افغانستان

نیویارک ټایمز: طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمي لړۍ تر بل هر وخت روانه میاشت چټکه وه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ غبرګولي، ۱۴۰۰ل): نیویارک ټایمز ورځپاڼې د مې په ۲۷تمه لیکلي چې له افغانستانه د پاتې امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل سره سم طالبانو ته د کابل حکومت د ځواکونو تسلیمي چټکه شوې ده.

ورځپاڼه لیکي چې د روانې مې میاشتې له لومړنۍ نېټې راهیسې څلور ولسوالۍ او لسګونه محاصره پوستې او بېسونه طالبانو ته تسلیم شوې دي.

راپور په لغمان ولایت کې طالبانو ته د پوستو د عسکرو په تسلیمۍ پیل شوی دی.

ورځپاڼه لیکي له افغانستانه د پاتې امریکايي ځواکونو د وتلو په پیل سره طالبانو د لغمان پوستې محاصره کړې، او وروسته یې قومي مشران له دې پیغام سره ورولېږل چې یا تسلیم شئ او یا وژل کېدو ته تیار شئ. د میاشتې تر نیمايي پورې اووه پوستې طالبانو ته تسلیم شوې، او طالبانو یې ۱۲۰ عسکرو ته اجازه ورکړه چې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ته ولاړ شي.

ورځپاڼه د قومي مشرانو او حکومتي چارواکو له قوله وايي چې د مې له لومړۍ نېټې راهیسې یوازې په څلورو ولایتونو – لغمان، بغلان، میدان وردګ او غزني – کې تر دې ډول مذاکراتو وروسته ۲۶ پوستې او بېسونه طالبانو ته تسلیم شوي دي.

راپور وايي دا چې د امریکایانو په وتلو سره د حکومتي ځواکونو مورال کم شوی او طالبان هره تسلیمي د تبلیغاتي بریا په ډول لمانځي، نو د هرې پوستې تسلیمي نورو ته هم د تسلیمېدو پیغام ورکوي.

د راپور له مخې، پخوا هم طالبانو د حکومتي ځواکونو د تسلیمي لپاره مذاکرات کړي، خو په دومره اندازه او سرعت هیڅکله دا چاره نه وه ترسره شوې لکه په مې میاشت کې چې روانه ده. د طالبانو دې تکتیک لسګونه حکومتي عسکر د جګړې له ډګره لیرې کړي، طالبانو ته یې سټراټيژيکې سیمې او وسلې، مرمۍ او نقلیه وسایط په لاس ورکړي دي – ډېر کله دا ټولې بریاوې حتی د یوه ډز له کولو پرته ورته حاصلیږي.

ورځپاڼه وايي، د تسلیمي چارې د طالبانو د دعوت او ارشاد کمېسیون اړوند دي. دا کمېسیون تر هغه وروسته مداخله کوي کله چې طالبان محاصره بېسونو ته تللې لارې او اکمالات بند کړي. وروسته قومي مشران یا د طالبانو نظامي مشران د پوستو قومندانانو یا د هغوی کورنیو ته ټلفون کوي او ورته وايي که پوستې، وسلې او مرمۍ تسلیم کړي، نو دوی به یې ژوندي پرېږدي.

راپور زیاتوي، په زیاتره مواردو کې تسلیموونکې کمېټې تسلیم شویو عسکرو ته پیسې او ملکي جامې ورکوي او وروسته یې کور ته رخصتوي. خو تر رخصتېدو وړاندې له دوی ژمنه اخیستل کیږي چې بیا به په امنیتي ځواکونو کې نه شاملیږي. عسکر خپل او د خپلو خپلوانو ټلفون شمېرې هم له طالبانو سره ثبتوي.

د میدان وردګ د یوې ولسوالۍ امنیه قومندان، امام شاه ظفري وايي، ”د طالبانو قومندان او د دعوت او ارشاد کمېسیون تر لس ځله زیات ما ته زنګ وواهه او له ما یې د تسلیمېدو غوښتنه وکړه. “ظفري د مې په ۱۱مه د قومي مشرانو په منځګړیتوب تر مذاکراتو وروسته خپله قومندانۍ طالبانو ته تسلیم کړه.

ظفري وايي کله چې طالبانو په موټر کې کابل ته خپل کور ته سپور کړ، د کمېسیون یوه غړي ټلفون ورته وکړ څو ډاډ ورکړي چې حکومت یې د تسلیمېدو له امله نشي بندي کولای. ظفري وايي، هغه راته وویل، ”موږ په حکومت کې زیات زور لرو او تا خلاصولای شو“.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، د مذاکراتو له لارې دا تسلیمۍ د طالبانو د هغه پراخ تهاجم برخه ده چې په هغه کې طالبانو په روان پسرلي کې پنځه ولایتي مرکزونه محاصره کړي دي.

راپور وايي چې دا تسلیمۍ د حکومتي ځواکونو په روان زیات منفي اغېز کوي. د لغمان والي، رحمت الله یارمل، نیویارک ټایمز ته ویلي چې دا د طالبانو یو اغېزناک تبلیغاتي تکتیک دی – تر دې حده مؤثر دی چې، د نوموړي په خبره، اوس د ځینو پوستو قومندانان له مشرانو یا د طالبانو له مرکچیانو سره له خبرو کولو انکار کوي. یارمل زیاته کړې چې ګڼ شمېر قومي مشران بېطرفه سوله راوستونکي نه، بلکې د طالبانو پلویان دي.

ورځپاڼه وايي د والي تر دې څرګندونو یوازې څو ساعتونه وروسته د دولت شاه ولسوالۍ مرکز تر مذاکراتو وروسته له مقاومت پرته طالبانو ته تسلیم شو. بل سهار په علیشنګ ولسوالۍ کې پنځه نورې پوستې په همدې ډول تسلیم شوې. راپور زیاتوي، د یکشنبې په ورځ پر مهترلام ښار باندې د طالبانو تر برید وروسته یارمل اعلان وکړ چې ۱۱۰ تسلیم شوي عسکر او د هغوی قومندانان د وظیفوي غفلت له امله نیول شوي دي.

نیویارک ټایمز د چارواکو له خولې لیکلي چې روانه میاشت په بغلان کې لږترلږه ۱۰۰ او په میدان وردګ کې شاوخوا ۱۳۰ عسکر طالبانو ته په دې ډول تسلیم شوي دي.

ورځپاڼې په لغمان کې د یوه مرکه کوونکي قومي مشر له قوله ویلي چې دوی به هرې پوستې ته ورتلل او له قومندانانو سره به یې خبرې کولې، ”موږ ضمانت ورکړ چې نه به وژل کیږي. هیڅ لیکلی شی نه و، یوازې زموږ قول و“.

د راپور په پای کې یوه کیسه راوړل شوې ده.

کله چې طالبانو په لغمان کې پوستو ته قومي مشران ورولېږل، قومندان زنداني د جګړې کرښې ته د خپلې نږدې پرتې پوستې له تسلیمولو انکار وکړ.

زنداني تسلیم شوي کسان له هېواد سره خیانت کوونکي وبلل. د ده یوه کس محمد اغا بمبارد وویل چې دئ به د طالبانو په لاس د خپلو دوو وژل شویو وروڼو بدل واخلي او هیڅکله به تسلیم نشي. د زنداني په پوسته کې نهه کسان وو، او ماشین ګن، ګرنېټ لانچر او کلاشینکوف ورسره وو. زنداني ویل چې د جنګ اراده لري – نوموړي هغه طالب قومندان ته هم دا خبره کوله چې ده ته به یې پرلپسې زنګ واهه او د تسلیمېدو غوښتنه به یې ترې کوله.

ورځپاڼې د ولایتي شورا د یوه غړي له قوله لیکلي چې څلور ورځې وروسته (تېره یکشنبه) د زنداني پوسته سقوط وشوه، یو پولیس افسر ووژل شو او پخپله زنداني او کسان یې ژوندي طالبانو ونیول. څو ساعته وروسته طالبانو یوه ویډیو نشر کړه چې له ښاغلي بمبارده یوه طالب پوښتنه پکې کوله چې ولې یې پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي و چې په خپل ژوند به دښمن ته د خپلې پوستې نیولو اجازه ورنکړي؟ د بمبارد مخ پټۍ وو او ځواب یې ورکړ، ”دا افغانستان دی“.

ژباړه او اختصار: عزم ویب پاڼه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جلال

بسم الله الرحمن الرحيم الحمدلله! ډیر ښی خبری دي. باید چی همداسی وشي. ولی خوار عسکران د څو دیوثو وطنپلرونکو او دینپلرونکو غلو لپاره خپل دنیا او آخرت خراب کړی؟ ولی خپلی ځوانی ښځی او تنکۍ ماشومان بلو خلکو ته پریږدي او خپل مور او پلار په غمونو کی وکښینوی ترڅو د ګوټو په شمیر بیناموسان او رذیلان چی بیا حتی د دوی د تنخواه او تقاعدی د ورکولو لپاره د دوی ښځو نه جنسی تقاضاګانی کوی، وژلو ته برابر کړي؟ که ټول عسکران د الله په توکل همداسی هوښیاری نه کار واخلی، ان شاء الله دا د نوکرانو دوره… نور لوستل »

ترين

طالبه! بس دی‌ په زور یې یو اړخ هم نسي ګټلی. لاسونه سره ورکړي او د جګړی په ځای سولی ته کار وکړی‌.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx