ټکنالوژي

فلسطیني ژورنالیستان: واټس اپ مو حسابونه تړلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): په غزه کې فلسطیني ژورنالیستان وایي چې د ټولنیزو رسنیو د فوري پیغام رسولو مشهور شرکت «واټس اپ» د دوی شخصي حسابونه تړلي دي.

په غزه کې د الجزیرې او نورو خبري رسنیو ژورنالیستانو تایید کړې چې دوی ته د هیڅ ډول خبرتیا پرته واټس اپ په دې دلیل چې یوازې یې خبرونه ترلاسه کول ددوی شخصي حسابونه تړلي دي.

د غزې میشته ژورنالیستانو څرګنده کړې چې ددوی حسابونه د غزې په تړانګه کې د وروستي اوربند له پلي کېدو څخه یو ساعت وروسته بلاک شوي دي، تر څو له دې منع شي چې ژورنالیستانو، خبري سرچینو او نړیوالو ته خبرونه واستوي.

دې اقدام فلسطیني ژورنالیستان حیران کړي چې دوی د فیسبوک شرکت له لوري سانسور شوي وو او بیا هم له داسې پېښې سره مخ شول.

اسوشیتد پریس ویلي چې د تیرې جمعې راهیسې، د غزې ۱۷ خبریالانو د واټس اپ شخصي حسابونه تړلي، په یادو ژورنالیستانو کې څلورو یې د الجزیرې لپاره کار کاوه.

دا پېښه د فیسبوک وروستي ګام استازیتوب کوي کوم چې د واټس اپ مالک دی، فیسبوک پر خپل پلیټفارم هغه کاروونکو ته چې د فلسطین په ملاتړ یې خبرونه، ویدیوګانې او داسې نور معلومات خپاره کړي د حساب تړلو اخطار ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x