افغانستان

د کمپاین عسکرو دوبۍ ته روان مسافر په «شهادت» رسولی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د خوست ولایت مرکز اړوند سیمه کې د کمپاین په نوم ضربتي عسکرو یو ملکي کس چې دوبۍ ته د «مزدورۍ» لپاره روان ؤ، له نیولو وروسته په «شهادت» رسولی دی.

ځايي خلک وايي، د یوسف په نوم یو ملکي کس چې د خوست ولایت صبریو ولسوالۍ د «میچې» کلي اوسېدونکی ؤ، د سه شنبې په ورځ(۴ غبرګولي، ۱۴۰۰ل) له خپلې کورنۍ سره تر خدای پامانۍ وروسته دوبۍ ته روان ؤ، د خوست مرکز اړوند «خاني خوړ» سیمه کې د کمپاین عسکرو له موټره ښکته کړی او بندي کړی ؤ.

د خلکو په خبره د کمپاین عسکرو له یوې ورځې زندان او «شکنجو» وروسته نوموړی ځوان «شهید» کړی، چې جسد یې د قومي مشرانو په واسطه کورنۍ ته رسېدلی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د کمپاین عسکر دوبۍ ته روان او له هغه ځایه راغلي مسافر له نیولو او «شکنجې» وروسته «شهیدانوي» بلکې تردې وړاندې هم یادو ځواکونو په ورته پېښو کې ګڼ د خلیجي هېوادونو مسافر افغانان په «شهادت» رسولي دي.

د سي ای اې له خوا حمايه کیدونکې ملېشې (کمپاین عسکر) چې د خوست ساتندوی ځواک باندې شهرت لري، د امريکا له خوا په افغانستان کې تر ټولو اغېزناک نظامي تشکيل بلل شوی، د بشري حقونو ټولنو له خوا پر وحشيانه او غيرقانوني کړنو تورن شوی دی. ځينې وايي چې ياد نظامي جوړښت او دوی ته ورته ملیشه یې جوړښتونه په افغانستان کې، که د زرګونو نه وي، نو لږ تر لږه د سلګونو بې ګناه خلکو د وژنې مسئولیت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx