افغانستان

طالبانو د استانبول ناسته کې د ګډون آوازې«مجهولې» وبللې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): طالبانو د افغان سولې په تړاو د ترکیې په استانبول ښار کې جوړېدونکي کنفرانس کې د ګډون په هکله د شرطونو وړاندې کولو آوازې«مجهولې» وبللې.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم نن ټکي اسیا د تیلیفون په کرښه د امریکا غږ راډیو هغه خبرې «مجهولې» وبللې کومې چې په استانبول ناسته کې د طالبانو د مشروط ګډون په هکله خپرې شوې وې.

پرون د سه شنبې په ورځ ناوخته د امریکا غږ دري څانګې د یو شمېر نامعلومو طالب سرچینو په حواله خبر  کې لیکلي ؤ چې ګویا طالبانو د استانبول ناسته کې په مشروطه توګه د ګډون پرېکړه کړې ده.

خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم نن د چهارشنبې په ماښام له نن ټکي اسیا سره په تیلیفوني اړیکه کې د استانبول ناستې څخه بې خبري ښکاره کړې او څرګنده کړې یې ده چې په دې هکله ورسره د کوم لوري لخوا معلومات نه دي شریک شوي.

باید وویل شي چې بهرنیو رسنیو څو ځله وړاندې هم د نامعلومو سرچینو په حواله د ترکیې په استانبول ناسته کې د ګډون خبر ورکړی وو؛ خو طالبانو هغه مهال هم دغه آوازې رد کړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx