افغانستان

د حماس پر پوځي ځواک اعتراف: غربي مسؤولين وايي، د غزې توغنديز ځواک له منځه وړل ناشوني دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): يو شمېر غربي چارواکي او کارپوهان وايي، چې د اسرائيلو او د فلسطين مقاومتي ډلو تر منځ د وروستيو نښتو پر مهال د غزې مقاومتي ډلو د خپلو جوړو شوو توغنديو پر مټ اسرائيلو ته خپل زور وښوده.

رویټرز خبري اژانس د يو شمېر پخوانيو او اوسنيو غربي چارواکو له قوله وايي، «د غزې مقاومتي ډلو خپل ځواک او زور وښوده او ښايي په راتلونکي وخت کې هم تکرار شي.»

رويټرز خبري اژانس د نوم نه څرګندولو په شرط د يوه لوړپوړي اروپايي چارواکي له قوله ليکلي، چې د فلسطين د اسلامي مقاومت «حماس» ډلې په دې جګړه کې داسې ځواک وښوده، چې پخوا يې ساری نه و ليدل شوی، دوی نوي پرمختللي او د لرې واټن وېشتونکي توغندي موندلي او د دې هر څه ګوته ایران ته نيول کيږي.

اسرائيلي يرغلګرو هم د حماس، حرکة الجهاد الاسلامي او نورو مقاومتي ډلو پر پوځي ځواک اعتراف کړی او ويلي يې دي، چې دغو مقاومتي ډلو د ۱۱ ورځو جګړې پر مهال ۴۳۶۰ توغنديز بریدونه کړي دي.

د اسرائيلي رسنيو د معلوماتو له مخې د مقاومتي ډلو ۶۰ تر ۷۰ سلنه توغندي پر لويو ښارونو لګېدلي دي.

کارپوهان په دې باور دي، چې ډېری دغه توغندي د لنډ واټن ويشتونکي او د مقاومتي ډلو له لوري په غزه کې جوړ شوي وو.

د غزې کلا بندي

د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت کې د ترهګرۍ ضد ادارې پخواني مشر ډانييل بنجامين ويلي: «د غزې مقاومتي ډلې دا توغندي په ډېره ساده توګه جوړوي او ډېری وخت يې د اسرائيلي توغنديو له پاتې شونو جوړوي.»

د ډانييل بنجامين په وينا سره له دې، چې اسرائيلو غزه له ډېر وخته کلا بنده کړې، خو په عملي توګه دا ډېره ستونزمنه ده، چې د حماس او نورو جهادي ډلو د توغنديو د جوړولو مخه دې ونيول شي.

رویټرز د ایران د يوې امنيتي سرچينې په حواله ويلي، چې حماس جهادي ډله په غزه کې تر ځمکې لاندې لږ تر لږه د توغنديو جوړولو درې کارخونې لري.

ځانګړې تجربې

بل پلو د حماس جهادي غورځنګ يوه لوړپوړي مشر سامي ابو زهري له رویټرز خبري اژانس سره د خبرو پر مهال ويلي، دوی د توغنديو جوړولو لپاره خپلې ځانګړې تجربې او مهارتونه تر لاسه کړي او په دې اړه د بل چا مرستې ته اړتيا نه لري.

سامي ابو زهري زياته کړې، د غزې د کلا بندۍ د سختولو هېڅ پرېکړه د حماس ځواک نه شي کمزوری کولی.

تر دې وړاندې د حماس جهادي غورځنګ سرمنشي زياد النخاله هم له اسرائيلو سره د جګړې پر مهال ويلي و، چې دوی په ساده توګه له داسې موادو توغندي جوړولی شي، چې په ورځني ژوند کې کارول کيږي.

دی وايي، نړۍ بايد په دې پوه شي، چې فلسطينيان د امريکا د پرمختللې وسلې مقاومت پر هغو توغنديو کوي، چې د اوبو له عادي بمبو جوړ شوي دي.

د حماس مشرانو اسرائيلو ته خبرداری ورکړی، که له اوربند څخه يې سرغړونه وکړه او يا يې هم پر غزه برید وکړ، له داسې ګزارونو سره به مخ شي، چې پخوا يې ساری نه وي لیدل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

دایران او فلسطین تجربه باید دټولو مسلمانو لپاره یو عبرت وی. هغه په تنګو شرایطو کی په خپل ځان متکی سول او داسلام دساتلو لپاره یی دینی او عقلی علمونه استعمال کړل او دخپلی عقیدی او آزادی څخه یی موثره دفاع وکړه.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx