افغانستان

بلخ کې د نښتې پرمهال ۱۴ کمانډو عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ نښته کې د ۱۴ کمانډو عسکرو د وژلو خبر ورکړل شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو ټویټ کې ویلي، چې د شولګرې ولسوالۍ په «بودنه قلعه» کې یې د کمانډو عسکرو په عملیاتي قوې بریدونو کې ۱۴ کمانډو عسکر وژلي، ۱۰ ټپیان دي او د هغوی ۶ عرادې ټانګونه یې ورته ویجاړ کړي دي.

باید وویل شي چې دولتي عسکرو په دې وروستیو کې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې خپلو عملیاتو ته زور ورکړی، چې د طالبانو طالبانو له کلک ټینګار سره مخ شوي او د جګړو د زیاتوالي سبب ګرځېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د قطر پلازمینه دوحه کې پیل شوي بین الافغاني مذاکرات په ټپه ولاړ حالت سره مخ ښکاري او داسې کوم څرک نه سترګو کیږي چې دغه مذاکرات به په نږدې راتلونکې کې بیا پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

د كابل د مفسدې ادارې چورواکو له هغه استرحام څخه ګټه پورته نکړه کوم چې د انخلا په تړون کې د بین الافغاني مذاکراتو نوم ثبت شوي دي. اجیرو عسکرو ته ښایی تر څو پر خپل ځان او کورنیو رحم وکړي،،، وسلې په ځمکه کېږدي ، طالبانو ته تسلیم شي او یا یې هم شپېلۍ د مفسدو چورواکو په لور واړوي. که داسې ونکړي نو خسر الدنیا و الاخره به د مفسدې ګوډاګی ادارې په دفاع کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، کورنۍ به یې خواره او د راتلونکی اسلامی نظام پر اوږو یو دروند پېټی وي. د غولېدلو د… نور لوستل »

محمد صالح

د کابل د ظالمي ادارې چارواکو خولۍ بیا په غوړو کي سول چي د کوم وژل سوي عسکر میرمن او د چا خور او د چا لور به د خپل میړه، ورور یا پلار د تقاعدي لپاره دې شهوتپرسته ځناورو ته مراجعه کوي. د کابل منحوسي ادارې بیا هغه پخوانۍ لوبه په کار اچولې ده چي د خپلي اغیزي لاندي فامیلونو ځوانان د طالبانو سره په جنګولو کي وژني او پیغلي یې د غربي ازادي د ملعون شعار لاندي بې پرده او بې ستره بازار ته راباسي څو په هغوئ نور اوباش ځوانان خپلي خوا ته راکش کړي او خپل… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx