
افغانستان
بادغیس کې د ملي امنیت ۵ عسکر وژل شوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د بادغیس ولایت مرکز «قلعه نو» کې د ملي امنیت پنځه تنه عسکر د طالبانو په یو کمین کې وژل شوي دي.
دا پېښه نن د چهارشنبې په سهار د قلعه نو اړوند لامان سیمې په «عبدل های» کلي کې هغه رامنځته شوه، کله چې د ملي امنیت د ځانګړو قطعاتو یوه ډله د طالبانو په کمین وربرابره شوه.
د بادغیس د ولایتي شورا رئیس عبدالعزیز بیګ وايي، په دغه برید کې د ملي امنیت ۵ عسکر وژل شوي او د سپرلۍ موټر یې هم ویجاړ شوی دی.
د «عبدل های» کلی د قلعه نو څخه ۱۵ کیلومتره لرې د هرات ـ قلعه نو پر لویې لارې پروت دی، چېرې چې هر وخت طالبان د لویې لارې پر سر په دولتي عسکرو او د هغوی په اکمالاتي کاروانونو بریدونه کوي.