ټولنیزه برخه

مېرمنو سره ښه ژوند کوئ

حامد افغان

او تاسو خپلو مېرمنو سره په ښه طریقه ژوند کوئ. وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ. {النساء: 19}، علامة الجصاص الحنفي رحمه الله د دې ایت په تفسیر کې لیکي: الله  مېړونو ته امر کوي چې خپلو ښځو سره په ښه طریقه ژوند کوئ، ښه طریقه دا ده چې مهر به يې پوره ورکوي، په ښه طریقه به خوراک څښاک او نوبت ورکوي، په سپکو خبرو به یې نه زوروي، بې اهتمامه به یې نه پریږدي، بې ګناه به تروش او ګونڅي مخ نه ورته نیسي. أحكام القرآن للجصاص 3/47.

د مېرمنو د ځانګړو ناروغیو ماهرین وایي:  د مېرمنو د میاشتني عادت پر مهال د هغوی نبض سستې کوي ، د حرارت درجه یې ټيټيږي ، پیشار یې هم کمیږي ، د ځینې بدني عوارضو له امله یې کله په تنفس کې هم ستونزې رامنځته کیږي او هضم یې هم بېخونده کیږي ، په بدن کې یې سستي راځي. سرخوږی او د اعصابو کمزوري ورته پیدا کیږي.

ځکه شریعت د دې عادت پر مهال د اسلام له پنځو بناوو څخه درۍ هغه ورته بښلې دي! یعني لمونځ ، روژه او حج. نو شریعت له مېرمنو نه د میاشتني عادت پر مهال %75 احکام او د مېړه ځیني حقوق ساقط کړي دي! بناءً ښاغلي نارینه باید سوچ و فکر وکړي چې دوی په دې وخت کې خپلو مېرمنو سره څومره اتیات او د هغو څومره رعایت کوي؟!

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

په ګوتو مو برکت شه حامد صاحب له ښخې سره د مېړه د ناوړه روښ او خشونت تر شا خامخا د بلې ښځې (بنې، ایندرو، خواښې) لاس وي. ستاسو دغه ګټوره لیکنه له یو داسې خاوند سره شریکول غواړم چې د یوې مېرمنې په ساحرانه دام/طلسم کې راګیر او له ټول ښه سړیتوب سره سره د بلې مېرمنې سره ناموجه ناوړه، غیر انساني، غیر اسلامي او توپیري چلند او فزیکي خشونت کوي. زولبرګ زوی مړي مکارو میرمنو ته د واتساپ په نوم داسې اپلیکیشن جوړ کړی چې پخوا به یې له یو نارینه څخه خر جوړاوه خو نن سبا د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx