ټولنیزه برخه

جهاد زموږ د برم او عظمت ضامن

لیکوال: فاتح کاروان

په دې کې شک نشته چې جهاد د اسلامي احکاماتو بنیاد او اساس تشکیلوي؛ په دې معني چې جهاد د مسلمانانو د برم او عظمت ضامن او په دنیا کې د سرلوړي ژوند ښه لاره ده؛ که جهاد نه وای نو لمونځ، تلاوت، روژه  او حج به مو هم نه شوای کولی، هغه دی د اسلامي نړی د ډیرو خلکو حالت زموږ او ستاسو په مخکې دی، په ایران، مصر،بنګله دیش او… په څير اسلامي هیوادونو کې د مسلمانانو ذلت امیز ژوند زموږ او ستاسو په وړاندې د عبرت یوه ښه نمونه ده؛ په کفري نړی کې خو چې څه روان دي هغه خو هرچاته ښه واضح دي؛ په فرانسته، بریطانیا،اسرائیل،امریکا،او ځینو نورو هیوادونو کې خو مسلمانان اوس هم ترسختو فشارونو لاندې دي، هلته مسلمانان مجبور دي چې دکفارو لخوا ټاکل شوي سخت  او غیر اسلامي قوانین په ځان ومني، تیره ورځ مو واوریدل چې د ایران په زاهدان کې د اهل سنت مسلمانانو په سیمو کې د ایراني استخباراتو لخوا د مسلمانانو کورونه بې موجبه پلټل کیږي، په مسجدونو کې د آذان کولو لپاره د لوډسپیکرونو لپاره هم باید له حکومت نه اجازه واخلي، ها خوا په مصر کې په سلګونو مسجدونه په یوه او بله بهانه تړل شوي دي، د هند په ګجرات کې  د مسلمانانو عام وژنه یوه عادي او ورځنئ چاره ده!!

لنډه یې دا چې په کومو سیمو کې جهاد نشته هلته مسلمانان د کفارو لخوا دومره په سختو تکالیفو اخته دي چې  موږ یې تش په اوریدلو هم  ټکان محسوسوو، مګر بالمقابل په هغه سیمو کې چې جهادي حرکتونه شته او مجاهدین په کې فعال دي که نور هیڅ نه وي خو مسلمانان په آزاد ډول ژوند کوي، هلته د نورې نړئ بر خلاف کفار تر سختو فشارونو لاندې دي، د فلپين او نایجیریا حالات یي ښه مثال دی، په نایجیریا کې د عیسوي زده کوونکو برامته کول نه یواځې دا چې  مناسب کار و بلکې یو ضرورت و، د همدغو عیسویانو تښتونه ده چې په ځایي کفارو کې یې ویره او ترهه خپره کړی ده، د بوکو حرام مجاهدین د امریکا او د نایجیریا د حکومتونو سره  په مقاومت بوخت دي؛ په برما او مصر کې بیا نوي جهادي حرکتونه هغه څه دي چې د امریکا او اسرائیلو په شمول یې درسته کفري نړئ په ویر او غم اخته کړی ده.

د جهادي ګټې او فضایل تر هیچا پټ نه  دي، په قرآن کریم کې په سلګونو کې ایتونه او همدا راز نبوي احادیث موږ ته د جهاد د فضایلو ښودنه کوي، خو د تأسف ځای دادې چې د مسلمانو ملتونو په منځ کې په امریکايي حرامو ډالرو روزل شوي  داسې ډير خلک شته چې آن د ملا او مفتي تر درجو یې ځانونه رسولي خو بیا  هم  هڅه کوي چې د عامو خلکو پام له جهاد نه وګرځوي.

دلته په افغانستان کې هم د امریکایانو  د یرغل سره سم ډالري معاش خورو د جهاد او مجاهدینو پرضد خپلې خولې خلاصې کړی، دا ډله خلک چې د صلیبي یرغل نه وړاندې یې په اروپا او امریکا کې په ډانس کلبونو، هوټلونو او برګرپلورنځیو کې دندې درلودې نن دومره شول چې د قرآن کریم او نبوي احادیثو سره یې د مقابلې ټټر وهلې، شپه او ورځ  د کفر په چوپړ بوخت دي، هغوی چې ځانونه مفتیان او عالمان  ښايي لکه سیاف،کشاف، مجددي، وقاد او نور ، دوی خو بې له شکه چې  الله جل جلاله وشرمول، ځکه دغه خلکو که جهاد کړی و نو  د دین لپاره نه بلکې په  دنیا کې د قدرت او امتیازاتو د لاس ته راوړلو ارمانجن و، ځکه خو الله جل جلاله د دوی دغه ارمان پوره کړ مګر  اوس یې ګورو چې د کفارو په غلامئ بوخت دي او د کفارو غلامئ ترې د ژوند ټول خوندونه تروړلي، د خلکو د لعنتونو او کرکې وړ وګرځيدل، ځکه خو موږ وایو چې  یو څوک دا خبره په دلیل کې نه شي راوړی چې  ووايي: وګوره کنه سیاف او کشاف هم جهاد کړی و نن ولې د کفارو سره ولاړ دي، موږ وایو دې خلکو په جهاد سره دنیا غوښته او الله جل جلاله ورته دا د ذلت نه ډکه دنیا ورکړه باقي  نو شرمیدل او بې عزته کیدل خو یې  ټول ګورو!

جهاد د الله جل جلاله رضا، د مسلمانانو عزت ، د اسلام  د مبارک دین د پراختیا ښه لاره، د کفارو ذلت او شکست او په دنیا کې  د کفارو لخوا د مسلمانانو پر وړاندې د هر ډول دسیسې ښه مقابله ده، جهاد دی چې  په سبب یې د نړئ فرعوني طاقتونه رانسکور شوي او همدا جهاد دی چې  له برکته یې د اسلام مبارک دین د دنیا ګوټ ګوټ ته رسیدلې، دا نن چې زه او ته مسلمانان یو دا زما او ستا کارنامه او میړانه نه ده بلکې دا ویاړ  د هغه مجاهدینو و چې د مدینې او مکې له شګلنو دښتو یې په په ستړیو او ستومانه مزلونو، په ډول ډول تکلیفونو او ستونځو تر موږ رارسولې، هغوی ته الله جل جلاله  د دې قربانئ په برکت سره  د خپلې رضا زیرې  په دنیا کې ورکړ او موږ چې د دې مبارک او سپيڅلې دین احکامات مو په ښه ډول  نه دي پیژندلي او نه مو عملي کړي نن ورځ سره د دې چې مسلمانان یو خو د کفارو پر وړاندې بې وسه او بې کسه یو، ولې موږ اسلام تر مسجد او مدرسې محدود کړی او آن په دې وروستیو کې خو د ډیموکراسئ څربو غواګانو داسې خلک هم په موږ کې وزیږول چې  اوس یې دمدرسو او علماؤ پسې هم راخیستې، مګر د بدبختۍ خبره خو داده چې همدغه د دیني مدارسو سرسخت دښمنان زموږ  په منځ کې لر او بر کیږي ، خپل اهداف پر مخ وړي دومره څوک نشته چې  د دغه ډالري اجیرانو پر ضد د جهاد عمومي فتوی ورکړي، ځکه خو داسې خوار او وروسته پاتې یو.

د جهاد  نه انکار کفر، په کې سستي کوونکې  منافق او سخت ګنګار دی، الله جل جلاله  خپلو مؤمنو بنده ګانوته په خپل مبارک کلام کې فرمايي:
کتب علیکـــم القتال و هو کره لکم و عسی ان تکرهوا شیئاً  هو خیرلّکم و عسی ان تحبوا شیئاً و هو شرّ لّکم واللهُ یعلم و أنتم لا تعلمون((البقره ۲۱۶))
ژباړه: او فرض شوې دې پر تاسې باندې جنګ(جهاد) په داسې حال کې چې تاسو ته دا جنګ بد ښکاري، او ښايي تاسو بد ګڼۍ  یو کار خو هغه به ښه وي ستاسو لپاره او کله کله یو کار تاسو د ځان لپاره ښه ګڼۍ خو هغه به ستاسو لپاره ډير بد وي، او الله جل جلاله عالم دی (په خیرستاسې) او تاسې نه پوهیږۍ(پخپل خیر)

د پورتني ایت نه د جهاد فرضیت او فضیلت دواړه څرګندیږي، که نن ورځ چیرته مسلمانانو په یو اتحاد او همغږئ سره د جهاد بیرغ هسک کړی او کفارو پرضد یې سنګرونه نیولي وو نو به د اسلامي امت د ذلت دا حالت موږ او تاسو نه و لیدلې، الله جل جلاله ډير عادل ذات دی هغه پر هیچا ظلم نه کوي دا موږ یو چې د الله جل جلاله سپيڅلې احکاماتو په خورا بې رحمئ او ناځوانئ سره تر پښو لاندې کوو او پایلې یې دادې پخپلو سترګو ګورو.

یوه ډله خلک داسې هم شته چې د مسلمانئ د دعوې سره سره بیا هم له جهاد نه تیښته کوي او د نورو مجاهدینو پر وړاندې  داسې  پوچ او شیطاني دلایل کاروي چې  هیڅ  یې دلیل نه شول بللای، لکه دوی یو شمیر تش په نامه  مسلمانان  چې په رسنیو کې دا پروپاګند کوي: راځئ تعلیم وکړو، توپ او ټانګ جوړ کړو او کفارو سره پخپلو جوړو شوو وسلو جهاد وکړو، په  حقیقت کې دا خلک په سخته او نه جبرانیدونکي اشتباه کې لویدلي دي، ځکه دوی پوهیږي چې په اوسنئ اسلامي نړ ئ کې داسې ځای نشته چې هلته دکفارو نفوذ او تر یوه حده حاکمیت نه وي، معلومه خبره ده  که دا حاکمیت او نفوذ مستقیم وي یا غیر مستقیم، نو څنګه به مسلمانان وتوانیږي چې وسلې او بمونه  جوړ کړي، لنډ د دې خپل هیواد  تعلیمي نصاب ته یو نظر وکړئ ، کفارو تر ې د جهاد او هجرت موضوعات په بشپړ ډول ویستلي، نو فرض کړه چې موږ د هغه خلکو خبره ومنله کوم چې وايي راځئ تعلیم وکړو دا وخت د ټوپک نه  دی توپ او ټانګ جوړ کړو، آیا دا اوسني  تعلیمي نصاب د دې وړ دی چې پر مټ يې زموږ تنکې نسل وتوانیږي تر څو وسلې او طیارې جوړې کړي او بیا دکفارو سره پرې وجنګیږي؟! نه هیڅکله نه، په دې اوسني تعلیمي نصابونو کې خو له  لوبو، ساعت تیریو، موسیقئ، او د هر  چا پر وړاندې  د نرمئ له موضوعاتو پرته بل څه نشته، زموږ د تعلیمي نصاب یوه زیاته برخه  د ښځوحقوق، ملګري ملتونه، مخدره مواد او دی ته په ورته  بې مفهومه او بې  ګټې موضوعاتو مشتمله ده، نو په ایمان یې ووایاست چې  له داسې تعلیمي نصاب  نه به  څوک د توپ او طیارې جوړول زده کړي او که موسیقي، لوبې او د دنیاد ژوند سره ژوره مینه؟!

بل خواته وګورۍ  هغه اسلامي هیوادونه چې  همدا  اوس په کې جوړ او منظم حکومتونه دي هلته هم  د تعلیم او تربیې پر مټ  چا و نه شو کړای چې  وسلې او  نظامي توکي جوړ کړي، همدا اوس د ټولې اسلامي نړۍ تش نامه اسلامي پوځونه خپل تقریباً ټول نظامي او حربي مواد له کفارو نه اخلي نو بیا داخلک چې وايي راځئ تعلیم وکړو داوخت د ټوپک نه دی، څه ډول نظام غواړي؟؟ آیا دوی  اسلامي هیوادونو دا زړه بوږنونکې او بد حالت نه ویني چې په جوړو نظامونو، ډیرو پیسو او منظمو پوځونو کې  بیا هم له کفارو نه وسلې اخلي؟ دلته  مهمه خبره  چې د تعلیم درواغجن ډنډورچیانو له یاده ویستلې ده  او یا قصداً پرې سترګې پټوي،هغه آزادي ده، اسلامي نړئ ازادي نلري او تر څو یې چې آزادي نه وي اخیستې  تر هغه وخته به دوی کفارو ته پوځي او اقتصادي برخو کې محتاج وي، موږ له همداسې  یوه حالت نه  د ځان او خپلو ولسونو د خلاصون لپاره مبارزه کوو دوی جهاد ته رابلو.

یو ډير ښه مثال يې  درته بیانوم، فلسطین کې دوه مهمې ډلې دي  چې یوه هغه یې په اصطلاح د قلم او تعلیم په برخه زورنه کوي او بله  هغه يې بیا وايي: په يو لاس کې توره ، په بل لاس کې قلم؛ حماس او الفتح درته یادوم، دغه دواړه ګوندونه شاوخوا شپیته کاله سابقه لري، الفتح ګوند چې په لومړي سر کې یې نظامي  فعالیتونه کول رو رو  یې  د سولې او پرمختګ په درواغجنو شعارونو ځانونه تیر ایستل او دادې تر ننه  پورې بیا د اسرائیلو سره د جهاد نه ځان ساتي، مګر سره د دی  چې نه جهاد کوي او نه  پرې فشارونه شته ولې بیا یې هم  تر اوسه و نه شول کړی  چې  یو ټوپک او ټانګ جوړ کړي، یا په نړ ئ کې د یو اقتصادي  قوت په شکل راڅرګند شي، بالمقابل د حماس جهادي غورځنګ  چې همیشه یې په وسله واله مبارزه تاکید کړی، نن وګوره هم یې نظامي او هم یې په تعلیمي بخش کې پراخ پرمختګون کړي، هغه جدا خبره ده  چې  ځای او شرایط ورته نامساعد دي، دوی وکولای شول چې  هم  میزایل جوړ کړي هغه چې نن یې پرې  د اسرائیلو په منځ کې  اورونه بل کړي او هم  یې وکولای شول چې  بې پيلوټه الوتکې جوړې کړي ، دا پرمختګونه یې  د هغه خلکو پر مخ  چې په نظامي  مبارزه باور نه لري سخت ګوذار دی.

الله جل جلاله  مسلمانانو ته فرمايي:
فقتلو أولیاءَ الشّیطن اِنّ کید الشیطن کان ضعیــفا ((السناء ۷۶))
ژباړه: ووژنئ دوستان د شیطان( کفار او منافقین) بیشکه  چل او چالاکي د شیطان  چې ده، دا خورا کمزوری ده.

دلته د کفارو وسلې او استخباراتي قوت ته د شیطان چل ویلای شو، سیاسي،اقتصادي اوکلتوري یرغلونه یې هم د شیطان چلونه دي، خو الهی فرمان وايي چې دا چلونه یې ډير ضعیف دي.

ډیر داسې کسان شته چې د غرب تبلیغاتي چینلونو  یې افکار مستعمره کړي او دوی یې د جهاد له اهمیت او حکمتونو نه انکاري کړي دي په دې هکله قرآن کریم خپلو پلویانو ته دا پيغام لري: ولو لا دفع اللهِ الناس بعضهم ببعضٍ لهدّمت صوامعُ و صلواتٌ و مسجد یذکر فیها اسم الله کثیرا ( الحج ۴۰)

ژباړه: ژباړه: که چیر ته نه دفع کولای االله جل جلاله ځینې خلک په ځینو نورو باندې؛ نو خامخا نړولې شوې به وې تکیه خانې، مدرسې، عبادتخانې او مسجدونه، هغه چې د الله جل جلاله ذکر په کې کیږي.

دلته یوځل بیا هغه خلکو ته سخت ځواب دی  چې وايي جهاد د څه لپاره، د وسله والې مبارزې پر ځای دی له قلم او سوله اییزی مبارزې نه کار واخیستل شي، الله جل جلاله فرمايي دغه جهاد مې ستاسو لپاره یوه د خلاصون او بریالیتوب لاره ګرځولې ده، نن که چیرته د نړئ په هره سیمه کې مسلمانان په آرام او سکون سره خپل عبادتونه ترسره کوي دا همدغه جهاد برکت دی، که چیرته جهاد نه وایي نو مسجدونه به نړول شوي و، مصر زموږ او ستاسو پر وړاندې ښه مثال دی، چې مساجد یې بند شوي او د نړولو پروګرام یې روان دی، بنګله دیش هم همداسې یو مثال درواخله، خلک به له عبادت او بنده ګې نه منع شوي و، په فرانسه کې مسلمانان حجاب نه شي پر سر کولای، په بریطانیا کې په اسلامي لباس کې ګرځیدل د مسلمانانو ښځو لپاره د مرګ زیری دی، په چین کې په روژه نیولو هم بندیز ولګیده، دا هر څه ولې؟ ځکه  چې په دغه سیمو کې جهاد نشته.
په اخر کې به  په مختصر ډول ووایو چې :

اسلامي نړی له اوسني کړکیچن حالت نه د وتلو لپاره پرته له وسلوال جهاد نه، بله هیڅ کومه لاره نه لري، او تر هغه وخته به مسلمانان دکفارو ظلمونه او وحشتونه زغمي تر څو چې یې جهاد ته مخه نه وي کړي، لکه چې د یو نبوي حدیث مفهوم هم همداسې دی .

د نړیوال اسلامي خلافت په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x