د روژې مبارکه میاشت

د روژې د وروستیو لسو ورځو اړوند لس مبارک احادیث

ټولونکی: عبدالوکیل نیکزاد
ژباړن: دادمحمد ناوک

۱ـ حضرت عایشه رضی الله عنها فرمايي:
کله به چې د روژې مبارکې ورځې وروستۍ لسیزه راورسیده؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به ملا ورته وتړله ـ له بیبیانو به بېل شوـ او تر سهاره به يې عبادت کاوه او کورنۍ به يې هم د خوب لپاره پاڅوله.
(بخاری او مسلم)
۲ـ عبدالله ابن عباس رضی الله عنهما روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
د قدر شپه د روژې په وروستۍ لسیزه «یعنې په نو، اوو یا پنځو پاتې ورځو» کې ولټوئ!
(بخاری)
۳ـ له حضرت عایشې رضی الله عنها څخه روایت دی، فرمايلي يې دي:
له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مې وپوښتل:
که پرې پوی شوم چې د قدر شپه ده، څه ووایم؟
ویې فرمایل:
ووایه: «اللّهُمَّ إنَّکَ عَفُوٌّ تُحِبُّ العَفوَ، فَاعفُ عَنّی»
ژباړه: یا الله! ته لوی بښونکی يې او بښنه دې خوښېږي، نو ما وبښه!
(ترمذی)
۴ـ حضرت انس بن مالک رضی الله عنه فرمايي، یو کال چې روژه رابره شوه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
دا دی هغه میاشت راورسېده، په دې کې داسې شپه ده چې تر زرو میاشتو غوره ده، که څوک ترې پاتې شول نو له ټوله خیره پاتې شول، یواځې هغه به ترې ګټه اخلي، چې ترې پاتې نه شي.
(ابن ماجه و صححه البانی)
۵ـ له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
د رمضان له روژې وروسته د محرم روژه غوره ده او له فرضي لمنځو وروسته غوره لمونځ د شپې دی.
(مسلم)
۶ـ حضرت عایشه رضی الله عنها فرمايي:
رسول الله صلی الله علیه وسلم تر څو چې وفات کېده، د روژې په وروستۍ لسیزه کې به په اعتکاف کښېنوست. وروسته يې د ژوند ملګرې هم معتکفې کېدلې.
(بخاری او مسلم)
۷ـ حضرت ابوهریره رضی الله عنه فرمايي:
رسول الله صلی الله علیه وسلم به په هره روژه کې په اعتکاف کښېنوست مګر د رحلت په کال کې شل ورځې معتکف شو.
(بخاری)
۸ـ حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
هر څوک چې د قدر شپه رڼه کړي ـ په عبادت يې ويښه تېره کړي ـ تېر ټول ګناهونه يې بښل کېږي.
(بخاری او مسلم)
۹ـ مغیره بن شعبه رضی الله عنه فرمايي:
رسول الله صلی الله علیه وسلم به د شپې دومره لمونځ کاوه چې پښې مبارکې به يې وپړسېدې، چې ورته وبه ویل شول چې تاسې دومره تکلیف ولې کوئ، تاسې خو بښل شوي یاست؟
وبه يې فرمایل:
ایا شکر کښونکی بنده ونه اوسم!
(بخاری او مسلم)

۱۰ـ له حضرت ابوسعید او حضرت ابوهریره رضی الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
هرڅوک چې د شپې پورته شي او خپله مېرمن هم پاڅوي او دواړه دوه رکعته تهجد وکړي، الله جل جلاله به يې په هغه نرانو او ښځو کې وشماري چې الله جل جلاله ډېر یادوي.
(ابو داود)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x