نظــر

په هلمند کې رښتیا څه تېر شول ؟- قاري حبیب

لیکوال-قاري حبیب: د روان ۲۰۱۴م کال د جون میاشتې په وروستۍ نیمایي کې نړیوالو او محلي رسنیو په هلمند ولایت کې دطالبانو دسترو همآهنګو بریدونو خبر ورکړ، په هلمند کې دتعرضي عملیاتو دا څپه چې محوري نقطه یي د سنګین ولسوالۍ د څاروان کلا سیمه وه ، دومره خبرسازه وه چې په نړیوالو مطبوعاتوکې په عراق کې د اسلامي دولت له فتوحاتو او پرمختګونو سره مشابه وبلل شوه، د کابل واکمن رژیم او دهغوی بهرني ملاتړي یي سخت وارخطا کړل،تردې چې هڅه یي پیل کړه ترڅو په رسنیزه برخه کې د طالبانو ددې سترو عملیاتو د لاسته راوړنو مطبوعاتي انګازه کنترول کړي، نوځکه یي په متقابلو بي اساسه تبلیغاتو شروع وکړه.

د هلمند وروستي جهادي عملیات چې څومره ستر، بریالي او هدفمند و، په هغه کچه په مطبوعاتوکې تعبیر نه شول،که په یوه جمله کې ووایو ویلی شو چې دغه عملیات د جهاد په تیردیارلس کلن تاریخ کې د سیمو دازادۍ، فتوحاتو ، ددښمن دتلفاتو او غنائمو ترلاسه کولو له اړخه ترټولو بریالي عملیات و چې په پایله کې یي په زرګونو کیلومتره مربع سیمې چې پخوا ددښمن له پوستو ډکې وې تصفیه شوې او د مجاهدینو تر تسلط لاندې راغلې .

داسلامي امارت د رهبري شوری لخوا د خیبرعملیاتو له اعلان وروسته دهلمندپه سطحه دمجاهدینو یو پلان داو ترڅو په سنګین، نوزاد، خانشین او مارجه ولسوالیو کې هغه ولس میشتې سیمې چې تراوسه ددښمن ترتسلط لاندې پاته دي، او بهرنیو یرغلګرو خپلو کورنیو اجیرانو، اربکیانو او عسکرو ته پرې ایښي دي باید ددښمن له شتون څخه تصفیه شي، په دې برخه کې څو مهمې او کلیدي سیمې لکه  دسنګین څاروان کلا، د نوزاد چارکاریز، د مارجې تریخ ناور او خانشین تاغز او خیراباد سیمې په ځانګړې توګه هدف وې،دا ټولې سیمې خورا پراخې ولس میشتې سیمې دي چې هره سیمې په لسګونو کلي او مسکوني سیمې په بر کې نیسي.

څرنګه چې د افغانستان په زیاترو ولایاتو کې دښمن یوازې د ولسوالیو په مرکزي ودانیو واک لري، مجاهدینو غوښتل په دې سیمو کې هم ددښمن سلطه د ولسوالیو ودانیو ته ورټوله کړي او یادې مسکوني سیمې یي په بشپړ ډول له لاسه وباسي، دې سیمو هرې یوې په خپل ځای ځانګړی ستراتیژیک اهمیت درلود، څاروان کلا چې د سنګین  له دریو دوه برخې تشکیلوي په شمالي هلمند کې ترټولو مهمه  نقطه ده چې ګرشک، کجکی  او موسی کلا سره وصلوي،دڅاروان کلا دنیولو لپاره برتانوي او امریکایي یرغلګرو په سلګونو پوځیان قرباني کړل، ګڼ شمیر ټانګونه  او درانه وسائل یي له منځه لاړل او د څو کاله پیوسته جګړو په ترڅ کې په دې وتوانیدل چې دغه د رود او دښت ترمنځ پرته ستراتیژیکه سیمه ونیسي، بهرنیانو د تیښتي په مهال داسیمه اربکیانو او داخلي عسکرو ته  وسپارله ترڅو ددوی د وینو په بیه ګټل شوي سیمه وساتي، سږکال مجاهدینو پخه اراده درلوده چې همدا سیمې او نورې یادې مهمې سیمې بیرته له دښمن څخه ونیسي.

