ورزش

مانچسټر سیټي د انګلستان پریمیئر لیګ اتلولي خپله کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د مانچسټر سیټي کلب د مشهور روزونکي پيپ ګواردیولا تر مشرۍ لاندې د انګلستان فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه.

مانچسټر سیټي د یاد لیګ له ختمېدو څو لوبې وړاندې په زیاتو نمرو یاد لیګ خپل کړی و، خو وړمه ورځ یې له وروستۍ لوبې وروسته جام ترلاسه او اتلولي ولمانځله.

په تېرو لسو کلونو کې دا پنځم وار دی چې مانچسټر سیټي لوبډله د انګلستان پریمیئر لیګ اتلولي خپلوي، یادې لوبډلې د اروپا اتلانو لیګ پایلوبې ته هم لار موندلې چې د مې میاشتې په ۲۹مه نېټه به د پرتګال په پورتو ښار کې د چیلسي پر وړاندې ترسره کړي.

مانچسټر سیټي کلب د ۲۰۲۰/۲۱ سیزن په ټولو ۳۸ سیالیو کې ۲۷ بریاوې خپلې کړي، ۶ ماتې یې منلي او ۵ لوبې مساوي پای ته رسېدلي دي، چې په ۸۶ نمرو یې لومړی مقام خپل کړ.

مانچسټر سیټي تېر کال هم د یاد لیګ جام خپل کړی و چې د خپلې اتلولۍ دفاع یې وکړه. دغه راز یې سږکال د کاراباو جام اتلولي هم خپله کړې ده.

د پریمیئر لیګ د نږدې پای ته رسېدلي سیزن په جدول کې د مانچسټر یونیټډ کلب په ۷۴ نمرو دوهم، لیورپول په ۶۹ نمرو دریم او چیلسي په ۶۷ نمرو څلورم مقام خپل کړی. یادو څلورو لوبډلو د راتلونکي کال چمپينز لیګ ته هم لار وموندله.

بل لوري ته باید وویل شي چې د ایټالوي لیګ (لیګ ۱) ۲۰۲۰/۲۱ کال اتلولي د «ناپولي کلب»، د فرانسې لیګ اتلولي د «لیلي کلب» او د الماني لیګ «بوندسلیګا» اتلولي یو وار بیا «بایرن مونشن کلب» په خپل نوم کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x