دیني، سیرت او تاریخ

داسې ليکنې نشرول چې خلک په فتنه کې اچوي

مولوي محبوب شاه ساجد

دین ته دعوت کول د هر مسلمان دنده ده او تر ټولو بهترین کار دی، دا هم واضح او روښانه خبره ده چې مسلمانان باید د دین د دعوت او نشر لپاره د ټولو مشروع وسایلو او نوې ټیکنالوژۍ څخه استفاده وکړي چې ټولنیزي رسنۍ هم ددې جملې څخه دي، مسلمانان باید د دین د دعوت پکار کې ډیره استفاده ور څخه وکړي.

دعوت باید په طریقه وي:
هو دا خبره ډیره ضروري ده چې یو داعي باید د دعوت اسلوب، طریقه، آداب او قواعد زده کړي، ځکه که چېرې د دعوت قواعد او آداب په نظر کې ونه نیول سي، نو دین ته د دعوت پر ځای خلک په فتنه کې لویږي، شبهات ورته پیدا کیږي، له دین څخه متنفر کیږي او له دین څخه لوبه جوړیږي.

د خلکو د فهم او عقل مطابق خبره او لیکنه کول په دعوت کې حکمت دی:
د دعوت د آدابو ، قواعدو او اصولو له جملې څخه یو ستر اصل حکمت دی او د حکمت یو ستر اړخ دادی چې د داعي خبره باید د عامو خلکو تر فهم لوړه او تخصصي خبره نه وي.
الله تعالی فرمایی:
ادعُ إِلىٰ سَبيلِ رَبِّكَ بِالحِكمَةِ وَالمَوعِظَةِ الحَسَنَةِ ۖ وَجادِلهُم بِالَّتي هِيَ أَحسَنُ.
﴿النحل ۱۲۵﴾

ژباړه:
ته د خپل رب لارې ته په حكمت سره او ښكلي نصیحت سره بلنه كوه او له دوى سره په هغې طریقې سره مجادله (مباحثه) كوه چې هغه تر ټولو ښه وي.

امام بخاري رحمه الله فرمایی:
(ويقال: الرباني الذي يربي الناس بصغار العلم قبل كباره) والبدء بصغار العلم مرجعه مراعاة العقول حتى لا تنفر من الدعوة.
فتح الباري 1\162

د وینا مفهوم یې:
(هوښیار)مربي او داعي هغه کس دی چې د خلکو د فهم او عقل کچه په نظر کې نیسي تر څو متنفر نسي، نو ځکه مغلق او پیچلي علمي مسائل لومړی نه ورته بیانوي.

1- امام البخاري رحمه الله ترجمة الباب تر دې عنوان لاندې قائم کړی دی:
(باب من ترك بعض الاختيار مخافة أن يقصر فهم بعض الناس عنه فيقعوا في أشد منه.
یعنې باب دی د هغو احادیثو په هکله( چې په هغو کې) ځینې مطلوبې خبرې خاص ددې ویرې پریښودل سوي دي، چې د ځینو خلکو تر فهم لوړې دي.

ددې وروسته امام بخاري په دغه باب کي د حضرت عایشي صدیقي رضی الله عنها لاندي روایت را نقل کړي دي:

«یَا عَائِشَهُ، لَوْلاَ أَنَّ قَوْمَکِ حَدِیثُ عَهْدٍ بِجَاهِلِیَّهٍ لَأَمَرْتُ بِالْبَیْتِ، فَهُدِمَ، فَأَدْخَلْتُ فِیهِ مَا أُخْرِجَ مِنْهُ، وَأَلْزَقْتُهُ بِالأَرْضِ، وَجَعَلْتُ لَهُ بَابَیْنِ، بَابًا شَرْقِیًّا، وَبَابًا غَرْبِیًّا، فَبَلَغْتُ بِهِ أَسَاسَ إِبْرَاهِیمَ».[۱]

متفق علیه؛‌ بخاری رقم الحدیث ۱۵۸۶ ، مسلم رقم الحدیث ۱۳۳۳ لفظ البخاری.

ژباړه:
ای عایشي که چیري ستا قوم(قریش)د جاهلیت زماني ته نږدي نه واي، نو حکم مي کاوه چي کعبه دې له سره ورغول سي کوم برخه چي ور څخه جدا ده(حطیم) هغه ورسره یو ځای سي، هغه مي د ځمکي سره نښلول، دوې دروازې یوه د شرق او بله د غرب لوري ته مې ورکولې او تر مقام ابراهیم مې رسول.

پورتني مبارک حدیث کې خبره واضح ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یو داسې کار چې دده خوښ وو (مصلحت وو) د یو فساد د واقع کیدو په خاطر پریښود چي هغه د قریشو په شک او تشویش کي لویدل وه ځکه دوي نوي مسلمانان سوي وه او دا خبره یی تر فهم لوړه وه ، بیا شکمن سوي وای چي دا پیغمبر کعبه ولي د سره رغوي او تغیرات پکښي راولي.

علماوو ددغه مبارک حدیث څخه دا خبره فهمولي او استنباط کړي ده چي داسي یو کار یا خبره چي کول یی فرض او واجب نه وي ، مګر کول یی عام خلګ په فساد او فتنه کي اچوي او د دوي تر فهم لوړه وي منع ده یعني دا سي کار او خبره باید ونسي.
دا خبره د ټولو مسالکو او مذاهبو دعلماوو تر منځ اتفاقي ده او دا قاعده یی ور څخه را ایستلي ده چي: د فساد دفع کول د مصلحت د جلب څخه مخکي دي.

علامه ابن حجر ـ رحمه الله فرمایی:
ويستفاد منه ترك المصلحة لأمن الوقوع في المفسدة) فتح الباري 1\224.

یعني ددي حدیث څخه ثابته سول چي په فساد کي د واقع کیدو پخاطر مصلحت پریښودل سي.

2ـ امام البخاري ـ رحمه الله تر دي باب لاندي:
(باب من خص بالعلم قوما دون قوم كراهية ألا يفهموا)
دحضرت علی رضي الله عنه قول را نقل کړي دي.
وقال ” على ” حدثوا الناس بما يعرفون، أتحبون أن يكذب الله ورسوله.
ژباړه:
د خلګو سره د دوي د فهم مطابق خبري کوئ آیا دا خوښوئ چي (کم فهمه خلګ) الله تعالی او رسول درواغجن وګڼي!

یعني خبره به ډیره علمي ، تخصصي او پیچلي وي ، عام خلګ او غیر مسلکي کسان به نه ورباندي پوهیږي ، پایله به یی دا وي چي دالله تعالی او دهغه د پیغمبر دخبري تکذیب به وکړي ، لوبي او مسخري به ور څخه جوړي کړي ، لکه اوس متأسفانه فسبوک کي!!!

فسبوک او عام ځایونه د پیچلو تخصصي مسائلو د څیړني او مناظرو ځای نه دي:

وروڼو فسبوک خو د عام دعوت ځای دي مکر ، د مغلقو تخصصي مسائلو د څیړني ځاي نه دي ، ځکه دفسبوک حیثیت داسي دي لکه د بازار کوم عمومي څلور لاري او چوک ، چي هر ډول خلګ پکښي وي ، په دغسي ځایونو کي علمي تخصصي مسائلو په دین باندي د تمسخر پرته بله پایله نه لري ، د علمي مسائلو د څیړني ځایونه علمي مراکز دي.

دلته ملحد ، کمونیست ، سیکولر ، ددین او عالم مخالف تیار په کمین کي ناست دي ، ترڅو بیا ددغسي مسائلو په هکله د شیطان څیر عامو مسلمانانو ته شبهات پیدا کړي او ټوکه ور څخه جوړه کړي….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

مولوی سیب سلامونه او په لاس دی برکت ستاسی له استنباط سره شدید مخالف یم او هیله ده په دی هکله زیات فکر وکړی ترڅو چی دیوی مسئلی حکم دقیاس له اصولو سره پوره توافق ولری. دپورتنی حدیث شریف مفهوم دفتوا، قضایی فیصلی، او امام داوامرو په هکله دتطبیق امکان لری. هغه دولتی پالیسی، او هغه فتوا چه دینی او عقلی مشکل نلری او له حقیقت سره برابره وی، که صادره سی او یا تعمیل سی هغه به په مسلمانو کی فتنه پیدا کړی، نو داسی امر او یا فتوا باید صادره نسی. دلته مولوی سیب باید فتنه تعریف کړی… نور لوستل »

مجاهد

موږ بورته لیکنه هم نه ده لوستلی ستاسی نوم می چه ولیدلو تبصری ته راغلم نام خدا اوږده تبصره مو په اړه لیکلی تبصره هم اوږده او د شپی ناوخته وو دومره به ولیکم چه
د حیرانتیا وړ
تاسی د مولوی صاحب له استنباط سره خوښ نه یاست مګر د تبصری اوله جمله مو دا ده چه په لاسو دی برکت شه دا ولی ؟ که په اړه یی څه ولیکۍ او یا دا خطایی کی لیکل شوی که څرنګه ؟؟؟

طاهر ثابت

محترم مجاهد سیب سلامونه نه خطا نده لیکل سوی. مولوی سیب په دینی موضوع خپل نظر لیکلی. ددینی علماوو نظر لیکل ښه دی. نن سبا کم خلک ددین بیان لیکی. مونږ نه غواړو چه مولوی سیب له نورو لیکنو څخه بیزاره کړو. په عین حال کی موضوع ښه ده او دهغی په هکله لیکنه ضروری ده. زه نه غواړم مولوی صاحبان خپل نظرونه صرف په جمات او یا مدرسه کی اظهار کړی. دهغوی علم باید عام المنفعه وی. دمولوی سیب په لیکنه کی داسی موضوع ته نظر اچول سوی چه هغه داسلامی سیاست او پالیسی جوړولو لپاره یو سرمشق ګڼلای… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x