د روان ۲۰۱۴ م کال د جون میاشتې په ۱۹ مه نیټه په سلګونو مجهز مجاهدین د زمیندوار او نورو سیمو لخوا د هلمند له سیند څخه په کښتیو کې پورې وتل، اود ساروان کلا سیمې په ختیځه غاړه د رود اړخ یي ونیو او بیا یي د لویدیځ په خوا په ټولو سیمو کې ددښمن په پوستو بریدونه پیل کړل،ددې سختې جګړې په لومړیو دریو ورځو کې په څاروان کلا کې ددښمن ۲۴ مهمې پوستې فتحه شوې، دښمن د تعرضي پرمختګ په نتیجه کې له سیمې پسې واخیستل، د څاروان کلا کلي او وطن په کاملاتوګه ترې تصفیه شو، او دښمن د لویدیځ په خوا دښتې ته وشړل شو، چیرته چې په عمومي سرک له وړاندې ددښمن پوستې شتون لري.

ددې عملیاتو په لړ کې دساروان کلا سیمه چې اوږدوالی یي ۲۵ کیلومترو ته رسیږي او بهرنیو یرغلګرو یي داشغال لپاره دری کاله سختې جګړې کړې وې مجاهدین وتوانیدل چې په ظرف ددریو ورځو کې یي په بشپړه توګه له دښمن څخه تصفیه کړي ، دغه حالت د هغو امریکایي او برتانوي جنرالانو لپاره واقعا ټکان ورکوونکی و چې ددې سیمې لپاره یي سختې جګړې کړې او لسګونه عسکر یي په کې له لاسه ورکړي و، همدا لامل و چې خارجي اوداخلي دښمنانو له دې حادثې وروسته سخت تبلیغات پیل کړل، که له یوې خوا یي په دروغو دمجاهدینو دمرګ ژوبلو خبرو ته زور ورکړل بله خوا یي په دروغو ادعاء وکړه چې په سنګین کې بهرني په ځانګړي توګه پاکستاني کسان جنګیږي، په داسې حال کې چې په دې جګړو کې هیڅ بهرني کس شتون نه درلود بلکې ټول دهلمند دسنګین ، کجکي او موسی کلا ولسوالیو اوسیدونکي مجاهدین و.

د څاروان کلا د تصفیه کولو په جګړه کې ددښمن مجموعا تر سلو ډیر عسکر او اربکیان ووژل شول، چې تقریبا دټولو مړي دجګړې په میدان پاته و  وروسته  د ۳۵ عسکرو مړي  سره صلیب انتقال کړل، او یو شمیر مجاهدینو قومي خلکو ته وسپارل چې دښمن ته یي وسپاري ځکه دښمن نه شوای کولای خپل مړي انتقال کړي،په همدې اولنیو جګړو کې له دښمن څخه تر سل میله زیاته وسله هم ونیول شوه.

دښمن له دې تلفاتووروسته په څاروان کلا پوځي یرغل وکړ،د کرزي ادارې دپوځ لوی درستیز شیرمحمد کریمي سیمې ته راغی، ورسره یوځای د لشکرګاه لخوا زمیني قوه د عملیاتو په موخه راغله ، دغه راز د څاروان کلا د کنک مانده په سیمه کې کمانډویي داخلي عسکرو له چورلکو پیاده شول او د رودپه بله غاړه د شهزادې په سیمه کې له چورلکو پیاده شول ترڅو له څو خواوو په مجاهدینو بریدونه وکړي، خو مجاهدینو چې دې حالاتو ته بیدار و، کله چې خبرشول ددښمن دعملیاتو سرقومندان شیرمحمد کریمي د سنګین په امنیه قومندانۍ کې اړولي، امنیه قومندانیي د توغندویو او منځني هاوان ترسختو بریدونو لاندې ونیوله، چې له امله یي شیرمحمدکریمي په ډیربد وضعیت کې وتښتیده، په ځمکنۍ قوه یي د سنګین بازار ته نږدې دشکرشیلې او څاروان کلا په مربوطاتو کې په بیلابیلو ځایونو کې تر سختو بریدونو لاندې ونیوله او شوبلې یي به ماینونو والوځولې، هم مهال یي د کنک مانده په سیمه کې پیاده شویو کمانډو عسکرو هم سخت برید وکړ، دکنک مانده په برید کې ددښمن کمانډویي ډله په کامله توګه تارومار شوه، د ۱۶ تنو کمانډویانو مړي د جګړې په سیمه پاته شول، چې مشر یي قومندان علي محمد هم په کې و، له نوموړي سره ځانګړی امریکایي ټوپک، دشپې دلیدلو دوربین او نور  وسائل هم مجاهدینو غنیمت کړل، د شهزادې په سیمه کې چې امریکایان پیاده شوي و د مجاهدینو د پرلپسې بریدونو له امله یي داتوان پیدا نه کړ چې له سیمې وښوري همدلته یي دوه ورځې تیرې کړې او په دریمه ورځ بیرته د هوا له لارې وتښتیدل.

په دې جګړو کې ددښمن ځمکنۍ قوې ته هم سخت تلفات ورسیدل لسګونه شوبلې او پوځي باربري موټر یي له منځه لاړل چې تراوسه پورې ددښمن ۳۰ عرادې پوځي وسایط  اوګڼ شمیر پوځي کاماز موتر  په سیمه کې پراته دی د څاروان کلا په جګړه کې ددښمن د ټولو له منځه تللیو پوځي وسایطو شمیر تر ۱۰۰ هم زیات دی.

د څاروان کلاپه جګړه کې ۱۰ تنه مجاهدین شهیدان او ۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي، په دې جګړه کې چې دښمن سخت ګوزار وخوړ نو یي د غچ اخیستلولپاره دملکي خلکو په وژلو او ویشتلو لاس پورې کړ، دښمن چې له منطقې وایستل شو، د دښت له پوستو څخه یي په مسکوني سیمو د هاوان ړانده بریدونه پیل کړل، او ولسي کورونه یي به سخته بې رحمۍ وویشتل، دغه راز امریکایان چې دشهزادې په سیمه کې پیاده شول په لومړۍ شپه یي د ۴ ښځو په ګډون لس تنه  عام ولسي وګړي په مرمیو وویشتل او شهیدان یي کړل، ددښمن همدې انتقام جویانه  بې رحمانه بریدونه ملکي خلکو ته سخت تلفات ورسول او یوشمیر خلک یي دسیمې پریښودلو ته اړل کړل .

د څاروان کلا په سیمه کې چې مجاهدین کوم اهداف لرل ، د څو ورځنیو جګړو په ترڅ کې په کامله توګه ترلاسه شول، داپراخه سیمه چې دیوې مستقلې ولسوالۍ حیثیت لري کاملا له دښمن څخه پاکه شوه، اوس ددښمن شتون یوازې په دښت کې کجکي ته دغځیدلي سرک په سر په پوستو کې محسوس دی، مګر دښمن نه شي کولای دغه سیمې د ډیر وخت لپاره وساتي.

د څاروان کلا دعملیاتو سره هم مهاله مجاهدینو په نوزاد کې هم عملیات پیل کړلو په نوزاد کې  دچهارکاریز سیمه چې د ولسوالۍ دمرکز په شاوخوا پرته ده یوازیني ددښمن ترواک لاندې  سیمه بلل کیږي چې ګڼ شمیر کلي په کې اباد دي د ۴۰۰ په تعداد مجهز مجاهدین د څاروان کلا له برید یوه ورځ وړاندې دې سیمې ته ورداخل شول، سهار له دښمن سره جنګ پیل شو، په لومړۍ ورځ ددښمن ۸   پوځي موټر له سپرو عسکرو سره له منځه لاړل او یو شمیر  وسلې یي مجاهدینو غنیمت کړې،ورپسې مجاهدینو د سرکاڼو دسیمې مهمه پوسته فتحه کړه چې په جګړه کې ددښمن د ۸تنو عسکرو مړي په میدان پاته شول، مجاهدینو ۱۰ میله وسله،  ۴ موترسایکل غنیمت کړل، په نوزاد کې ددښمن د اکمال لپاره  دښمن له موسی کلا څخه  یوه قوه راروانه کړه چې دمجاهدینو تر سخت برید لاندې راغله ددې قوې هم ۶  پوځي موټر له منځه لاړل او ګڼ عسکر یي ووژل شول، د نوزاد په چهارکاریز سیمه کې څو ورځې جنګ جریان پیدا کړ ترڅو دغه سیمه هم له دښمن څخه تصفیه شوه او په سیمه کې موجودې ددښمن ۶ پوستې له منځه لاړې، دچهارکاریز سیمه همدا اوس دمجاهدین په ولکه کې ده او د دښمن شتون دولسوالۍ مرکز ته  ورټول شوی دی .

