نړۍ

له المانیانو سره تر یو نیم سلو ډېرو افغان کارکوونکو په هغه هېواد کې پناه اخستې

نن ټکی آسیا(یکشنبه، چنګاښ ۲۸مه، ۱۳۹۳): د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې له مېشتو الماني ځواکونو سره ځینوافغان کارکوونکو له ډېرو منډو وروسته په هغه هېواد کې پناه واخیسته. له الماني ځواکونو سره د کارکونکو له ډلې نږدې زرو تنو يې خپلې غوښتنې په دې هېواد کې د پناه لپاره لېږلې وي، چې تراوسه یواځې یوسل اته شپېته تنه په دې بریالي شوي چې له خپلو کورنیوسر المان ته ورسېږي د الماني چارواکو له قوله دوی ته پوره نهه سوه اووه دېرش غوښتنلیکونه ورغلي دي، چې تر اوسه يې یواځې نهه سوه اته غوښتنلیکونه کتل شوي چې په دې کې یواځې درې سوه دیارلس غوښتنلیکونه منل شوي دي. ویل کېږي چې تللیو افغانانوله خپلو ځانو سره خپلې کورنۍ هم بېولې دي، چې ټولټال درې سوه اوه اویا تنه کېږي. ویل کېږي چې دلته له المانیانو سره ډېری افغانانو د ژباړنو، ساتونکو او ملازمانو په توګه دندې ترسره کولې. دا په داسې حال کې دی چې نږدې میاشت وړاندې په کندز کې له المانیانوسره دنده سرته رسوونکو ژباړنانو اعتراضیه ناسته کړې وه او ویلي يې و چې دوی ته په المان کې پناه نه ورکول کېږي. د دوی په خبره الماني ځواکونو ورسره ژمنه کړې وه چې د وتلو په وخت به دوی هم له ځانو سره بوځي. له بله پلوه سیاسي شنونکي په دې باور دي چې له هېواد د ځینو سیاسي کدرونو یا هم تجربه لرونکو اشخاصو تېښته به هېواد بیا نویمو کلونو ته ټېل وهي. دوی وايي ښه به دا وي چې طالبان له بهرنیانو سره د کارکونکو په اړه یوه روڼ دریځ خپورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x