شعـــــرونه

د دې یوسف وطن له مینې نه انکار مه کوئ/ کاروان

پير محمد کاروان

وروڼو د خدای لپاره ،دا بې دینه کار مه کوئ
د دې یوسف وطن له مینې نه انکار مه کوئ

مه یې کوهي ته غورځوئ مه یې داړئ په لېوه
هم یې سودا د نوي مصر په بازار مه کوئ

که لاس مو تش وي او په ګل باندې یې نه شئ ویشتی
پر سپین تندي خو یې د تورو کاڼو وار مه کوئ

دی ظلم جبر چې په زړه ورته پنجې لګوئ
ازار به و مومئ دا چارې د ازار مه کوئ

دې مور و پلار وطن ته ځای د زړه په تل کې ساتئ
بې حُرمتي خو چېرې هم د مور و پلار مه کوئ

دا د مېوو، خوږو اوبو، پستو وږمو خزانه
په خپله وساتئ سپارل یې پر ښامار مه کوئ

سوله چې خیر دی په خیر کې ده بیړه په کار
جګړه چې شر ده نو په شر کې خو تلوار مه کوئ

کاروانه دا وطن زرینه ښکروره هوسۍ
ښکلا به نه وژنئ د غشو پرې ګوزار مه کوئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x