ټولنیزه برخه

د حق لټون که د «بې حیایۍ» ترویج؟

م. تميم تکل

له تېرې یوې اونۍ راهیسې د فیمینیزم ځینو مخکښو څېرو د «قاعده‌گۍ» په اړه یو منظم کمپاین پیل کړی چې «قاعده‌گي تابو نیست».

تبصره:
– موږ.د دوی په هدف پوه یو. دوی په حق کې هم باطل لټوي. ښځو ته خپل مشروع حق! ورکول یې موخه نه ده، د بې حیایۍ ترویج یې د کمپاین ضمیمه ده.

– زموږ. د فقهې کتابونه چې له «شروط الصلاة» نه شروع کېږي او بیا همداسې د حدیثو تر شپږو مشهورو کتابونو پورې چې څومره مأخذونه لرو، ټولو یې په مفصل ډول د «حیض»، «نفاس» او «استحاضې» تر سرلیک لاندې زرگونه مخه تحقیق کړی دی. زموږ په فقه کې هېڅ تت اړخ په دې اړوند نه شته. هر څه واضح دي او ابهام نه لرو.

– هر دین اخلاق لري او د اسلام اخلاق «حیا» ده. که د مېرمنو مخصوص صفات، ذاتي عادتونه او ناروغۍ، داسې په عموم کې تشریح او توضیح شي نتیجه به یې د ایران په څېر وي چې موږ ولیده.

– دغه منطق ته حیران یم چې زموږ فقهي ارزښتونو ته څنگه «تابو» وایي. دغه ماته سیستماتیکه لوبه ښکاري. هغه علماء، استادان او د اړوندې برخې متخصص کسان هم چې په شکل د اشکالو د یادې موضوع په تړاو څرگندونې کوي، سر دې گرېوان ته ټیټ کړي چې رسول صلی الله علیه وسلم په ټول ژوند کې هم داسې له ادب لرې ادبیات د یوې مسلمانې ښځې په اړه کارولي؟

ښکاره ده چې ځواب «منفي» دی.

– سړی حیران شي چې دوی! کلونه – کلونه په مدارسو او پوهنتونونو کې تېر کړل، درس یې ووایه او عالم نوم پرې دی، اوس څنگه دا جرأت کوي چې زموږ فقهي اصطلاحاتو ته «تابو» وایي!؟

– ټولنیزې رسنۍ د ارزښتونو د تحلیل او ارزونې ظرفیت نه لري. تجربو ښودلې چې د شاربل شویو ارزښتونو انجام هم گنده‌گي ده. یعنې یوازې به اذهان پرې مغشوش کړي او نور مثبت اړخونه یې نه وینو له بده مرغه.

– افغانستان غوندې ټولنو کې، د حقوق العباد مسأله تر ډېره د افراط او تفریط ښکار ده. موږ یا بیخي چاته حق نه ورکوو، یا داسې حق ورکوو چې هر ډول اخلاقي – اجتماعي چوکاټ هم پرې ماتېږي.

– حیض، نفاس او داسې نور مسایل د طهارت مخه نیسي. چې دا پاک شوي نه وي، لمونځ هم نه کېږي. زموږ میندې او خویندې الحمد لله د ضرورت تر بریده د یادې موضوع په اړه کافي مالومات لري. که یې و نه لري لمونځ یې نه کېږي او د اسلام دویم رکن ورته ستونزمن کېږي.

– دا یو روڼ حقیقت دی چې زموږ په ټولنه کې د ښځو (خویندو، میندو، مېرمنو او لورگانو) اسلامي حقوق تر پښو لاندې شوي دي. د دغو حقونو د اعادې او کمپاین له پاره چا هم غږ پورته نه کړ. هغه موارد چې د لویدیځ د تهذیب جزئیات دي، د هغو له پاره په پراخه کچه کار روان دی.

– کومو کسانو چې دغه سیستماتیک کمپاین پیل کړی؛
ولې نه وایي چې ښځې دې په جماعت لمانځه کې گډون وکړي؟
ولې نه وایي چې ښځه هم د حج حق لري او له دغه حق نه محرومه پاتې ده؟
ولې نه وایي چې ښځه دې زکات ورکړي او د ښځو د آرایشي وسایلو زکات ډېر دی؟
ولې نه وایي چې د سرسایې، صدقې او تعاون له پاره باید ښځې مالي استقلال ولري؟

ماته ښکاري دوی په اوړو کې وېښته لټوي او غواړي زموږ تاریخي، کلتوري او فقهي ارزښتونه وننگوي.

لنډیز:
سمه ده چې تابو نه ده، خو حیا هم ښه ده. دا نه تابو ده او نه په ښارونو کې د تشهیر او تبلیغ مسأله.

م. تمیم «تکل»

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد صالح

یا لیکوال صاحب، کمپاین یې ډیر مناسب پیل کړی دی خو د موقعیت په انتخاب کي اشتباه سوي دي. دوئ باید دا کمپاین په نیپال کي پیل کړی وای چي هلته ښځي د میاشتني عادت پر مهال د کورونو څخه شړل کیږي. دا خو خارجیان ورځ تر بلي په کابل کي پر کمیدو دي. د کابل د فاحشو کاروبار هم خورا سوړ سوی دی. بهرني ګیراکانو ورته ویلي دي چي مدني فعالیت پیل کړئ موږ به د بهر څخه یو خاوري ایرې درته رالیږو نو یې په ګوګل کي سرچ وهلی دی دا موضوع یې پیدا کړې ده. په افغانستان… نور لوستل »

Omair Mustafa

Yes it’s true that it’s not taboo but it’s not for advertisement in the streets n roads . Haya is part of iman n shame be in such women who wants to be paid in price if their haya

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx