
څوک به د چمپينز لیګ اتلولي خپلوي؟ چیلسي او مانچسټر سیټي نن شپه پایلوبه کې مخامخ کیږي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ غبرګولی، ۱۴۰۰ل): د اروپا اتلانو لیګ فوټبال سیالیو پایلوبه نن د پرتګال په پورتو ښار کې ترسره کیږي، چې دوه انګلستاني کلبونه (مانچسټر سیټي او چیلسي) به د یوه بل پر وړاندې مخامخ کیږي.
مانچسټر سیټي لوبډلې په خپل تاریخ کې په لومړي وار د چمپينز لیګ پایلوبې ته لار موندلې ده، په داسې حال کې چې چیلسي کلب دغه اتلولي یو وار پخوا خپله کړې ده.
د چیلسي کلب چې په وروستي وار یې په ۲۰۱۲م کال کې د اروپا اتلانو لیګ جام خپل کړی، سږني سیزن کې مانچسټر سیټي ته دوه واره په انګلستان پریمیئر لیګ او ایف ای جام کې ماتې ورکړې ده.
د مانچسټر سیټي کلب لا دمخه د ۲۰۲۰/۲۱م کال د انګلستان پریمیئر لیګ اتلولي په خپل نوم کړې، په داسې حال کې چې چیلسي کلب په څلورم مقام پاتې شوی دی.
د مانچسټر سیټي کلب مشر هسپانوي روزونکی پيپ ګواردیولا د دریم وار لپاره د اروپا اتلانو لیګ ګټلو اټکل کوي، نوموړي په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۱م کالونو کې د برسلونا لپاره دغه اتلولي خپله کړې ده.
بل لوري ته د چیلسي کلب مشر الماني توماس توخیل په لومړي وار د چمپينز لیګ جام اتلولۍ خوند څکلو تابیا نېولې ده، نوموړي تېر کال خپل پخوانی کلب پاریس سان جرمان پایلوبې ته رسولی و خو د الماني کلب بایرن مونشن پر وړاندې یې په ۱-۰ ماتې ومنله.
که یوې لورې ته مانچسټر سیټي کلب بیلجیمي کیون دی براین لري، خو بل لوري ته چیلسي هم د فرانسوي انجولو کانتی په څېر غوره لوبغاړي لري.
د اروپا اتلانو لیګ پایلوبه به نن شپه د افغانستان پر وخت ۱۱:۳۰ بجې د پرتګال په پورتو ښار کې د مانچسټر سیټي او چیلسي کلبونو ترمنځ پېل شي. یاده لوبه کې ۱۶۵۰۰ نندارچیانو ته هم د ورتګ اجازه ورکړل شوې ده.
It's #UCLfinal day! 🤩🤩🤩
Predict the headline at full time… #UCLfixtures | @GazpromFootball
— UEFA Champions League (@ChampionsLeague) May 29, 2021