نظــر

په اوسنیو وختونو کې د افغان ځوانانو مسؤلیتونه.!

نوراني “عزام”

اسلامي تاریخ شاهد دی، کله چې د مسلمانانو په رګونو کې د غیرت او مېړانې وینه په جوش وي او ځوان نسل یې له تورې او ټوپک سره مینه او علاقه ولري بیایې د نړۍ هیڅ ځواک مقابل نه شي کولای او په کومو ځوانو نسلونو کې چې د تورې او غزا په ځای د ښو جامو او دنیاوي متاع مینه وي هغه به تل غلام او تر یرغل لاندې ژوند کوي.

په تیرو وختونو کې د ځوانانو سیالي په توره وهلو، اس ځغلولو او غشو ویشتلو کې وې او هغه ځوان به اتل ګڼل کېده چې تر ټولو ښه اس سوار، غشي ويشتونکي او توره وهونکي به وو او هغه ځوان به تر ټولو ټیټ او کمزوری ګڼل کېده چې په اس ځغلولو او توره وهلو کې به تر نورو همزولو پاتې راغلی و.

اوس چې په افغانستان کې د یرغلګرو سره روان جهاد یوې بلې مرحلې ته رسیږي چې د یرغلګرو تر وتلو وروسته د اسلامي نظام په مخ کې د کابل ادارې وجود لوی خنډ دی او باید له منځه یو وړل شي او اسلامي نظام ته لاره هواره شي نو ځوان کهول ته اړتیا ده چې د کابل مزدورې ادارې د له منځه وړلو لپاره هم د تیارسۍ په حال کې و اوسي.

که الله تعالی جل جلاله په سوله ییزه توګه اسلامي نظام ته لار هواره کړه نو دا به ښه زیری او د خوښۍ خبره وي او که په کابل کې واکمنې اجیرې ادارې د اسلامي نظام او راتلونکي ازاد افغانستان په مخکې خنډونه واقع کول او سولې ته یې بهانې لټولې نو بیا خو اړتیا ده چې د پوځي ځواک څخه په استفادې له منځه یووړل شي.

اسلامي نظام د هغو ګمنام شهیدانو وروستۍ هیله ده چې په ګلګون بدن یې تر سختو زخمونو وروسته د زنکدن په حال کې د اسمان په لور غاړه کږول او په سرو وینو لړلي لاسونه به یې لپه کړه او په نازکو او ښکلو سترګو کې به یې اوښکې ډنډ شوې او په عجز به یې وویل:
یاربه! زموږ د نازک وجود او سرو وینو په روی نور په هیواد کې اشغال پای ته ورسوه او یو سوچه اسلامي نظام رامنځته کړه او په همدې دعا کې به یې د شهادت تر کلیمې ویلو وروسته خپل روح خپل حقیقي پالونکي ته وسپاره.

اوس چې اشغال پای ته رسیږي نو اړتیا ده چې د اسلامي نظام تر رامنځته کېدو پورې داسې کلکه مبارزه وکړو لکه څرنګه چې مو د اشغال په ترڅ کې کړې وه، ځکه چې دا دوه لسیزې جهاد مو د یو سپیڅلي ارمان چې د اشغال پای ته رسیدل او اسلامي نظام رامنځته کېدل وو؛ کړی دی او د دې ارمان تر تحقق پورې باید کلکه او نه ستړې کېدونکې مبارزه وکړو.

همداراز د جهاد د بریا لپاره دا هم یو راز دی چې خپل صورت او سیرت  په مسنونه طریقه برابر کړو او هڅه وکړو چې له پوره تقوا او اخلاص سره جهادي چارې مخته یوسو تر څو له یوې خوا مو مبارزه مثمره شي او له بلې خوا مو جهاد د اخرت د بریا لامل شي.

هر مسلمان په دې باور لري چې مسلمان هغه وخت بریالی کېدای شي چې پوره تقوا، اخلاص، سپیڅلی نیت، د مشرانو اطاعت او له ولس سره ښه چلند وکړي او له داسې څه څخه ځان وساتي چې د خدای جل جلاله خوښ نه وي.

دا چې له یوې خوا د فتنو دور دی، هرې خوا ته د فحاشۍ او عریانۍ جالونه غوړيدلي، ساینس او ټیکنالوژي دومره بد اخلاقي او فحاشۍ ته لار هواره کړې چې ځان ورڅخه ساتل ډیر ستونزمن دي او له بلې خوا د یو مسلمان په توګه دنده لرو چې له هر ډول ناوړه اعمالو او اقوالو څخه ځان په کلکه وساتو نو اړتیا ده چې داسې یو مهال ویش ولرو چې له مخې یې ځان په دیني او اصلاحي چارو کې بوخت وساتو او د بیځایه شیانو له کتلو او اورېدلو څخه ډډه وکړو.

دا چې د راتلونکي نسل د روزنې لپاره دا هم مهمه ده چې باید د ځوان کهول په اصلاح سره راتلونکو نسلونو ته وښیو چې په اسلام کې مهمه ده چې د ځان او نورو دوستانو او خواخوږو پوره اصلاح وکړو او دود مو راتلونکو نسلونو ته په شرعي او اسلامي بڼه جوړ پاتې شي.

اوس که خدای مکړه زموږ اوسني ځوانان ځان او ټولنه داسې عیار کړي چې له اسلامي شریعت سره اړخ نه لګوي نو راتلونکي ټول نسلونه به اقتداء ور پسې کوي چې هم به د اوسني او هم به د راتلونکو نسلونو لپاره خورا خطرناکي پایلي ولري
په افغاني ټولنه کې خلک خپل پخواني کلتور او رواج ته تر ټولو لومړيتوب ورکوي او هغه څه کوي چې په مخکنیو خلکو کې دود وي او له هغه څه څخه ځان ساتي چې په تیرو خلکو کې دود نه وو او اوس دود شوي وي.

نو دا چې د راتلونکو نسلونو ښې روزنې او اصلاح ته جدي اړتیا لرو نو باید خپل دود او کلتور له اسلامي او ملي ارزښتونو سره سم جوړ او تر راتلونکو نسلونو پورې په پوره امانت دارۍ سره سالم ورسوو.

ان شاء الله

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

داسلامی فتوحات اوعقلی علوم پسله هغه چه اسلام په عربستان کی خپورسو،اول ځل پاشلی عرب سره متحدسوکم حکومت چه دهغوی پمنځ کی واقع سودقدرت اوکامیابۍ تکیه یی پرقرآنکریم وه ددی مقدس کتاب مرجع دټولواعمالواونیتو داصلاح سبب وګرزیده-څه اخلاکیات ،تاریخی واقعات،اواصطلاحات دعربودپاره تازه اوډیرجالب وو اوصدراسلام پرقرآنکریم تکیه درلوده په همدی سبب خلفاوواوعاموټولوعقیده درلوده چه هیڅ یوکتاب کریمه دویلووړندۍ اوداعقیده دخلفاووپه دورکی دمعاویه ترخلافته قایمه وه او قرآنکریم یی دټولو دینی کتابوناسخ بالۍ اوهم یی اسلام دټولودینوناسخ بالۍ دشرع ټولوپیشوایانوغیرله قرآنکریمه دټولودینی کتابومطالعه ممنوع ګرزولی وه – یوه ورځ محمد(ص)دحضرت عمر(رض) په لاس کی دتورات یوه ورقه ولیده دونه پقهرسوچه دقهرآساریی… نور لوستل »

طاهر ثابت

نورانی سیب لیکنه مو ښه ده خدای دی توفیق درکړی چه داسلام دعمومی ښیګړتیا څخه علاوه دخاصو دینی او اخلاقی موضوعګانو په برخه کی معلومات ورکړی. خدای دی وکړی بیا دخلکو دناپوهی سره سره په ږیرو او لمانځو باندی هغوی ونه ټکوی. اسلام هلته کامل کیدای سی چه په خوله او زړه مسلمان وی. خو متاسفانه زمونږ ملایانو دخولی په اسلام زور اچولی او دزړه اسلام یی هیر کړی. مطلب دا ده چه هغوی مسلمانان داسلام دمنلو لپاره قلبا نه دی اماده کړی. قلبی امادګی هلته راتلای سی چه دهر مخالفت بدی په دوه ډوله و هرمسلمان ته ووایی: اول… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx