نړۍ

سندي توکمپال: د وزيرستان مهاجرين دې سند ته نه ورځي

نن ټکی اسيا(يکشنبه، چنګاښ ۲۹مه، ۱۳۹۳): د پاکستان سند ايالت کې سندي توکمپالان وايي، چې د پوځي عملياتو له امله د وزيرستان بې کوره شوي خلک دې سند ايالت ته نه ورځي؛ ځکه چې دې سره د سند ايالت امنيت ته ګواښ پيښيږي.

د سند توکمپالانو نن په يوه خبري غونډه کې اعلان وکړ، چې د وزيرستاني کډوالو د راتګ په غبرګون کې به د روانې جولايي مياشت په ۲۲ نيټه ټول سند کې سرتاسري لاريونونه کيږي.

د سند يونايټيډ ګوند مشر شاه محمد جلال وايي، چې سند ايالت کې د وزيرستان د کډوالو لپاره هيڅ امنيتي تدابير نه دي نيول شوي، له همدې امله د وزيرستانيانو ورتګ د سند امنيت ته ګواښ پيښولای شي.

د شاه محمد جلال په مشرۍ د سند توکمپاله ګوند اعلان وکړ، چې د پاکستان د اساسي قانون هغه ماده هم بايد لغوه شي، چې يو پاکستاني ته ټول هېواد کې د ګرځيدو اجازه ورکوي.

نوموړی ګوند وايي، چې شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو بشپړ ملاتړ کوي، مګر د وزيرستان بې ځايه شويو کډوالو ته دا اجازه نشي ورکولای، چې سند ته ورشي.

نوموړي ګوند د پاکستان لومړي وزير ميانواز شريف او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مؤسسې (UNHCR) ته په دې اړه يو ليک لېږلی، چې سند ته بايد هيڅ وزيرستانی بې کوره شوی کډوال ورنشي او ټول وزيرستاني بايد خيبر پښتونخوا ايالت کې ځای پر ځای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x