د چا پسې نه ځي.

عالم هيڅ وخت په افواهاتو او شائعاتو باندي خپل سياسي تګلوری نه بدلوي.

عالم هيڅ وخت د سيمي، قوم، وطن، ګوند، ژبي او انډيوالۍ پر بنياد د چا سياسي ملاتړ نکوي.

عالم هيڅ وخت د سياسي موخو لپاره د مسلمانانو د ټولي څخه نه وځي.

عالم هيڅ وخت په پټو سترګو سياسي تحليل او فيصله نه کوي.

عالم هيڅ وخت په سياسي تګلاره کي د درواغجنو رسنيو څخه تقليد نه کوي.

عالم هيڅ وخت په سياسي برخليک کي د رسول الله صلي الله عليه وسلم او صحابه وو طرز العمل نه هېروي.

عالم هيڅ وخت خپل سياسي استقلال له پامه نه غورځوي.

عالم هيڅ وخت مسلمانانو ته د سياسي ويښتابه د درس ورکولو څخه نه ستړی کيږي.

عالم هيڅ وخت په مجهول الهويته سياست کي دخالت نه کوي.

عالم هيڅ وخت د نفسي غوښتنو پر بنياد او لنډمهاله جذباتو پر اساس سياسي قدم نه اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx