روغتیا

د کرونا وبا پرمهال ماشومانو کې د سترګو ناروغي (مایوپیا) کچه لوړه شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د کرونا وبا خپرېدو پرمهال په ماشومانو کې د سترګو ستونزو یا نظر کمېدو کچه لوړه شوې، چې لامل یې په کور کې د بریښنایي وسایلو ډیر کارول دي، او دا هغه څه دي چې په راتلونکې کې احتمالي پيچلتیاوې لري او ممکن د ژوند په وروستیو کې د ماشومانو د ړندېدو لامل شي.

د نظر پرلپسې کمېدو (کومې ته چې په طبي اصطلاج Myopia یا Nearsightedness ویل کیږي) د کچې په اړه ترسره شوې ساینسي څیړنې وایي، ددې کچې زیاتوالی د نورو عواملو ترڅنګ ډیرې هغې مودې پورې هم اړه لري چې ماشومانو په کورونو کې د بریښنایي توکو په کارولو تیره کړې ده.

د عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې د کلیولاند کلینیک د ماشومانو د عصري ناروغۍ سلاکار ډاکټر عارف خان وایي، «د مایوپیا قضیې له تېرې اوږدې مودې راهیسې وده کوي، خو په ۲۰۲۰م کال کې دغه وضعیت لا زیات خراب شوی، چیرته چې ماشومان په کورونو کې تر ډیره پاتې شوي او د بریښنایي توکو لکه موبایل، کمپیوتر، لیپتاپ، تابلیت او داسې نور یې په پراخه کچه کارولي، دا ستونزه کرونا وبا ته راجع کیږي، خو که چیرې په سمه توکه درملنه ترسره نشي ډیر جدي او څو چنده عواقب به ولري».

مایوپیا په نړۍ کې د سترګو زیاته خپره شوې ناروغي ګرځېدلې، ددې ناروغۍ پرمهال د ناروغ سترګې رنګ بدلوي، او دومره اوږد شي چې د لید تمرکز کولو توان له لاسه ورکړي، په پایله کې ماشوم په متوسط او اوږد واټن کې په روښانه توګه لید نشي کولی.

که چیرې په مایوپیا ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنه ونشي نو جدي پایلې به ولري، ددوی د سترګو وضعیت به ورو ورو خراب، او د دوی علمي لاسته راوړنو او د ژوند پر کیفیت به منفي اغیز وکړي، ددې سربېره به په دوی کې د سترګو ژیړوالي ناروغي (ګلوکوما) زیاته شي، چې د سترګو ړندېدو لامل کیږي.

ددې برخې لپاره د ابوظبي کلیولاند کلینیک د عصري ناروغۍ ډاکټرې کریستن داکیو وایي، «زموږ هدف دادی چې ماشومان له دې ناروغۍ وژغورو او یا هم د اخته کسانو شمېر وده کمه کړو، دا په پایله کې د ماشومانو د اخته کېدو خطر په پراخه کچه راکموي کوم چې په راتلونکي وخت کې ددوی د سترګو لپاره خطر دی».

ډاکټرې داکیو یادونه کړې چې د لومړۍ درجې درملنې لپاره ځانګړي چکک کارول کیږي، ددې سربېره د څو اړخیز لید شیشې (چشمې) او تماس لینزونه هم شتون لري، چې باید د اړتیا پرمهال په اختیاري ډول وکارول شي.

د سترګو ډاکټران زیاتره وخت ټولو ماشومانو ته سپارښتنه کوي تر څو په څلور کلنۍ کې د سترګو ابتدایي معاینه ترسره کړي، دغه معاینه به د ستونزو لاملونو په ډاګه کېدلو او د ستونزو حل ممکنه لار ومومي، تر څو کوچنی له ړندېدو وژغورل شي کوم چې په ماشومتوب کې قوي امکان لري، ځکه دغه مهال د سترګو لید د پراختیا او پرمختګ په حال کې وي او درملنه یې اسانه وي.

که چیرې والدین شک لري چې ماشوم یې د سترګو ستونزه لري، که په هر عمر کې وي باید ژر تر ژره یې په نږدې وخت کې معاینه او بشپړه درملنه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x