
افغانستان ته د لاس رسي لپاره پاکستان کې امريکايي اډې او که ځمکنۍ او هوايي لارې؟ ابهام چېرته دی؟
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ غبرګولي، ۱۴۰۰ل):د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي ويلي، چې له افغانستانه تر وتلو وروسته امريکا له پاکستانه هوايي او ځمکنۍ اډې نه غواړي او نه هم په دې اړه کومه طرحه تر غور لاندې ده.
د امريکايي او پاکستاني چارواکو له څرګندونو او د رسنيو له رپوټونو وروسته په ټولنيزو شبکو او عامو خلکو کې دا بحثونه او پوښتنه رامنځته شوې، چې ايا امريکا افغانستان ته د لاس رسي لپاره له پاکستانه ځمکنۍ او هوايي لارې غواړي او که دا غوښتنه کوي، چې پاکستان دې پر خپله خاوره امريکا ته د پوځي اډې د جوړولو اجازه ورکړي.
دا ابهام او ګډوډي وروسته تر هغه پيدا شوه، چې بحرالکاهل «انډو پيسيفيک» لپاره د امريکا دفاع وزارت مرستيال «ډيويډ هيلوي» د امريکا د مشرانو جرګې پوځي جرګهګۍ ته د وضاحت ورکولو پر مهال ويلي و، چې امريکايي ځواکونه به افغانستان ته د لاس رسي په موخه د پخوا په څېر د پاکستان د هوايي او ځمکني حريم د کارولو اجازه ولري. تر دې وروسته د پاکستان او افغانستان رسنيو، سياسي مشرانو او د ټولنيزو شبکو فعالانو په دې اړه بحثونه پيل کړي، چې چې ايا پاکستان رښتيا هم امريکا ته د پوځي اډو جوړولو اجازه ورکوي که نه؟
اګر که د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي څو ورځې مخکې دا رپوټونه رد کړل او بې بنسټه يې بللي وو او ورپسې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند زاهد حفیظ چوهدري هم وړمه شپه په اسلام اباد کې يوې خبرغونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې پاکستان کې د امريکا هېڅ پوځي اډه «بېز» نه شته او نه هم تر اوسه داسې کومه طرحه او وړانديز تر غور لاندې دی.
حفیظ چوهدري ويلي، دا ډول قياسونه او ګنګوسې له ځانه جوړې شوي او له دا ډول نامسؤوله څرګندونو بايد ډډه وشي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي، له ۲۰۰۱ کال راهيسې د امريکا او پاکستان تر منځ د هوايي او ځمکنيو کرښو د اړيکو نښلولو يو تړون لري، چې تر اوسه روان دی او په دې اړه تر اوسه د کوم نوي تړون په اړه څه نه دي ویل شوي.
د پنټاګون مرستيال د مشرانو جرګې پوځي جرګهګۍ ته ويلي و، چې پاکستان په تېرو وختونو کې د افغانستان جګړې او سولې په اړه له امريکا سره ډېره مرسته کړې او د همدې موخې د تر لاسه کولو لپاره به امريکا په راتلونکي وخت کې هم له پاکستان سره ښې اړيکې ولري.
د چارو څارونکي وايي، امريکا له افغانستانه تر وتلو وروسته په سيمه کې خپل شتون غواړي او ښايي د افغانستان د روان وضعيت په رڼا کې پاکستان امريکا ته په نا اعلان شوې توګه دا اسانتيا ورکړي.
د پوځي او دفاعي چارو کارپوه او د پاکستان متقاعد جنرال طلعت مسعود وايي، چې د افغانستان سربېره د سيمې پر نورو هېوادونو د نظر ساتلو او څار لپاره امريکا دلته پاتې کېدل غواړي او د دې موخې د تر لاسه کولو لپاره ښايي پاکستان له امريکا سره مرسته وکړي، ځکه چې په تېرو وختونو کې هم پاکستان دا کارونه کړي دي.

د جنرال طلعت مسعود په وينا د افغانستان وضعيت او راتلونکي په اړه اوسمهال څه ويل ستونزمن دي، چې راتلونکي وخت کې به هلته وضعيت څنګه وي، خو امريکا نه غواړي، چې د خپلو پوځيانو له ويستلو وروسته يو ځل بیا د امريکا مخالفې وسلهوالې ډلې هلته فعاليت وکړي او د همدې موخې لپاره به امريکايي پوځيان په سيمه کې پاتې وي.
د جنرال مسعودي په وينا پر ایران، چين او پاکستان د نظر ساتلو لپاره به هم امريکا دلته پاتې کېدل وغواړي او دا هم شونې ده، چې پاکستان امريکايي الوتکو ته د تېلو اچولو، د خپلو هوايي کرښو د کارولو او نورو تخنيکي مرستو اسانتياوې برابرې کړي.
د دې پرېکړې مخالفت به وشي که نه؟
اګر که د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د امريکايي اډو له جوړېدو سره مخالفت ښوولی او ښايي ځينې نور سياسي ګوندونه او اشخاص هم ورته نظر ولري، خو جنرال طلعت مسعود وايي، دا ډول دفاعي او پوځي پرېکړې د پاکستان پوځ کوي او له همدې امله به يې پر وړاندې توند غبرګونونه رامنځته نه شي.

د پوځي اډو ورکول او د ځمکنی او هوايي حريم کارولو اجازه دوه جلا جلا خبرې دي
د پاکستان د پوځ متقاعد جنرال او د دفاعي چارو کارپوه امجد شعيب وايي، د پوځي اډو ورکول او هوايي يا ځمکني حريم د کارولو اجازه دوه جلا جلا شيان دي.
د جنرال امجد شعيب په وينا په تېرو کلونو کې امريکا د پاکستان پوځي بيزونه کارول، خو د شمسي هوايي بېز له خالي کولو وروسته امريکا په پاکستان کې پوځي اډې نه لري.
جنرال شعيب زياتوي، چې بله موضوع د ځمکنۍ او يا هوايي لارو د کارولو ده، چې پاکستان له ډېر وخته امريکا ته دا اجازه ورکړې ده. ناټو د خپلو پوځي او لوجسټيکي توکو د رسولو لپاره د پاکستان خاوره کارولې او عرب بحیره کې د امريکايي بېړويو له لارې هم امريکايي الوتکو په افغانستان کې د بمبار لپاره د پاکستان هوايي حريم کارولی دی.

جنرال امجد شعيب وايي، امريکا په پاکستان کې پوځي اډه غواړي، خو حکومت بايد په دې اړه څرګند ځواب ورکړي، چې امريکا ته اډې نه شي ورکولی، ځکه چې د پاکستان لومړي وزير عمران خان تر دې وړاندې هم څو څو ځله ويلي، چې پاکستان د هېچا د جګړې برخه نه شي ګرځېدای.
د هغه په وينا امريکايي او ناټو ځواکونو ته د سپلايي يا پوځي توکو د رسولو موضوع جلا ده، خو پاکستان بايد امريکا ته د اډو ورکولو اجازه ور نه کړي، چې له دې ځایه به په افغانستان کې بمبارۍ او بریدونه کيږي.
جنرال شعیب خبرداری ورکړی، که پاکستان امريکا ته د پوځي اډو د جوړولو اجازه ورکړي، دې سره به په پاکستان کې د چين- پاکستان ستره اقتصادي پروژه «سي پيک» له سختو امنيتي ګواښونو او ننګونو سره مخ شي او د امريکا او هند د اتحاد له امله به پاکستان لپاره ګواښونه زيات شي او له همدې کبله پاکستان بايد په هېڅ صورت پر خپله خاوره امريکا ته د پوځي اډو د جوړولو اجازه ور نه کړي.
جنرال شعيب ويلي: اګر د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په خپلو څرګندونو کې دا موضوع روښانه کړې، خو که امريکا ټينګار کوي، نو پاکستان بايد په څرګندو ټکو دا غوښتنه رد کړي او خپلې ملي ګټې په پام کې وساتي.
د پاکستان د ملي امنيت سلاکار له خپل امريکايي سيال سره ليدلي
په عين حال کې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار معيد يوسف د تېرې يکشنې په ورځ په جنيوا کې له خپل امريکايي سيال جيک سليوان سره ليدلي دي.
له سپينې ماڼۍ په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د دواړو هېوادونو د ملي امنيت سلاکارانو د دوه اړخيزو اړیکو، د سيمې وضعيت او خپلمنځي همکارۍ په اړه بحثونه کړي دي.
اعلاميه زياتوي، چې دواړو مشرانو د مذاکراتو او بحثونو په دوام هوکړه کړې او په راتلونکي وخت کې به هم خپلو خبرو ته دوام ورکوي.