ټولنیزه برخه

اسلامپالو مبارزینو! راځئ د فکرونو په سمون کار وکړو!

حماد افغان شیرزاد

مبارزینو وروڼو!
په ډېر ویاړ او افتخار درته وایم چې د الله تعالی په فضل او کرم مو دښمن تر ډېره حده په روانه مبارزه کې مات کړی، ستاسو تر اغیز لاندې راغلی او د خپلې کمزورۍ چیغې وهي خو بیا هم غواړي چې د خپل فکر او عقیدې د ترویج لپاره خپله مبارزه پراخه او تیزه کړي، ځوانان تېر باسي، ناسم فکرونه ورکړي او د تل لپاره یې د ځان او خپلې عقیدې د ترویج لپاره تسخیر کړي.

ملګرو! ستاسو په فکري ډګر کې تر دا حده کامیابي یو الٰهي نصرت وګڼئ!

د مبارزینو للّٰهیت او اخلاص باید نور هم ډېر شي، له عبثو خبرو او نشراتو تېر شي او د خلکو په فکر او ذهن کار وکړي، حق ورته روښانه او د باطل بطلان ورته واضح کړي، پر خپل ځان د سالم نقد پر وخت له غوسې او جلالیت کار وانخلي، بلکې په سړه سینه د دلائلو پر بنیاد قانع کونکي ځوابونه ورکړي.

د حق د لارې مبارزينو! په جانب مقابل کې ولاړ عسکر او نور کارکونکي د اسلام او وطن مینې ته وهڅوئ! د ازادۍ او غلامۍ، استقلالیت او استعماریت توپیر وروپیژنئ! ديني ارزښتونه، خپل کلتور او ملي عنعنات ورته وښاياست!

وروڼو! دا وطن او امت ډېر ژور ټپونه لري، د دې د علاج او سمون لپاره ډېر کوښښ په کار دی، په رب مې دې قسم وي، په دا کم عمرۍ کې مې د امت حالت سخت ژړوي او دردوي، احساس راسره وي چې څنګه وکړم د یو تیروتي انسان فکر سم کړم، څه وکړم؟ چې د امت درد ته دواء شم، څه وکړم؟ چې د کفر په جال او فریب کې راګېر ځوانان سم فکر ته وهڅوم.

دې هدف ته رسېدل لومړی د خپل فکر جوړول غواړي، ځان کې د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم مینه ټينګېدل غواړي او پر دین حمیت او غیرت ته ضرورت لري.

مبارزینو وروڼو!
که مو د انترنیت او موبایل استمعال یو چاته د فکر ورکولو، د دین د دفاع کولو، حق روښانه کولو، د باطل پر وړاندې د مبارزې اصولو او منهج ښودلو لپاره وو؛ بیا نو خوشبخته یاست، لا مو دا مبارزه ګړنډۍ کړئ! قلمونه مو د حق په اړه وڅرخوئ! پردي راخپل کړئ او خپل مه پردي کوئ!

مبارزینو وروڼو!
د انترنیت او سوشل میډیا په دې نړۍ کې ډېر غلام فکره، تنګ نظري او فحاش خلګ شته، ځینې یې د مبارزینو د بې لارې کولو لپاره ګمارل شوي، پام مبارزه وروره چې کله ونه ښویږې، د دوی پر دې خیالي خبرو تیر نه وځې، خپل ځانته د ایوبي رح د وخت نادر حالات رایاد کړه، د امت دا درېدلی او کړېدلی حالت، بیا به هیڅ تېر نه وځې.

مبارزه وروره!
که دې مبارزه د الله تعالی د کتاب موافق پر نبوي هداياتو برابره وه، بیا پوه شه چې یو ورځ به ښه نتیجه ترلاسه کړې، ډېر خلګ به راخپل کړې، دین ته به لا تقویت ورکړې او راروان تاریخ به بیا پر تا ویاړي، اولس به د یو ازرښتمن قلموال په حیثیت به درته ګوري او په خپلو دعاګانو کې به دې یاد ساتي.

د فیسبوک کاروونکې ځوانه!
د کفر لخوا د جوړو شوو دغه آلاتو هیڅ د ښوالي باور نشته، خو بیا هم د دې زهرو له غوړپ خلاصون نشته، دوی ته به د دوی پر لارو ماته ورکوې، د دوی ناسم شی به په سمه لاره رهي کوې او کوم زهر او د ځوان نسل د بې لارې کولو کوم وایروس چې دوی شیندي د هغې لپاره به معالج او ختموونکی جوړیږې!

مبارزه وروره!
د زمانې په هر پړاو کې سپیڅلي مبارزین تېر شوي، هر چا د خپل وس سره سم د خپلو قومونو او ملتونو روحاني او فکري روزنه کړې. نن ستا دور دی؛ ته باید د خپلو اسلافو تاریخ وګورې او تر ننني ځوان نسل یې په هره لاره او وسیله چې وي، ورسوې او پرې پوه یې کړې!

مبارزه وروره!
دلته د کومې مرتبې، جاه او جلال په لټه کې نه شې! بلکې د کردار اساس دي بايد پر متقابل احترام ولاړ وي، نالېدلو فکري ملګرو ته احترام ولره! له دوی سره د ځوان نسل په ویښتابه خبرې او مجلسونه وکړه او په دې حساس وخت کې ځوان نسل د تباهۍ کندې ته له غورځېدو وژغوره!

پر فکر او قلم مو برکتونه او هيلې مو تاندې!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمصور

مننه ورور کورودان ستا له ځوان احساس نه دیر مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx