افغانستان

دولتي عسکرو په فراه کې د خلکو مالونه او نقلیه وسایط سوځولي/ انځوریز

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې دولتي عسکرو د چاپې پرمهال د خلکو مالونه او یو شمېر نقلیه وسایط سوځولي دي.

د ځايي خلکو د معلوماتو له مخې کمانډو عسکرو وړمه شپه ۱۲ بجې د بکوا ولسوالۍ «دوشنبي میلې» سیمه کې د حاجي عبدالغني په نوم یو تن پر سرای چاپه وهلې، په سرای کې موجود خلک یې سخت ویرولي ترهولي او ځینې شکنجه کړي هم دي.
ددې ترڅنګ کمانډو عسکرو د حاجي عبدالغني د شخصي ملکیت یو عراده مازدا موټر، یو ویګو موټر، یوه ټویټا او یو لوکسل موټر، د ځمکو خړوبولو لپاره ګڼې د لمریزې برېښنا تختې، په زیاته پیمانه غنم او د کور نور لوازم او بسترې ورسوځولي دي.

د سیمې خلک وايي، په دغه سیمه کې نه جګړه وه او هم هلته د طالبانو کوم تحرک ؤ؛ خو کمانډو عسکرو په ډیر «ظلم» سره دغه ویجاړ ترسره کړ او له دوه نیم ساعته وروسته یې سیمه پرېښودله.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې په کلیوالو سیمو او عامه ځایونو د دولتي عسکرو شپنۍ چاپې او ړندې بمبارۍ زیاتې شوي، چې ورسره د ملکي تلفاتو کچه هم لوړه شوې ده.

د فراه په بکوا ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو لخوا سوځول شوي ملکي وسایط

د فراه په بکوا ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو لخوا سوځول شوي ملکي وسایط/

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx