د نن سرلیکنه

د سیمې د بې ثباته کولو یوه بله هڅه

نن ټکي اسيا سرليکنه

د امریکايي ولسمشر جوبایډن له امر سره سم به د راتلونکي سپتمبر تر یولسمې پوري ټول بهرنی ځواکونه له افغانستانه وزي.
له افغانستانه د امریکایانو وتل د هغوی په خوښه نه ؛ بلکې د افغان ولس د ۲۰ کلن دفاعي مقاومت له امله دي چې دوی يې ناکام او ایستلو ته مجبور کړل.

کله چې شل کاله وړاندې امریکایانو د سپتمبر د پیښې په پلمه پر افغانستان بريد وکړ هغوی له ځانه سره ډیرې موخې لرلې.

خو د افغان ولس دفاعي مقاومت یې ټولې موخې شنډې او له ډیرو ځاني او مالي تلفاتو سره يې هغوی له افغانستانه وتلو ته مجبور کړل.
هغوی پوه شول چې په افغانستان کې یې مزید پاتې کیدل له تباهۍ او د لويې امپراتورۍ له شړیدو پرته بله هیڅ ګټه نه لري.

له بده مرغه چې امریکایانو په افغانستان کې له شل کلن ناکام موجودیت څخه هیڅ درس نه واخیست او اوس غواړي چې د خپلو نا ترلاسه شویو موخو د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان په ځای د افغانستان په ګاونډ کې پاتې شي.
خو امریکایان باید په دې پوه شي چې د افغانستان په ځای د افغانستان په ګاونډ کې به هم د دوی لپاره پاتې کیدل داسې لانجمن وي لکه په افغانستان کې.

ځکه لکه څومره چې افغانان په خپل هیواد کې د دوی له شتون سره حساسیت لري په هماغه کچه د افغانستان په ګاونډ کې د امریکا ځینې مهم اقتصادي او پوځي سیالان هم د دوی له شتون سره حساسیت لري او په هیڅ صورت یې په خپل ګاونډ کې منلو ته تيار نه دي.
ځکه په افغانستان کې د امريكا شل کلن موجودیت پر افغانستان سربیره ګاونډ او سیمه هم له سختې بې ثباتۍ سره مخ کړه.

اوس که هغوی په هره پلمه د افغانستان په ګاونډ کې پاتې کیږي دا به د امريكايانو لخوا يواځې د افغانستان د ګاونډ نه؛ بلکې د ټولې سیمې د بې ثباتۍ لپاره د امریکا یوه بله تخریبي هڅه وي چې دوی ته به د بریالیتوب چانس هم ونه لري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x