افغانستان

کاپیسا کې د یو ملک په ګډون ۳ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د کاپیسا ولایت مرکز محمود راقي کې د ماین چاودنې له امله د یو ملک په ګډون ۳ تنه وژل شوي دي.

دغه چاودنه تیر ماښام شاوخوا اووه بجې د مرکز محمودراقي اړوند «دینګګ شوخي» کلي کې د نوموړي کلي د ملک طاهر دکور مخې ته د ځای پرځای شوو چاودونکو له امله رامنځته شوې ده.

د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند شایق شورش وايي، د چاودنې په ترڅ کې ملک طاهر ولد سیدهاشم، ربات ولد حاجي شفاء او شریف ولد عبدالله په ګډون ۳ تنه وژل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، وژل شوي درې واړه کسان د «دینګګ شوخي» کلي اوسېدونکي دي؛ خو تراوسه ددغې چاودنې انګیزه معلومه نه ده.

د شورش په خبره د پېښې په اړه د پولیسو پلټنې روانې دي، چې جزیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx