ټولنیزه برخه

د مدرسې قدرمنه طالب جانه!

خالقيار احمدزی

ګرانه او محترمه طالب جانه نیکې هیلې او پیرزوینې مې پر ځان ومنه! هیله ده ورځنۍ چارې او ښوونیز خوځښت به دې په ښه او احسنه بڼه وړاندې درومي.

ګرانه د مدرسې زده کوونکیه طالبه! غواړم د مدرسې، درسي چاپیریال او ښوونیزو چارو په تړاو دې ځینې مهمو نکاتو ته توجه راجلب کړم، په دې هیله چې تر پایه راسره تم شې.

• قدرمنه طالبه! دغه ډګر ته ستا راتګ، د قوت، مالي توانمندي او علمي شوق خبره نه؛ بلکې د الله جل جلاله ځانګړې پیرزوینه ده، چې ته یې د سیمې په کچه د نورو قوي، با همته او ښو ځوانانو ترمنځ انتخاب او د خپل دین د تحفظ او پالنې دنده یې در له غاړې کړې ده، نو باید پر ځان غره او دوکه نه شې او خپل ځان تر نورو لوړ او عالي درته ښکاره نه شي.

• د پورته یادونې په اقتباس، ته باید سنګین خوی او متواضع څیره ولرې، البته پاک او پاکیزه ګرځه تر څو دې خلک په ظاهري صورت نیوکه ونه کړي؛ دغه راز، اخلاق دې سم کړه، تر څو دې خلک سیرت او عادات تر پوښتنې لاندې ونه نیسي؛ «ځکه دا دواړه “صورت او سیرت” ستا برخه لیک ټاکونکی مسیر دی هم پرې خلک متنفر کولی شې، هم یې خپلولی شې. »

• د خپلو کلیوالو همزولو سره په کلي او صحراء کې، بې بندوباره خبرو، بې ګټې بحثونو، لوبو او په ټوله کې د طالبي له چوکاټ بهر کړنو ته وخت مه ورکوه، ځکه دا دې د هغوی ترمنځ ترلاسه شوی عزت او هیبت له منځه وړي البته؛ دومره قبض هم مه کینه چې هغوی له ځانه متنفر او خفه کړې.

• ستا باید هر ډول تفریحي چارې د مدرسې له همزولو ملګرو سره وي، تر ځان مشر طالب سره هم ستا ګرځیدل نه ښایي او تر ځان څخه کشر زده کوونکي سره هم له اړتیا پرته تعامل څخه ممنوع یې «ځکه دا دواړه ستا حیثیت له منځه وړي او اعتبار ته دې زیان رسوي»

• د کلي پر مشرانو، کشرانو او همزولو سلام اچوه، د مشرانو احترام ساته او د هغوی هر یوه جایز فرمان ته په روڼ تندي لبیک وایه.

• د خپلو استادانو زیات احترام ساته، تر درسي چاپیریال ور آخوا یې کله ناکله کور ته د پوښتنې لپاره ورځه او د اختریزو ورځو شپو پر مهال خو یې خامخا احوال اخله «ځکه د استاد پوښتنه، له هغه سره ملاقاتونه او ناستې، ستا تجربې او علمي سویه لوړوي، د استاد توجه در باندې زیاتیږي او په مقبولو دعاګانو کې یې هم له یاده نه وځې»

• د درس او مدرسې د انتخاب لپاره باید د استاد پوښتنه د مدرسې او اوسیدنې له ځای وړاندې وکړې، ځکه د طالب موخه زدکړه ده او هغه له استاد څخه کیږي نو که مدرسه هرڅومره لوکس سیستم ولري، خو چې درسي چاپیریال سم نه وي، یا استاد وړتیا ونه لري، بې ګټې وخت تیرول دي.

• د استاد او مدرسې د غوراوي لپاره لومړنی انتخاب له باتجربه استادانو او مشرانو طالب ملګرو د مشورو اخیستل او بیا “استخاره” مهمه ده«ځکه د استاد او مشر ملګري تجربه او مشورو کې خیر وي او استخاره خو نو هسې ستا د هدف لاره روڼه کوي او هر استاد ته هم باید د درس لپاره سر ښکته نه شي»

• هره مشکله مسئله کې له استادانو پوښتنه کوه، خپلسرې پریکړې مه کوه او مه چاته د مناظرو او مباحثو چلنجونه ورکوه.

• د علماؤ پسې قطعاً خبرې مه کوه، خیر که هغه ستا د استاد د تګلوري مخالف هم وي، ته یواځې د هغه مسیر ښه مطالعه او ځان پرې پوی کړه «ځکه تاته د هغه غیبت حرام او د استادانو په شتون کې د مباحثې او مناظرې جرئت درته ناوړه کار دی»

• د مدرسي په زدکړیالي کې د پرمختګ دارومدار په «تقوا، خدمت او ادب» پورې تړلی، دریو واړو ته [جدي] پاملرنه کوه او د خپلې لارې څراغ یې جوړ کړه.

• هڅه او هاند دې په هغو کتابونو کې کوه چې درسي مهالویش دې ورپورې تړلی، هڅه مه کوه د د درس یا مطالعې د ساعت پر مهال آزاده، بهرنۍ مطالعه وکړې؛ خپل اړوند درسي کتابونه باید په غور مطالعه او په ولولو سره تکرار کړې، دا به دې هم ذهني قوت زیات کړي هم به دې اړوند کتاب تر هغې کچې ویلای وي چې بل چاته یې تدریس کړای شې.

• په رخصتیو او یا هم له درسي او مطالعې وخت نه ور آخوا آزاده مطالعه هم کوه، په همدې مهال کې د رادیو یا هم بلې کومې ذریعې په توسط د هیواد له سیاسي، امنیتي او ټولنیز وضعیت هم ځان خبروه او تر څنګ یې ورزشي تمرینات “لوبې” هم سرته رسوه.

• د مدرسې داخلي اصولو ته کلکه پاملرنه کوه، د ناظم او یا بل هر استاد حکم لکه د خپل استاد امر داسې وبوله، اطاعت یې پر ځان لازم کړه او ترڅنګ یې د مدرسې د توکو زیات خیال ساته.

• تا دې د مدرسې له درسونو د خلکو ناوړه تبلیغات، د هغوی پاروونکې خبرې او کورنۍ بوختیاوې ونه باسي؛ د مدرسې له هر مخالف سره د استدلال او منطق په ژبه غږیږه او که دې توانایي نه درلوده، په خاموشي یې پریږده.

• د دین له لومړنیو اړینو مسائلو ځان باخبره ساته، ځکه که ته هرڅومره کشر طالب یا قاري یې، خلک درڅخه لوړې هیلې لري او په لویه سترګه درته ګوري او خپلې مهمې پوښتنې درسره شریکوي.

• د نبوي سیرت مطالعه لازمي وبوله، له مهمو وقایعو یې خبر اوسیږه، هڅه وکړه چې لږ تر لږه څلویښت نبوي احادیث دې یاد وي، ځکه د پیغمبر د وراث یې او د نبوي اخلاقو، عاداتو او د هغه له تګلوري د خبرتیا ترڅنګ دې باید د هغه مبارک ځینې اقوال او ویناوې هم زده وي، دا به به دې ظاهري سیرت ښه او د تقریر پر مهال مرستندوی وي.

• د مدرسې له ملګرو سره د راز او نیاز خبرې مه شریکوه او مه د مدرسې خبرې کلي ته راوړه، «ځکه لومړی به ستا رازونه افشا کړي او دوهم به دې له تعلیمي مسیر راوګرځوي. »

• د نحوې او صرفو ترڅنګ منطقو ته هم بباملرنه کوه، خو باید په یاد ولرې، چې اوسنۍ زمانه ستا عصريتوب هم غواړي، نو باید لږ تر لږه د ملي ژبو ترڅنګ په عربي، انګلیسي یا بله کومه نړیواله ژبه قادر وې او پر دې سربیره په کمپیوټري سیستمونو هم توانمندي ولرې.

• خپل راتلونکی هدف لوړ وټاکه ځکه دا بیا تا زیات کوښښ کولو ته هڅوي او پر دې هم پوی شه چې ستا هره شیبه په حساب ده چې باید څه ترې ترلاسه کړې.

طالب جانه د اوس لپاره دې په خدای جل جلاله سپارم تر بیا……

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x