دیني، سیرت او تاریخ

د امام اعظم ابوحنیفة(رحمه الله) پوهه او ځیرکتیا

عطاء الرحمن داوري

امام مالک (رحمه الله) د خپلو ملګرو سره ناست و، نو امام صاحب (رحمه الله) ورداخل سو، کله چې امام صاحب ووت نو امام مالک صاحب خپلو ملګرو ته وویل: تاسو دا کس وپیژنده دا څوک و؟

هغو ورته وویل: چې نه موږ یې نه پیژنو.

نو امام مالک صاحب ورته وویل: دا نعمان بن ثابت دی، دا داسې کس دی که چیرې دی دغه د مسجد ستن(میل) وښیي چې دا د د سرو زرو ده، نو خامخا به یې ثابته کړي ځکه چې دلیل ورسره دی.

امام مالک (رحمه الله) د امام صاحب (رحمه الله) په وصف کې مبالغه کونکی نه و، ځکه چې قوي دلایل او تیزوالی د ذهن د امام صاحب سره ورسره و.

یو کیسه راځي چې یو سړی د کوفې چې الله تعالی ګمراه کړی و ده به ویل چې عثمان بن عفان (رضي الله عنه) په اصل کې یهودي و.
کله چې دا خبره امام صاحب مبارک واوریدل نو هغه کس ته ورغی او ورته وویل: زه ستا د لور په مرکه راغلی یم، د یو صحابي لپاره یې غواړم نو هغه کس ورته وویل:

ښه راغلاست ستاسو په مثل چې څوک وي د هغه حاجت نه ردیږي خو لکن هغه کس راوښیه چې د چا لپاره زما لور ته غواړې؟

امام صاحب (رحمه الله) ورته وویل:

هغه داسې کس دی چې په خپل قوم کې په عزت او سخا سره نامداره دی، سخي طبیعته دی، مهربانه دی، د قرانکریم حافظ دی، د شپې د تهجد لمونځ کوي، د الله تعالی له ويرې څخه ډېر ژاړي.

نو هغه سړي ورته وویل: چې د دغسي صفاتو والا سړی د امیر المؤمنین د لور کفو( سیال) دی.

امام صاحب (رحمه الله) ورته وویل:

په هغه کې یو خوی سته چې په هغه به هم ځان خبروې.

هغه ورته وویل چې کوم خوی پکې دی؟

امام صاحب (رحمه الله) ورته وویل: چي هغه یهودي دی.

نو هغه سړي انکار وکړ او وویل:

ایا ستا اراده ده چي زما لور زه یهودي ته په نکاح ورکړم ای ابوحنیفه؟

قسم په الله که زما لور زه په نکاح ورکړم چې د مخکنیو او وروستنیو خلکو ټول صفات پکې وي.

نو امام صاحب (رحمه الله) وویل:
ته ددې څخه انکار کوې چې خپله لور یهودي ته په نکاح ورکړې او انکار دې هم شدید(سخت) دی او ته خلګو ته دا په ګمان کې ورکوې چې نبي (صلی الله عليه وسلم) خپلې دواړه لوڼې یهودي ته په نکاح ورکړې ځکه حضرت عثمان ( رضي الله عنه) د نبي (صلی الله عليه وسلم) زوم و.

نو بالاخره هغه کس وشرمید او ويې ویل: د الله (جل جلاله) څخه بخښنه غواړم پر دا بدو خبرو کولو باندي او الله (جل جلاله) ته توبه باسم د خپلې باطلې خبري څخه چې ما له ځانه جوړه کړې وه.

ماخذ: صور من حیاة التابعین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx