روغتیا

خوبولي ولې پرنجی نه کوي؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): پرنجی انسان ته په طبیعي او اتوماتیک ډول پېښیږي، چې د راتلو پرمهال یې کنترول نږدې ناشونې وي، خو سر ته رسول یې بدن ته ګټه رسوي.

پرنجی ډیر زورور وي، که د کولو پروخت انسان پوزه او خوله بنده کړي، تنفس د بهر پر ځای بدن ته داخلیږي، او په پوزه، ستوني، غوږونو او ماغزو سخت فشار راوړي چې د ستوني څیري کولو او آن مرګونې هم ثابتیدلی شي.

د غوږ او ستوني ډاکټرانو په وینا کله چې انسان پرنجی کوي، ددې هوا په ۱۵۰ میله سرعت کې له خولې وځي چې د بندولو په صورت کې نورې ډېر ستونزې رامنځته کوي.

روغتیا پوهان وایي، پرنجی د باکتریاو په توګه له بدن څخه وځي، خو که د بندېدو کوښښ یې وشي دغه باکتریا یا مکروب د بدن په ځانګړو برخو کې خپریږي، چې په ډیرېدو سره د یو شمېر ستونزو لامل کیږي.

د ډاکټرانو په وینا د احتیاط لپاره پکار ده چې د پرنجي کولو پرمهال مو شاوخوا څوک نه وي او یا مو پزه او خوله پر دسمال یا ټیشو پټه کړې وي چې د مکروب خپرېدو مخه ونېول شي.

خو کله مو درک کړې چې انسان ولې د خوب پرمهال نه پرنجیږي؟

کارپوهان وایي، کله چې یو انسان پر بشپړ خوب بېده وي ناشونې ده چې پرنجی وکړي، ځکه چې پرنجی کول په پزه کې د موجودو ویښتانو په څېر رګونو او د عصبي حجرو د تصادم په پایله کې د یو انعکاس ورکولو عکس العمل دی چې دماغ یې حس کوي، او ستوني او سینې ته امر کوي چې د پرنجي له لارې يې لرې کړي.

د پزې نس د خوب پرمهال ارام ترلاسه کوي، نو د مغزو او هغو عصبي حجرو چې د پزې په نس کې شتون لري، ترمنځ اړیکه پرې کیږي، په پایله کې خوبولی کس که پر زکام هم اخته وي پرنجي ته اړتیا نه مومي.

کله چې انسان په شا، معده، په اړخ او یا د خوب پنځمې مرحلې ته د رسېدو پرمهال پروت وي، بدن په پزه کې د موسکوی پر نس فشار راوړي، دغه حالت پرنجي کول د انسان لپاره نږدې ناممکن کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx