د سولې څارځانګړي راپورونه

له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل؛ هند بايد د اندېښنو پر ځای خپله تګلاره بدله کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): له نږدې دوو لسيزو خونړيو جګړو، سترو مالي او ځاني زيانونو وروسته امريکا د افغانستان جګړې د پای ته رسولو هوډ وکړ او له طالبانو سره يې مخامخ مذاکرات پيل کړل، چې له څو پړاوو خبرو وروسته د تېر ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه په دوحه کې امريکا او طالبانو د روانې جګړې د پای ته رسولو او ټولو بهرنيو پوځيانو د ويستلو تړون وکړ.

د امريکا نوي ولسمشر جو بايډن د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ادارې او طالبانو تر منځ شوی تړون تاييد کړی او ويلي يې دي، چې د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي.

د سيمې ټول مهم هېوادونه، چين، روسيه، ایران او پاکستان له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو هرکلی او ملاتړ کوي، خو په سيمه کې هند يوازينی هېواد دی، چې د امريکايي او ناټو ځواکونو په وتلو وخت پر وخت اندېښنې ښکاره کوي او فکر کوي، که طالبان پر افغانستان واکمن شي، د پاکستان رول به زيات او د هند د فعاليتونو مخه به ونيول شي.

هند په سيمه کې د پاکستان او چين رقيب دی او د دواړو پر وړاندې د امريکا او اسرائيلو ملاتړ له ځان سره لري.

هند اندېښنه لري، که امريکايي او ناټو ځواکونه له افغانستانه ووځي، طالبان به هلته واکمن شي، د هند مخالفې ډلې به هلته اغېز پيدا کړي، خو تر دې هم زياته اندېښنه دېته لري، چې پاکستان او چين به په افغانستان کې خپل اغېز او فعاليت زيات کړي، چې دا کار هند لپاره د منلو وړ نه دی.

 

هند له تېرې اوږدې مودې راهيسې د افغانستان سولې بهير په اړه خپل شکونه او اندېښنې ښکاره کوي، خو د دې هر څه سربېره يې د افغانستان سولې په اړه د دوحې، جنیوا او دوشنبې په وروستيو ناستو کې ګډون کړی دی.

هند په ښکاره د کابل حکومت ملاتړ کوي او وايي، چې د بهرنيو پوځيانو له وتلو وروسته به هم له کابل حکومت سره هر ډول مرستو ته دوام ورکړي.

د افغان چارو څارونکی هندي کارپوه اويناش پالييوال وايي، هند فکر کوي، که بهرنيان له افغانستانه ووځي، د طالبانو واک او ځواک به زيات شي او دې سره په افغانستان کې د هند د فعاليتونو مخه نيول کيږي او د پاکستان د اغېز لپاره زمينه برابريږي.

د امريکا د مخکيني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د ملي امنيت شورا غړې ليزا کرټس وايي، هند په دې اندېښمن دی، که بهرني پوځيان له افغانستانه ووځي، طالبان به پر افغانستان خپلې منګولې ټينګې کړي.

د هند لوی درستیز  جنرال بپن راوت ويلي، که امريکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي، د نويمو کلونو وضعيت بيا رامنځته کېدای شي او ښايي ډېری نړيوالې وسله‌والې ډلې افغانستان ته مخه کړي او ښايي هلته يو ځل بيا کورنۍ جګړه رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په خپلو تکراري څرګندونو او اعلاميو کې د سيمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړی، چې د دوی مبارزه يوازې د خپل هېواد د ازادۍ او اسلامي نظام لپاره ده او له خپل هېواده بهر د هېچا لپاره ګواښ نه دي.

طالبانو له امريکا سره هم په لاسليک شوي تړون کې ويلي، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ بهرني هېواد پر خلاف نه کارول کيږي.

د کارپوهانو په اند هند د افغانستان وضعيت په اړه تر يوه بریده يې په خپل دريځ کې بدلون راوستی، خو لا هم نه غواړي، له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

هند د مسکو وروستۍ غونډې ته يو غیر دولتي پلاوی لېږلی و، همدارنګه د هند د بهرنيو چارو وزير اېس کې جې شنکر تېر کال د دوحې په کنفرانس کې هم ګډون کړی او ښايي ځينې نور ډيپلوماټيک فعاليتونه يې هم کړي وي.

دا د دې ښکارندويي کوي، چې هند د پخوا په پرتله خپل دريځ کې بدلون راوستی دی.

د چين او پاکستان رول

هند اندېښنه لري، که طالبان پر افغانستان واکمن شي، د پاکستان اغېز به زيات شي او پاکستان له دغه وضعیته د هند پر خلاف ګټه پورته کړي او هلته به هند دښمنه کړۍ فعاليتونه پيل کړي.

خو د چارو کارپوهان په دې باور دي، چې يوه لور ته طالبان هغه پخوانی فکر نه لري، ډېر بدلون په کې راغلی، له حالاتو او تېروتنو يې عبرت اخيستی او په ښکاره وايي، چې د سيمې او نړۍ هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دي او له ټولو ګاونډيانو سره ښې اړيکې غواړي.

بل پلو پاکستان هم له خپلو پخوانيو تېروتنو عبرت اخيستی او پوهيږي، چې افغانان د بل چا مداخله نه مني.

د دې سربېره پاکستان له سخت اقتصادي حالت سره مخ دی، په ډېره سخته خپلې چارې پر مخ بيايي او نه غواړي، چې په افغانستان کې داسې ترينګلی حالت رامنځته شي، چې بوج او اغېز يې پر پاکستان هم وشي.

د اين پنډتا په نوم هندي کارپوه وايي، د پاکستان مشرتابه اوس دومره پوهيږي، چې افغانستان کې بايد جنجالي وضعيت او بحران رامنځته نه شي.

له همدې امله پاکستان وخت پر وخت وايي، د بهرنيو ځواکونو وتل بايد په مسؤولانه ډول تر سره شي.

خو د چين له اغېز او فعاليت څخه سترګې نه شي پټېدای. د چين له لوري ستره اقتصادي پروژه «پټۍ او سړک» تر افغانستانه هم غزېدای شي او چين غواړي، چې د دې پروژې د بريا لپاره هلته جګړه نه وي او بهرني پوځيان له افغانستانه ووځي.

تر دې وړاندې هندي جنرال بپن راوت ويلي، چې افغانستان د هغو هېوادونو له لوري له ګواښ سره مخ دی، چې د افغانستان طبعي زېرمې د خپلو ګټو لپاره کارول غواړي او ښکاره خبره ده، چې چين غواړي د افغانستان د ملياردونو ډالرو پر طبعي زېرمو پانګونه وکړي.

د ايلکس فلپ په نوم د چارو کارپوه وايي، د چين او پاکستان د ملګرتيا له امله هند اندېښمن دی او فکر کوي، چې پاکستان به په دې اړه د چين مرسته وکړي.

د ځمکنيو حقايقو په رڼا کې د عملي سياست پيلولو اړتيا

هند له تېرو شلو کلونو راهيسې له کابل حکومت سره د شاوخوا دوو ميلياردو ډالرو مرستې کړي او په سيمه کې د کابل حکومت يوازینی متحد هېواد دی، چې د کابل ادارې په څېر د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره مخالفت ښيي.

هند د پارلمان ودانۍ، يوه روغتون او ښوونيزه اداره جوړه کړې او له کابل حکومت سره ښې اړيکې لري، خو روانه تګلاره يې له ځمکنيو حقايقو سره په ټکر کې ښکاري.

د کارپوهانو په وينا هند بايد د طالبانو سربېره د افغانستان د روان سياسي وضعيت له ټولو ګډونوالو سره يې د باور فضا په رامنځته کولو په موخه اړيکې جوړې کړي.

ديو دت اربندو مهاپترا هندي کارپوه وايي، نوی ډيلی بايد داسې تګلاره جوړه کړي، چې له مخې يې له طالب مشرانو سره مخامخ خبرو اترو ته زمينه برابره شي.

د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نوي ډيلي ته د خپلو سفرونو پر مهال هندي چارواکو ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان سولې په اړه يې ګټې له خطر سره نه مخ کيږي او غوښتنه يې کړې وه، چې نوی ډيلی بايد د افغانستان قضيې په اړه له طالبانو سره مخامخ اړيکه ونیسي، تر څو د شته اندېښنو ځواب تر لاسه کړی شي.

زلمی خليلزاد د هند د بهرنيو چارو وزير اې کې جې شنکر سره پر افغان سولې خبرې کوي

د کابل حکومت د پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم تېر کال هند ته د خپل سفر پر مهال هندي چارواکو ته ويلي و، که دوی له طالبانو سره مخامخ اړيکه نيسي، نو افغان حکومت يې مخالفت نه کوي.

د مهاپترا په وينا د افغانستان په اړه د خپل ډاډ او له شته وضعيته د ګټې اخيستو لپاره بايد هند د خپل اقتصادي او پوځي غلبې سربېره خپل نرم دريځ څخه هم کار واخلي، له ډيپلوماټيکو لارو ګټه پورته کړي او له طالبانو سره مخامخ اړيکه ونيسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx