افغانستان

فیلډ من: ۱۵۰ معتبر نړیوال څارونکي د رایو د بیا شمېر څارنه کوي

نن ټکی آسیا(یکشنبه، چنګاښ ۲۸مه، ۱۳۹۳): د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مرستیال ډانیل فیلډ من وايي چې د ده په شمول د نړۍ ۱۵۰ معتبر نړیوال څارونکي د رایو د بیا شمېر او څېړنې څېړنه کوي.
د نوموړي په خبره د رایو بیا شمېر په نړیوال معیار د ملګرو ملتونو ترڅارنې لاندې پر مخ ځي، د ده په وینا د رایو بيا شمېر او څېړنه مهمه  ده او دا پروسه د ټاکنو لپاره د مشروعیت ورکولو په خاطر پیل شوې ده.
دی وايي موږ هڅه کوو چې د میلینونو افغانانو رايې بې ارزښته نه شي او کلکه څېړنه يې وشي.
فلیډمن دغه خبرې په واشنګټن کې یوې خبرې ناستې ته وکړې نوموړي وویل چې واشنګټن د هیڅ کوم نوماند ملاتړ نه کوي، خو په خبره يې داسې څوک باید واک ته ورسېږي چې تېرې دیارلس کلنې لاس ته راوړنې وساتلی شي.
د ټاکنو د کمیسیون مسوولین وايي چې دوی د رایو د بيا شمېر او څېړنې لپاره پوره ۸۷۸ څارونکي ټاکلي چې ۲۵۱ بهرنیان، ۳۴۶د دواړو نوماندانو او ۲۸۱ کورني منځګړي څارونکي دي.
له بله پلوه ډېری افغانان د جان کېرې له راتګ وروسته د ټاکنو پروسه یوه ډرامه بولي او د رایو د بیا شمېر پروسه یوه ولس غولوونکې دسیسه بولي. د دوی په خبره د ټاکنو د دواړو نوماندانو تر منځ د جان کېري له لوري په ائتلافي حکومت جوړ جاړی د هغه چا هیلې خاورې کړي چې دوی ته يې رايې ورکړې وې.
له بله پلوه د ولسمشر لومړی مرستیا یونس قانوني وايي چې د ګډ حکومت طرحه یوه افغاني طرحه ده او دا دوی تر جان کېرې وړاندې دواړو نوماندانو ته وړاندیز کړې وه.
ویل کېږي چې د رایو د بیا شمېر او کتنې لپاره به په دې اوونۍ کې ۱۶۰ تنه نور بهرني څارونکي هم کابل ته راورسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x