افغانستان

کابلوف: تاجکستان او ازبکستان امریکايي ځواکونو ته د اډې جوړولو اجازه نه ورکوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی «ضمیر کابلوف» وايي، تاجکستان او ازبکستان به له افغانستانه وتونکو امریکایي  عسکرو ته په خپلو هیوادونو کې اډه ورنکړي.

سپوتنیک خبري اژانس د کابلوف له خولې لیکلي، چې د افغانستان په ګاونډ کې شته هیوادونه (تاجکستان او ازبکستان) به په خپلو هیوادونو کې امریکایي ځواکونو ته د دېره کېدو اجازه ورنکړي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې «له ازبک او تاجک چارواکو سره زموږ د معلوماتو تبادله ښيي، چې تر دې دمه امریکا  په یادو هیوادونو کې د اډې رسمي غوښتنه نه ده کړې او بله دا چې تاجک او ازبک چارواکو ښودلې چې دا کار ناممکن دی، نو ځکه یې موږ مخالفت نه کوو.»

د کابلوف له قوله، تاجکستان له روسیې سره تړون لري او د اډې د ورکړې پریکړه باید د یاد تړون د غړو هیوادونو له لوري تصویب شي او ازبکستان هم له روسیې سره ستراتيژيکي لري، چې وعده یې کړې، په خپل هیواد کې به د خارجیانو اډې نه پرېږدي.

د کابلوف په خبره، همدا لامل دی، چې روسیه په ازبکستان او تاجکستان کې د امریکایي اډو د جوړېدو په تړاو اندېښنه نه لري.

روسیه داسې مهال په تاجکستان او ازبکستان کې د امریکایي اډو د جوړېدو امکان ردوي، چې له افغانستانه د امریکايي  او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او داسې اندېښنې شته، چې ښايي له افغانستانه تر وتلو وروسته په کوم ګاونډي هیواد کې نظامي اډه جوړه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x