په مارجه او خانشین کې هم چې مجاهدینو دڅاروان کلا او نوزاد له عملیاتو سره هم مهال کوم بریدونه پیل کړي و ټاکل شوي اهداف یي ترلاسه کړل، د مارجې د تریخ ناور په سیمه کې پراخې سیمې له دښمن څخه تصفیه  او مجاهدینو ډیر غنائم ونیول، په خانشین کې د تاغز بازار او خیراباد علاقې  چې پخوا په کې دعسکرو او اربکیانو ګڼې پوستې مکملې دمجاهدینو ترتسلط لاندې راغلې، دخانشین په ټوله جګړه کې ۵ تنه مجاهدین په شهادت رسیدلي په داسې حال کې چې ددښمن تلفات تر لسګونو رسیږي، همدلته په یوه جګړه کې ۳  تنه مجاهدین شهیدان شول، خو دښمن داپیښه دومره ستره تعبیر کړه، چې دمجاهدینو تلفات یي تر ۴۰ زیات وښودل او حتی بي بي سي ولیکل چې د خانشین جګړه چې تر څاروان کلا سخته وه په لسګونو طالبان په کې وژل شوي، خو دا هرڅه دروغ و، په خانشین کې په ټولو جګړو کې یوازې پنځه تنه مجاهدین شهیدان شوي او هدف شوې سیمې فتحه شوي دي .
د یادو فتوحاتوسربیره  په تیره میاشت کې په هلمند کې مجاهدین دوه نور هم خورا بریالي عملیات ترسره کړل، د څاروان کلا د جګړې د اوج په مهال مجاهدینو په دې خاطر چې دښمن څو ځایه مصروف او سربداله کړي، په کجکي او ګرشک کې یي هم په دښمن ستر بریدونه پیل کړل، دکجکې په  جګړه کې مجاهدینو د بریښنا تربندلاندې د کجکي په اصلي سیمه کې ددښمن په پوستو عملیات وکړل چې په نتیجه کي یي ددشمن ۳ پوستې فتحه او ۲۳ تنه عسکر یي ووژل شول، په وژل شویو کې ددښمن یو ستر قومندان هم و، په ګرشک ولسوالۍ کې دده ادم خان سیمه دښمن دخپل قوت ترټولو مهمه نقطه بلله ، په همدې سیمه کې یي تیرکال د ولسي پاڅون ادعاء هم کړې وه،دغه راز ده ادم خان ته مخامخ د هلمند رود په بله غاړه د میرمنداو  او زمبیلي سیمې چې سترې ګڼ میشتې سیمې دي، په ګرشک کې مهمې سیمې بلل کیږي، داسیمې چې پخوا کلي په کلي د برتانوي او امریکایي عسکرو قرارګاوې په کې وې، خارجیانو یي دنیولو لپاره  خورا ډیرې خوارۍ کړې وې، په همدې سیمو کې د مجاهدینو او دښمن ترمابین له تیروڅلورو کلونو راهیسې جنګي کرښه وه چې دا څوکاله په خپل ځای وه، خو دوروستیو عملیاتو په ترڅ کې مجاهدینو دغه دری واړه سیمې ددښمن له شتون څخه تصفیه کړې، ددښمن خط مات شو او اربکیان او عسکر یي ټول د ګرشک دمرکز په خوا وتښتیدل.

دغه بریا له دې امله مهمه بلل کیږي چې په ګرشک کې همدا ددښمن دقوت نقطه وه، چې له منځه لاړه.

لیکوال: قاري حبیب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x