
اشرف غني داځل د فاریاب ولایت پر سر له جنرال دوستم سره معامله وکړه
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): وروسته له هغه چې د فاریاب ولایت پر سر د ګلم جم ملیشو د مشر جنرال دوستم او د کابل حکومت مشر اشرف غني ترمنځ د یوې پټې معاملې په اړه راپورونه ورکړل شول، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رسما عبدالمقیم راسخ د فاریاب د سرپرست والي په توګه اعلان کړ.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د فاریاب ولایت مالي او اداري مرستیال عبدالمقیم راسخ یې د خلکو د غوښتنې په اساس او د ستونزو د حل په موخه د نوي سرپرست والي په توګه ټاکلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې کابو یوه میاشت مخکې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز او اشرف غني په منظورۍ د فاریاب پخوانی والي نقیب الله فایق له دندې لرې او پرځای یې محمد داود لغماني د نوي په توګه ټاکل شوی ؤ، کوم کار چې د جنرال دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند او اشرف غني ترمنځ اړیکې لا ترینګلې کړې او د جنبش ګوند پلویانو په فاریاب او تخار ولایتونو کې اعتراضیه لاریونونه پیل کړل.
که څه هم اشرف غني د فاریاب پخوانی والي نقیب الله فایق د مشرانو جرګې انتصابي سناتور وټاکه او هم په یو دولتي مډال ونازوه؛ خو د جنبش ګوند پلویانو اعتراضونه لاپسې سخت شول او له تیرو لسو ورځو راهیسې یې په میمنې ښار کې مسلحو لاریونونو ته مخه کړه، چې له امله یې هلته ټولې دولتي ادارې فلج شوې.
په میمنې ښار کې د ګلم جم ملیشو د مسلحو پاڅونوالو له ویرې یوه اونۍ وړاندې دولتي چارواکو د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار ته څېرمه د شاهین قول اردو په لومړۍ لوا کې د کابل لخوا نومول شوی والي داود لغماني معرفي کړ؛ خو د جنرال دوستم د مسلحو کسانو له ویرې نوموړی یوه ورځ هم د ولایت مقام ته په ننوتلو بریالی نه شو.
له لس ورځني مسلحو اعتراضیه لاریونونو وروسته دادی نن ماښام د کابل ادارې چارواکي مجبور شول چې د فاریاب ولایت لپاره خپل والي داود لغماني بیرته کابل ته راوغواړي او پرځای یې عبدالمقیم راسخ چې د جنرال دوستم له پلویانو څخه دی د سرپرست والي په توګه وګوماري.
باید وویل شي چې اشرف غني تردې وړاندې هم د ګڼو زورواکو په وړاندې له خپلو پرېکړو تیر شوی او هغوی سره یې پټې معاملې کړې دي.
د هغو معامله ګرو په کتار کې د جمعیت اسلامي ګوند مشر او د بلخ پخوانی والي عطاء محمد نور هم راځي چې درې کلونه وړاندې یې له ارګ سره د پټې معاملې په ترڅ کې د بلخ ولایت له مقام څخه استعفا وکړه.
بسم الله الرحمن الرحيم ط اشرف ( رولاغني ) کوم چې معامله ګرې ېې د خسرخيلو ( نصاراو ) څخه په وينه کې ځای نيولی دی او په ناروا معامله سره نه شرميږې ، ترينه نور اميد او توقع نه کيږې ، ولي دا سيکولر ( منافق ) د اصيلو مسلمانانو او افغان ولس په وينو تويولو کې دومره ماهر او سنګدل دی ، چې تاريخ ېې مثال او نمونه نلرې. اشرف ( رولاغنې ) او پلويان دې په دې پوه وې او لکه چې پوه هم دی ، د واک او اقتدار اخيرې شيبې ېې دې ، او هغه… نور لوستل »
ګیلم جم،شورا نظار، حزب وحدت او جمیعت اقلیتي وسلوال اوباشان د پخوا په څیر منظم او پر ځواک پاته دي. دوئ تل د تیر ۲۰ کلن نظام څخه امتیازات وړي دي خو کومه قرباني یې نه ده ورکړې. په کابل حکومت ورګډیدلو دا ګټه هم ورته وکړل چي د اردو په دریشیو کي چي دا ۲۰ کاله د پښتو ځوانان یې وژل، کورونو ته ورننوتل او لوټل به یې نو مخه یې نه نیول کیدل چي د افغان ملي اردو سرتیري دي. هر کله چي یې د نظام څخه ګټي جلا سي بیرته د خپل فاشیسټي او قومي عصبیتي کفري… نور لوستل »
دا معاملګر ملی خائين تنها د بادار امر تابع دی ، دا بی شرمه معاملګری یو ځل نه بلکه مسلسل تکرارشوی دی ، دده لیونتوب چیغو وهل او د لیونی په شان لاسونه اچول یوازی تظاهری اکتونه دی او دده بل غلام انډیوال کرزۍ د غلامی اکتونه په خندا او خوږلت ژبی سره وو ، ددواړو په مینځ کښی هیڅ توپیر ندی موجود !!!!!