افغانستان

کندوز او بغلان کې ۵۰ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی  اسیا (سه شنبه، ۴ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): طالبان وايي، په کندوز او بغلان ولایتونو کې ۵۰ دولتي عسکر او پولیس ورته تسلیم شوي دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر له مخې په تیرو څو ورځو کې د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې ۲۹ تنه دولتي عسکر، پولیس او اربکیان تسلیم شوي، په داسې حال کې چې بیا د بغلان په مرکزي بغلان، پلخمري او خنجان ولسوالیو کې ۲۱ دولتي عسکر او  دولتي منسوبین ورته تسلیم شوي او د طالبانو لخوا ورته امن کارتونه وکړل شوي او ملکي ژوند ته سوق کړل شوي.

د افغانستان لپاره د امریکا د بیا رغاونې د څار ادارې(سیګار) ادارې د یو راپور له مخې د کابل حکومت د عسکرو او پولیسو له لیکو څخه هره میاشت د څلورو زرو او پنځو زرو ترمنځ عسکر او پولیس تېښته کوي، چې له دې ډلې یې یو شمېر طالبانو ته رسما تسلیمیږي او ګڼ نور بیا خپلو کورونو ته پټ ستنیږي او ملکي ژوند ته مخه کوي؛ خو ډیر کم شمېر بیا ګاوندي هېواد ایران ته د مزدورۍ په پلمه تېښته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x