افغانستان

 طالبانو په میدان وردګو کې ۴۰۰۰ اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ویشلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): له ولسي خلکو سره د مرستو په دوام طالبانو داځل د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې په سلګونو اړمنو کورنیو خوراکي توکي ویشلي دي.

د طالبانو د رسمي ویب پاڼې الاماره د خبر له مخې دغه مرستې د سیدآباد ولسوالۍ په شیخ آباد، تنګی، اونخي او شنیز درو کې له ۴۴۲۱ کورنیو باندې د ځانګړي ترتیب له مخې ویشل شوې دي.

طالبان وايي، د مرستو رسولو دغه لړۍ به ددې ولایت او شاوخوا نورو سیمو ته هم غځول کیږي، چې له امله به یې زرګونه نورې کورنۍ هم له دغو مرستو څخه برخمنې شي.

باید وویل شي چې طالبانو تردې وړاندې هم د هېواد په مختلفو ولایاتو کې له بې وزلو او اړمنو کورنیو سره د خوراکي او نورو اړونده توکو مرستې کړې دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالبان چی دومره مواد لری چی غریبو ته یی ورکړی بیا نو ولی له نورو غریبو څخه عشر اخلی؟ زه خو وایم تیر ستاسو له مرستو سوله وکړی جنګونه بس کړی. که غواړی چی جهاد وکړی بیا نو راسآ پاکستان ته ولاړ شی.

محمد صالح

طوطو ځوانه دورمره هم نه پوهیږې چي عشر د غریبو څخه نه اخیستل کیږي، د زمیندارانو څخه اخیستل کیږي. چي عشر باندي کیږي هغه غریب نه شمیرل کیږي. هغه د ماشومتوب داستانونه وه چي په هغه کي به یو دیب وو چي وژل به یې د انسان له وسه بهر وه خو د دې دیب ژوند به په یوه طوطي کي وو. د داستان اتل به د طوطي په لټه کي سو. چي طوطي به یې پیدا کړ نو مغزی به یې په مروړلو ورمات کړ. د طوطي د مرګ سره به طوطي هم مړ سو. اوس هم د کابل… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx