نړۍ

هندوستان دپاکستان مخالف افغانستان په لټه کی دي

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۶) واشنګټن: دپاکستان پخوانی صدر پرویزمشرف په واشنګټن کی دیوي خبري ناستي پروخت له خبریالانوسره دخبرو پروخت وویل، هندوستان ددي لپاره چي پرسویلي اسیا باندی سیاسي اواقتصادی ولکه ولري غواړي په افغانستان کی  دداسي یوی اداري مرسته اوکمک وکړي چي له پاکستان سره دښمني ولري.

نوموړي زیاته کړه افغانستان وهندوستان ته عسکر، دڅارګري اداری کاروکونکي اونور اداري پرسونل لیږي، مشرف وایی دغو افغانانو ته په هندوستان کي دزکړو پرمهال پاکستان ضد اومخالف ذهنیت ورکول کیږی، چی بیا وروسته دپاکستان په خلاف استعمالیږي، نوموړی وویل هندوستان باید له دارنګه کړنو څخه ډډه وکړي اوامریکا دي په دي اړه دپاکستان اندیښنه په نظرکی ونیسي.

مشرف داتلانتیک مطبوعاتي دفترله لوری راغوښتل شوی غونډي ته وویل په افغانستان کی دهندوستان اوپاکستان ترمنځ یو ډول پروکسی جنګ روان دي، نوموړي زیاته کړه هندوستان کوښښ کوی چي یو ډول پاکستان مخالف افغانستان رامنځ ته کړی، دا دهندوستان هیله او ارزوده چي په څه ډول سره پاکستان په سیاسي اقتصادي اواجتماعي ډګرکی یواځی اوکمزوري کړي، ترڅو وکولای شي بغیرله کومي مخامخ شخړي اوجنګ څخه پاکستان ترخپل اثرلاندي راولي.

نومړی زیاته کړه هندوستان غواړي په سیمه کی بی له دی چی کوم سیال اودښمن سره مخامخ جګړه وکړي، نوري سیاسي، ټولنیزي اواقتصادي لاري چاري په کارواچوي ترڅو دسیمي پرهیوادونو باندي لاس لوړی شي.

مشرف وړاندی وویل داڅرګنده ده چي هندوستان به هیڅ کله له پاکستان سره عسکري جنګ ونکړی بلکه بهرني سیاسي او اقتصادي لاری چاري    یی  په کاراچولي دي چی پاکستان کمزوري اوترلاس لاندی راولي.

نوموړی زیاته کړه زه پوهیږم چي څرنګه یوهیواد کولای شي دبهرنی سیاست په واسطه سره بل هیواد کنټرول اوتراثرلاندی راولي، مشرف وویل کله چی زه په واک  کی وم شخصا ما دافغانستان حکومت ته بلنه ورکړه چی هیواد یی دی ته چمتو دي ترڅو افغاني عسکرو او اداري پرسونلو ته تربیه ورکړي، خودافغانستان له لوري یوعسکر هم پاکستان ته دزدکړو لپاره نه روالیږل شو، او اوس زه وینم په سلګونو افغاني عکسر، ډیپلوماټان، اداري پرسونل اودڅارګري اداري کارکونکی وهندوستان دزدکړو لپاره ځی، چی هلته دغو ټولو کسانو ته پاکستان مخالف ذهنیت ورکول کیږي، کوم چی پاکستان یی له سختی اندیښني سره مخ کړی اوپاکستان په دی اړه زیات تحفظات لري.

مشرف وایی هندوستان باید له دارنګه کړنو څخه لاس پرسرشي، اوپه تیره بیا امریکا باید په دي اړه دپاکستان اندیښنو ته پام لرنه وکړي، نوموړي زیاته کړه داسي مالومیږي لکه چي امریکي په دي اړه دپاکستان اندیښنی له پامه غوځولی دي.

مشرف له هغه څخه وروسته چي دافغانستان اولسمشر حامد کرزي له هندوستان سره ځیني ستراتیجیک تړونونه لاسلیک کړل سمدستی دغه څرګندونی وکړي، په دی وروستیو کی دافغانستان اولسمشر حامد کرزي له هندوستان سره ستراتجیک تړونونه لاسلیک کړل.

شنونکی وایی هندوستان په سیمه کي لومړي هیواد دی چي افغانستان ورسره دارنګه تړونونه لاسلیکوي، ویل کیږي ددغو تړونونه په لاسلیکولو سره به دهندوستان اوافغانستان ترمنځ دوستانه اړیکی نوري هم ټینګی شي.

خوله بله لوری بیا دافغانستان نژدی ګاونډي هیواد پاکستان چی له افغانستان سره قومی ژبنیز اومذهبي نژدیوالي هم لري غواړي دخپل ازلي دښمن هندوستان په مقابل کی دغه هیواد ځان ته رانژدی کړی، اوهمیشه یی داکوښښ وی چي په افغانستان کی یوه داسي اداره رامنځ ته شي چی له پاکستان سره نژدی او دوستانه اړیکی ولي.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x