نړۍ

حماس ۲۹ اسراييلي عسکر وژلي

نن ټکی اسيا(يکشنبه، چنګاښ ۲۹مه، ۱۳۹۳): د حماس پوځي څانګې “القسام” اعلان کړی، چې نن يکشنبه سهار وختي يې د غزې تفاح نومې کلي کې د يو کمين په ترڅ کې ۱۴ اسراييلي عسکر وژلي دي.

القسام د يو بل خبر له مخې تاييد کړې، چې پرون شنبه يې د يو بل کمين په ترڅ کې پنځلس اسراييلي عسکر وژلي او ګڼ نور يې ژوبل کړي وو.
د اسراييلو دفاع وزارت نن سهار د خپلو دوو عسکرو وژل تاييد کړل.

دا په داسې حال کې، چې پرون شبنه هم د اسراييلو دفاع وزارت د خپلو دوو نورو عسکرو وژل منلي وو.

د اسراييلو دفاع وزارت اعلان کړی، چې پر غزه خپلو ځکمنيو عملياتو ته دوام ورکوي.

د اسراييلي دفاع وزارت ارکان حرب بيني ګانټس وايي، چې اسراييل به تر خپل وسه کوښښ کوي، چې د حماس ځواک کمزوری او اسراييل خوندي کړي.
توغنديز بريدونه.

په داسې حال کې، چې اسراييلي عسکر پر غزه د ځکمنيو عملياتو د پراختيا خبره کوي؛ د حماس پوځي څانګې القسام پر اسراييلي خاوره ګڼ توغنديز بريدونه کړي دي.

د الجزيرې تلويزوني شبکې خبرياله جيفاره البدري وايي، چې د حماس توغندي د اسراييلو پر ګڼو ښارونو او کليو لګيدلي او خلکو کې يې سخته وېره او ترهه خپره کړې ده.

د اسراييلو دفاع وزارت وايي، چې د دوو اونيو په ترڅ کې حماس لږ تر لږه ۱۵۰۰ توغندي پر اسراييلو ورولي دي.

اسراييل وايي، چې حماس دا ډول لس زره توغندي لري، چې هر وخت يې وغواړي پر اسراييلو يې توغولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
vesal

ما شا الله بارک الله عاسکر دلیر و شجاع فلسطین که به مزدور های وحشی اسراییلی و صهیونیستی جواب های دندان شکن دادن و ما مسلمانها برای تمام مسلمانان فلسطین این پیروزی و انتقام را از صیمم قلب تبریک میګویم و همچنان در انتظار پیروزی های بعدی بیسیار بزر ګ مردم مسلمان فلسطین هستم .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x