افغانستان

طالبانو په جلریز ولسوالۍ کې ۱۵۰ دولتي عسکر او پولیس خوشې کړي/ انځوریز

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): طالبانو د میدان وردګو لایت په جلریز ولسوالۍ کې نیول شوي ۱۵۰ دولتي عسکر، پولیس او اربکیان د ضمانت له اخیستلو وروسته خوشې کړي دي.

د طالبانو لخوا په آزادو کړل شوو دولتي عسکرو او پولیسو کې د جلریز ولسوالۍ لپاره د کابل ادارې امنیه قومندان مجیب الله امیني او یو شمېر افسران او چارواکي هم شامل دي.

طالبانو ته تسلیم شوی د جلریز ولسوالۍ امنیه قومندان مجیب الله امیني او ورسره عسکر
طالبانو ته تسلیم شوی د جلریز ولسوالۍ امنیه قومندان مجیب الله امیني او ورسره عسکر

په هغه خبر کې چې د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره خپور شوی، څرګنده شوې چې دغو دولتي عسکرو له خوشې کېدو وړاندې ژمنه کړې، چې تردې وروسته به د طالبانو پرضد هیڅ ځای جګړه نه کوي او نه به هم د کابل ادارې په چوکاټ کې کار کوي.

په خبر کې دغه راز ویل شوي چې د خوشې کړل شوو عسکرو هر یو تن طالبانو د لارې د کرایې په موخه پنځه زره(۵۰۰۰) افغانۍ هم ورکړي او خپلو کورونو ته استول شوي، ترڅو ملکي ژوند وکړي.

باید وویل شي چې طالبانو د تیرې پنجشنبې په ورځ سهار وختي د یوې لنډې نښتې پایله کې د میدان وردګو جلریز ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني او ټول اړونده دولتي تأسیسات ونیول او د ولسوالۍ مرکز کلابند د امنیه قومندان په ګډون ۱۵۰ دولتي عسکر او پولیس له خپلو ټولو وسلو او مهماتو سره یوځای ورته تسلیم شول.

جلریز ولسوالۍ کې طالبانو ته تسلیم شوی عسکر چې طالبانو آزاد کړل
جلریز ولسوالۍ کې طالبانو ته تسلیم شوی عسکر چې طالبانو آزاد کړل
جلریز ولسوالۍ کې طالبانو ته تسلیم شوی عسکر چې طالبانو آزاد کړل
جلریز ولسوالۍ کې طالبانو ته تسلیم شوی عسکر چې طالبانو آزاد کړل

هېره دې نه وي چې طالبان هر هغه دولتي عسکر او ته د سر او مال د خوندیتوب ډاډ ورکولو ترڅنګ ۵۰۰۰ افغانۍ د لارې کرایه هم ورکوي، چې وسله پرځمکه کیږدي او طالبانو ته تسلیم شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

ډېر ښه اقدام دی،،

اشرف غني باید ورته اقدام وکړي او بې ګناه زندانیان له شرط او قید پرته ازاد کړي مخکې لدې چې پرې ناوخته شي.

طوطی

دا نو بیا لکه د اتوم بمب یوه غټه ضربه ده د کابل د حکومت پر ضد. د عسکرو د خوشی کولو حربه ډیره مؤثره ده ونسبت دی ته چی هغوی ووژل شی بیا بالخصوص په اوسنیو شرایطو کی. کچیری دا عسکر سړی وی فکر نکوم چی بیا به د جګړې میدان ولاړ شی. داسی نوری ډیری لاری هم شته چی طالبان کوالی شی بدون له جنګه ډیر څه په لاس راوړی هم د جنګ په میدان کی او هم د سیاست په میدان کچیری همداسی د اسلامی فکر او روش کسان یی په راس کی وی. دا کار به… نور لوستل »

غوربندی

طوطی صاحب

په ولا سم سړی یې هسې دې ځان په وچه عقده او ضد وهلی.

محمد صالح

تاسي هم عجبه خلګ یاست والله! هغه په اوس حال کي هم پر سپیڅلو طالبانو بد رد ویلي دي. اخیري جمله یې لکه چي تاسو نه ده لوستلې. طوطي پخوا هم مسلمان وو. اوس هم مسلمان دی خو منافق مسلمان دی او که د دې اقرار بلسان سره تصدیق بالقلب ملګری نه کړي نو د اخیرت په ورځ به دا تش اقرار بلسان هیڅ ګټه ورته ونه کړي. دا اصلاً زوړ خلقی دی چي په هیواد کي د اسلام بریا هیڅ خوند نه ورکوي. تش په خوله کلیمه ویل داسي دي لکه څوک چي تږی وي او اوبه تنها خولې… نور لوستل »

Adam Khan
Looks like Tooti Saib has reverted to Islam.  As the west leaves 
Afghanistan, many Afghans will Inshallah revert to Islam soon.
We love you Tooti Saib. You are truly a TOOTI the way you talk.
kiir

Mr. Adam any one who says to a muslim as non muslim the word go over from him and sit on the the person who cliam it. So please do not do your judgement. Allah is the owner of the judgment and judgment days. Now if Taliban are real american bases are being bulid in the soil from where they get prepared for so call jehad or muslim killing. Now we will see their Jehad against american.

غوربندي

Do agree with your positive & constructive comment.

Mr. Tooti is our Afghan brother, his opposing TLBN might be apparently based on personal or disciplinary problem or false information,

Sharing our thoughts here is not for time pass but for dialogue to help each other understand the truth.

regarding your second concern, TLBN already issued a notice warning the neighbors for giving land or air for use against Afghanistan.

We have to appreciate TLBN stand

Hope for a stable, unite and peaceful Afghanistan

محمد صالح

دا خو تیار کار دی. هغسي هم معلم غنو د افغانستان اقتصاد پرغنمو سپور کړی دی. بیکاري اوج ته رسیدلې ده، کاروبارونه په تاوان کي روان دي. د تګ راتګ لاري بندي دي. په دولتي ادارو کي فساد دی. اداري کارمندان د نامعلوم وخته پوري د خلګو کارونه ورځنډوي. راځئ چي یو وار اربکیان سو د رولا او غنو څخه د یوې میاشتي تنخوا پیشګي د اسلحو، مهماتو او نورو اکمالاتو د غنیمتولو وروسته دا شیان خرڅ کړو. او خالي پوسته و طالبانو ته وسپارو او ۵۰۰۰ افغانئ دوئ پسي راکړي. تقریباً په یوه هفته کي ددولکه یا درې نیم… نور لوستل »

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx