نړۍ

بلوچستان: ډیره بکټي کی بمي چاودني دوه تنه ووژل

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۶)کوټه: یوي پاکستاني انګریزي ورځپاڼي(ډان نیوز) خبرنشرکړی چي دپاکستان دبلوچستان ایالت ډیره بکټي سیمه کی بمي چاودني دوه کسه وژلی دي، خبرکی راغلي، وایی دوه موټرسایکل چلونکی چی په ډیره بکټي کي دپهلواغ په لور روان وو، دبمي چاودني ښکارشوی دي چي دواړه موټرسایکال سواړه ځاي پرځای وژل شوی دي.

چارواکي وایی دواړه وژل شوی کسان له بکټي قبیلي سره تعلق لري، چي تراوسه یی نمونه ندی نشرشوی، په عین وخت کی دبلوچستان توربت ولسوالي کی دوه وژل شوی کسان موندل شوي دي..

عینی شاهدان وایی دواړه وژل شوی کسان په ډزو سره وژل شوی دي، ویل کیږي وژل شوي کسان دکریم جان او عرفات په نومونو سره پیژندل شوی دي، چی دواړه څه موده مخکي نادرکه شوی وو.

په بله پیښه کی بیا تیره ورځ ناوخته دکوټي ښارسبزل سړک باندی نامالومو شراچونکو دبریښنا له یوي لویي پایی سره چاودیدونکي مواد ځای پرځای کړی وو، چی دچاودیدلو له امله یی دبريښنا پایه په مکمله توګه له منځه تللی ده، ویل کیږی دپایی له ویجاړیدلو څخه وروسته پراخه سیمه له بریښنا څخه بی برخی شوی ده.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x