ورزش

انګلستان لوبغالو ته د نندارچیانو په ورتګ وضع شوی بندیز لرې کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د انګلستان حکومت د سپورت په لوبغالو کې د لوبې لېدلو لپاره د نندارچیانو پر ورتګ ایښی بندیز لرې کړی دی.

د بهرني رسنیو د راپورونو پر اساس، په کرکټ او نورو سپورتي لوبغالو کې د نندارچیانو د راتګ بندیز د کرونا وبا د مخنیوي په پار لګېدلی و چې اوس لرې شو.

د راپورونو له مخې، انګلستان وکولی شول د واکسین لګولو له لارې کرونا وبا کنترول او په دې وروستیو کې په هېواد کې تفریحي فعالیتونه بیا پېل کړي.

بل لوري ته د انګلستان روغتیایي چارواکي وايي، په دې هېواد کې د هندي ډول کرونا د ژوند عادي کېدو پر وړاندې خنډ دی، چې په وینا یې اوسمهال نږدې ۷۵ سلنه قضیې د هندي ډوله ویروس دي.

له دې وړاندې د انګلستان حکومت ددغه هېواد کرکټ بورډ ته په تدریجي ډول د نندارچیانو د ورتګ اجازه ورکړې وه، خو د کرونا بېلا بېلو څپو دغه پریکړه ځنډنې کړې وه.

یوازې انګلستان نه، بلکې د نړۍ په زیاتره هېوادونو کې د کرونا وبا مخنیوي په پار د لوبو لوبغالو ته د نندارچیانو په ورتګ بندیز لګېدلی، چې دغې کار د سپورت ادارو ته سخت مالي زیانونه اړولي دي.

په انګلستان کې که څه هم د پراخو واکسینو پر مټ د کرونا زور ټيټ شوی، خو لا هم دغه هېواد کې تېره اونۍ د مثبتو پېښو اوسط ۲۶۳۷ پېښې دی، تېره ورځ ۳۳۸۰ کسان پر یادې ناروغۍ اخته شوي او یوازې لس کسان مړه شوي دي، دا کچه د پخوا په پرتله ډيره ټيټه ده.

انګلستان کې تر دې دمه لږ تر لږه ۶۲ ملیونه کسانو ته د کرونا یو دوز واکسین ورکول شوي چې د هېواد ټول نفوس ۵۷.۶ سلنه کیږي، دغه راز نږدې ۲۴ ملیونه کسان بشپړ واکسین شوي چې شاوخوا ۳۶ سلنه نفوس کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx